واحدګل هاشمي

واحد ګل هاشمي || 

شاوخوا ۱۷ کیږي چې افغانان له یوه بل سره په خپلو کې د دولت او طالب په نوم سره وژني، هره ورځ په لسګونه او سلګونه بې ګناه عام وګړي او د جګړې ښکیل اړخونه تلفات ورکوي. په دا دومره لوی عمر کې هیڅ داسې لوری نه وو چې د افغانانو سویو چیغو ته یې غوږ نیولی وای او یو مثبت ځواب یې ورته ورکړی وئ. هر ځل به که د سولې خبرې اترې کیدې یوازې څو نمایشي خبرې به وې چې هیڅ پایله به یې نه درلوده او هر ځل بې پایلې پای ته رسیدلی دي.

اوس پوښتنه دا ده چې څه پیښ شول چې تر پخوا د سولې لپاره خوشبیني زیاته شوې، او هغه لوري چې د سولې سر سخت مخالف ول دې ته واداره شول چې افغانان دې په سوله کې ژوند وکړي؟

تر ټولو لومړی د هر افغان په ذهن کې دا پوښتنه ده چې شاوخوا اولس کاله مخکې خو هم همدا دولت وو او همدا د دولت وسلوال مخالفین وو، نو بیا ولی د سعودي عربستان د نظام له لوري او د حرمین شریفین امامانو په لومړیو کې دا خبرې نه راپورته کولې چې په افغانستان روانه جګړه د اسلام سره په ټکر کې ده؟

د دې تر څنګ د سعودي عربستان د ملي امنيت سلاکار محمد صالح الغفيلي هم په خپلو څرګندونو کې روښانه کړې چې د دوی دولت د افغان سولې د پروسې ملاتړ کوي. منځنۍ نقطه دا ده چې د دوی مشران په خپلو کې سره جوړ راغلي دي. یعنې دا موضوع دوه اړخونه لري، لومړی دا چې په سعودي عربستان باندې هم پاکستان او امریکا مستقیماً اغیزه لري دواړه هیوادونه یې په نړۍ کې لوی مدافعین دي.

همدا اوس هم په زرګونو پاکستاني ځواکونه په سعودي عربستان کې د امنیت ساتنې په موخه مېشت دي، دې ته ورته له امریکا سره ځکه غواړي چې روغې اړیکې ولري چې په نړۍ کې زبر ځواک حسابیږي نو ویلی شو چې په هیڅ حالت کې دې هیواد نه شو کولی چې ددې دوو هیوادونو له امر او مشورې پرته د افغانستان په اړوند یې څرګندونې یا دا ډول پریکړې کړې وئ. یعنې ددې څرګندونو لوي لامل دا دې چې پاکستان او امریکا په خپلو کې د لویو ناندریو وروسته یوې خاصې نتیجې ته سره رسیدلي چې نن د سعودي دولت او د حرمین شریفین امامان دا ډول څرګندونې کوي.

د دې تر څنګ هر افغانی د دې شاهد حال دی چې د ټرمپ له واک ته رسیدو را په دې خوا پر پاکستان څومره زیات فشارونه وو. یعنې له اقتصادي اړخه نیولې چې د پاکستان پولي واحد یعنی کلداره څومره ښکته لاړه تاسې ولیدل چې د پاکستان دولت په خپله اعلان وکړ چې د دوي کرنسي د ۲۰۱۴ کال په څیر مخ په ځوړ لاړه ده. یواځې دا نه بلکې د پاکستان د صادراتو کمښت، په نړیواله کچه د تروریزم د تمویل هیواد نوم ورکول، د ټرمپ له لوري د دروغجن سیاست درلودونکي نظام نوم ورکول، په پاکستان د ننه په بیلابیلو نومونو د دولت پر وړاندې کوچني خوځښتونو، دا او داسې نور مسایل وو چې امریکا غوښتل دوی د خپلې ستراتیژي مطابق وڅرخوي.

خو د پاکستان له لوري نه پلي کیدل، د دوي ټولو فشارونو یواځینی لامل د وسلوالو طالبانو له صحنې لیرې کول  او پر ځای يې بلې ډلې ته زمینه مساعد کول دي چې په دې سره د پاکستان دولت خپل ځان او نږدې دوست هیواد چین په خطر کې لیده. یعنې د چین له لاسه ورکولو سره په پاکستان دننه د ملیاردونو ډالرو پروژې له منځه تللی شي چې د همدې له امله د پاکستان دولت په هیڅ صورت دا نه غواړي چې داسې دې وشي.

اوس تاسې ولیدل چې هر څه بیل ډول ښکاري، همغه امریکا چې تل به یې وسلوالو ته د خبرو میز ته د نه کیناستلو خبرې کولی تازه اعلان کړی چې دوي د افغان دولت له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو میز ته کیني. ددې تر څنګ د ټرمپ د ستراتیژي مطابق چې د پاکستان په دولت یې د مرستو بیلابیل بندیزونه لګول اوس تازه په امریکا کې د پاکستان نوی سفیر علي جهانګیر پاکستاني رسنیو ته خبر ورکړی چې دی اوس له ترمپ او د نوموړي له زوم سره نږدې اړیکې لري. د پاکستاني رسنیو په حواله ویل شوي چې د علي جهانګیر او د نورو ډپلوماټانو په هلو ځلو اوس د امریکا او پاکستان په اړیکو کې د پخوا په پرتله خورا زیات مثبت تغیر راغلی دی. د پاکستاني سفیر په وینا نوموړي ویلي چې اوس دواړه هیوادونو دې پایلې ته رسیدلي چې په ګډې همکارۍ او مشورې به د ټرمپ پالیسي پر مخ وړي.

په ورته وخت کې تاسې ولیدل چې ځینو پاکستاني مقاماتو روښانه کړه چې  ډېر ژر به په یوه ناڅرګند ځای کې د افغان سولې په اړه خبرې پیل شي، د رسنیو په حواله ویل شوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ویلي دي چې له ډېر ځنډ وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په یوه نامعلوم ځای کې خبرې پیلېدونکې دي. یعنې دې ټولو خبرو ته په کتو ویلی شو چې پاکستان بلاخره د متحده ایالاتو ټولو شرطونو ته تن ایښې دی او هغه ټول شرطونه به پلي کوي کوم چې به امریکا ورته وايي.

یو څه چې باید روښانه یې کړم هغه دا دي چې د امریکا پاتې کیدل په افغانستان کې د هیڅ افغان په خیر نه دي ځکه چې دوی به تل د دې خاورې څخه د یو نظامي مورچل په څیر ګټه پورته کوي. همدوي به ددې خوار ولس د وژلو او نابود کولو لپاره بیلابیلې ستراتیژۍ او پلانونه جوړوي چې په دې سره به مو کلونو کلونه په جنګ جګړو کې تیر شي. اوس افغان ولس ته دا ښایي چې د شته نظام ملاتړ وکړي او بهرنیو ځواکونو څخه په یو غږ وغواړي چې ددې هیواد څخه ووځي. په دې سره به مونږ او تاسې یو قوي نظام ولرو او د بهرنیانو له شومو دسیسو به وژغورل شو.

د یوه باثباته او پرمختللي هیواد په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *