د هیوادوالو له اوږد انتظار څخه وروسته د کابینې وزیران اعلان سول.
که څه هم یاد ټول وزیران لوړي زده کړي او کاري تجربه لري لیکن اکثره يې داسی وزارتونو ته معرفي سوي دي چی د دوی له مسلک سره هیڅ اړخ نه لګوي.
داسی معلومیږي، چی دغه نوماند وزیران په وچ زور له یوې او بلي خوا څخه په فرمایش راغونډ سوي دي.
که د ولسی جرګې له خوا هم داسی ټولو وزیرانو ته په پټو سترګو رايه ورکول سوه، نو دا به یوه عجیبه او غیري مسلکي کابینه وي.
د وزیرانو لوړي زده کړي او کاري تجربه هغه مهال ولس ته ګټه رسوي، چی د ورسپارل سوي وزارت په اړه وي، نه دا چي د وزیر زده کړي په مځکه پېژنده کي وي او ناست د ټرانسپورت وزارت پرچوکۍ وي.
د مالیې وزارته داسی کس معرفي سوی دی، چی په سیاسی علومو کي لیسانس لري، د لوړ زده کړو لپاره بیا داسی څوک معرفي سوې ده، چې په عامه اداره کي ماسټري لري.
د مخابراتو او ټیکنالوژي لپاره د اقتصاد فارغ التحصل معرفي سوی دی.
د عدلي وزارت لپاره هم د سیاسی علومو لیسانس اود اسلامي علومو لیسانس بیا د کډوالو چارو وزارت ته نوماند سوی دی.
یوازي ددفاع وزارت او کورنیو چارو وزارتونو ته داسی کسان نومول سوي دي، چی په خپله څانګه کي هم تجربه او هم لوړي زده کړي لري، نور اکثره نامزد وزیران داسی دي، چی سړي ته خندا ورسي او دا پوښتنه خامخا ورسره پيدا کیږي، چی داکسان د کوم معیار له مخي غوره سوي او ایا دا کسان په دومره اوږد انتظار ارزېدل؟
د ټولو په یاد دي، چی ولس د یو سالم حکومت لپاره په ډیرو سختو شرایطو کي د سر په بدل د رايي ورکولو صندوقونو ته ولاړل.
دواړو مشرانو هم له ولس سره د ښې حکومتولۍ ژمني وکړې، خو افسوس، چی د یوې داسی کابینې معرفي کول د ولس پر هیلو خاوري واړولې.
ډېری افغانان اوس په دې باور دي، چي له داسی وزیرانو او داسی حکومت څخه به چندان ګټه ترلاسه نه کړي.
خلکو اوس یوازي ولسی جرګې ته د هیلو سترګي نیولي دي.
افغانان په ولسی جرګه کي له خپلو استازو غواړي، چی ددې خاوري د نېکمرغۍ لپاره او د دې خاوري دځپلو اوسیدونکو لپاره ټولي شخصي ارزوګاني ترشا کړي.
هغه نوماند وزیر ته رایه ورکړي، چی په رښتیا سره د هغه د زده کړو او تجربې سره سمه چوکۍ ورته ټاکل سوې وي.
عام افغانان له خپلو استازو همدا یوه هیله لري، چی د یوسالم دولت ديوې ښې کابینې په منلو کي له پوره ملي وجدان څخه کار واخلي.
ژبه، قوم، ولایت او تنظیم په پام کي ونه نیسي، یوازي د مظلوم ولس دیرش کلنو اوښکو، وینو او ژړا ته د پای ټکی ایښوولو لپاره هغه نوماند وزیر ته رایه ورکړي، چی په رښتیا يې د خدمت کولو مصدر وګڼي.
که چیري داسی ونه کړي، نو د راتلونکي غیري مسلکي کابیني په ټولو نادودو کي به د ولسي جرګې استازي سم دم ورسره شریک وي.