عبدالتواب بالاکرزی

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني عبدالتواب بالاکرزی د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وټاکه.

دا په وروستیو دوو ورځو کې دوهم وزیر دی چې د ولسمشر غني له لوري ټاکل کېږي.

تر دې مخکې د یک شبکې خاوند فهیم هاشمي د شهزاد ځاځي پر ځای د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر وګومارل شو او نن د پوهنمل دوکتور نجیب الله خواجه عمري پر ځای بالاکرزی د لوړو زده کړو سرپرست وګومارل شو.

روانه اوونۍ اجرايي رييس او انتخاباتي ټیم یې وړاندیز وکړ چې د جګپوړو چارواکو په ټاکلو کې دې د ولسمشر واک محدود شي خو د ملي یووالي حکومت دې تر انتخاباتو دوام وکړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر فرمان خپور شوی او په هغه کې ویل شوي چې د افغانستان د اساسي قانون د ۱۳ فصل د ۶۴ مادې پر اساس عبدالتواب بالا کرزی د لوړو زده کړو وزیر ګومارل کېږي.

ښاغلی بالاکرزی پخوا د پوهنې وزارت د علمي او مسلکي چارو مرستیال و.

ده لېسه په کابل او لیسانس په کندهار پوهنتون کې لوستي او ماستري یې د اوبو د سرچینو په انجنیرۍ کې د اسیا له ټکنالوژي انستیتیوت څخه ترلاسه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *