تاند- بالاخره د مالیزیايي الوتکې د بې درکه کېدو معما حل شوه. د دغه هیواد موقت صدراعظم نن څو شېبې مخکې اعلان وکړه:«په خورا خواشینۍ او خپګان تاسو ته خبر درکوم چې د مالیزیا د هوايي شرکت الوتکه د هند سمندر په جنوب کې غورځېدلې ده او تقریباً په دې کې د شک ځای نه دی پاتې چې د دې الوتکې درسته سپرلي او عمله په دې پېښه کې مړه شوې ده.

صدراعظم نجيب رزاق وویل چې د پېښې ټول جزییات به سبا سهار اعلان کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت د مالیزیا له حکومته غوښتي چې د بې درکه شوې الوتکې په اړه ټول معلومات او شواهد له دوی سره شریک کړي.

د الوتکې اکثره سپرلي، شاوخوا یونیم سل تنه، چینایان ول چې له کولالمپوره بېجنګ ته روان ول.

1د مالیزیا صدراعظم د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړیو سره غمرازي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له هغوی سره به په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې مرستې وکړي.

د مالیزیا صدراعظم د الوتکې د ټوټو د موندل کېدو اعلان کوي
د مالیزیا صدراعظم د الوتکې د ټوټو د موندل کېدو اعلان کوي

په همدې منځ کې د مالیزیا هوايي شرکت ویلي چې د پېښې په اړه به بشپړې څېړنې وکړي او د خپلو څېړنو پایلې به له خلکو سره شریکې کړي.

هشام الدین حسین په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:«داسي الفاظ نشته چې نن شپه خپل حال پرې بیان کړم. خو ټولو ته وعده ورکوم چې بشپړ تحقیقات به کوو.»

کارپوهان وايي چې د الوتکې ټوټې د هغې د غورځېدو د علت په څرګندېدو کې مرسته کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *