ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو چې ولسمشر د خلیلزاد د لیدنې غوښتنه رد کړې وه خو اوس د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې کتنه کې د دواړو لورو تر منځ د سولې بهیر پر راتلونکو ګامونو او له طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي پر جوړښت بحث وشو.

بلخوا، طالبانو هم د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته چمتووالی ښودلی دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، چې دوی د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته په هغه صورت کې چمتو دي، چې بندیان یې ازاد شي او د شوې هوکړې اړوند ګامونه واخیستل شي.

د ده په خبره، که له هوکړې سره سم عملي ګامونه وانه خیستل شي او طالب بندیان خوشي نه شي، نو مسولیت به یې د نورو پر غاړه وي.

طالبان ټینګار کوي، چې د بین الافغاني خبرو تر پیل وړاندې دې د افغان حکومت په زندانونو کې د دوی ۵۰۰۰ زندانیان خوشي کړل شي او په مقابل کې به یې دوی د افغان دولت اړوند ۱۰۰۰ بندیان ازاد کړي.

خو افغان حکومت وایي، د بندیانو د تبادلې مسله به په بین الافغاني خبرو کې مطرح شي.

One thought on “بالاخره ولسمشر غني له خلیلزاد سره وکتل”
  1. که څه هم دا پرېکړه به د ولسمشر غني ‌لپاره اسانه نه وي‌، خو د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې حل لاره یوازي ‌هم دا بلل کېږي‌ چې ټاکنې له جنجالي ‌حالت نه و ایستل شي‌ او حکومت له یوه قوي دریځه د سولي‌ په پروسه کې ورګډ شي‌. د خبرو پیل د بهرنیو چارو وزارت د غونډو له تالاره وشو چې مشري یې پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي‌ او زلمي‌ خلیلزاد په ګډه کوله .

    په دې ناسته کې د محمد اشرف غني له لوري امرالله صالح، فضل فضلي، محمد یوسف غضنفر او سرور دانش ګډن درلود.

    د عبدالله په استازيتوب اسدالله سعادتي، عنایت الله بابرفرهمند، نور رحمان اخلاقي، او غلام فاروق مجروح ګډون درلود.

    د غونډې ‌یو مهم ټکی دا بلل شوی چې دواړه لوري‌ سره کښېنستل او د خبرو پر میز یې د حامد کرزي‌ او زلمي‌ خلیلزاد په وړاندي ‌خپلې غوښتنې یو بل ته وویلې .‌

    دوهم مهم ټکی دا بلل کېږي ‌چې دا غونډي ‌به دوام کوي‌.‌

    دریم مهم ټکی دا بلل کېږي‌ چې دواړه لوري ‌به یو ګډ حکومت جوړوي‌.

    د افغانستان له ارګ نه خبریال ډاټ کام ته ددې موضوع د تاید پر مهال دا سپارښتنه هم وشوه چې د یادي ‌موضوع ډېر جزیات خپاره نشي‌.

    دم ګړی اټکل دادی چې عبدالله عبدالله به بېرته پر اجرایه ریاست پاتې وي‌، خو واک به یې د پخوا په انډول زیات وي .

    کابل ته د زلمي خلیلزاد تر سفر وړاندي ‌د عبدالله عبدالله او اشرف غني‌ ټیم پټې اړیکې لرلې او د یوه ګډ میکانیزم پر سر په خبرو بوخت ووچې د عبدالله ټیم ته د بهرنیو چارو وزارت په ګډون یوشمېر ولایتونه او وزارتونه وړاندیز شوي‌وو چې د ښاغلي‌ عبدالله په ټیم کې عنایت بابر فراهمند مخالفت کاوه ؛ خو کابل ته د ښاغلي ‌خلیلزاد په ورتګ دا خبري ‌بل رنګ واخیست .

    تر دم ګړیه حامد کرزی ، زلمی خلیلزاد او عبدالله عبدالله د یوه ګډ حکومت پر سر سره صلاح شوي ، چې عبدالله ځان ته د اجرایه ریاست له زیات واک سره غواړي ‌او د غني ‌ټیم ورته د دولت وزارت وړاندیز کړی دی .

    کار پوهان وايي‌ چې د عبدالله عبدالله سره د غني ‌له لوري‌ ګډ حکومت جوړېدل که څه هم د ولسمشر غني ‌لپاره تر سیاسي ‌ځانمرګي ‌کم کار نه دی ، خو په لویه کې ولسمشر غني ‌ته بله لیاره هم نشته .

    حکومت او د عبدالله ډلې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او زلمي‌ خلیلزاد نه غوښتي دي چې ددغو غونډو د بهیر لړۍ پټه وساتي‌ او تر وروستۍ پرېکړي رسنیو کې موضوع راونه وزي څو خلک پر دواړو غاړو فشارونه زیات نه کړي .

    خو په حکومت کې دننه د خبریال ویب پاڼې ځیني ‌سرچینې وايي ‌چې دا موضوع ځکه را ایستل په کار دي‌ چې ورو – ورو خلک هم دې پرېکړي ته تیار شي‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *