تاند- بالکان ته په زرګونو رسېدلي افغان پناه غوښتونکي، چې لوېدیځې اروپا ته د رسېدو لپاره یې په اوونیو اوونیو خطرناک سفرونه کړي، لوږې، تندې او سړې – تودې یې لیدلي، وېره لري چې بېرته به افغانستان ته ولېږل شي.

دوی چې قاچاقبرو ته یې ډېرې پیسې ورکړي، د اروپايي اتحادیې او افغان دولت ترمنځ وروستۍ موافقې نهلیي کړي او فکر کوي چې له یوې خوا یې لوېدیځې اروپا ته د تګ چانس له لاسه ورکړی له بلې خوا بېرېږي چې د بالکان له هیوادونو به هم وایستل شي.

refujeeپه زرګونو افغانان، چې اکثره یې ځوانان، ماشومان او ښځې دي، په سربیا کې دېره دي او له میاشتو میاشتو راهیسي د اروپايي اتحادیې شتمنو هیوادونو ته د تګ د لارو په لټه کې دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې یوه افغان پناه غوښتونکي سلیمان ځاځي نن /پنجشنبه/ وویل چې دوی په افغانستان کې د ځان لپاره هیڅ ښه راتلونکې نه ویني، نو اروپايي اتحادیه باید دوی ورپرېږدي.

اتلس کلن ځاځي وویل«که دوی بېرته واستولو، زموږ زړوه به مات شي.»

له نن /پنشبې/ څخه د ترکیې او بلغاریا ترمنځ د اروپايي اتحادیې یو ځانګړی سرحدي ګارد وګومارل شو چې په مځکه او اوبو کې د اروپا لور ته د پناه غوښتونکو د تېرېدو مخه ونیسي.

2 thoughts on “په بالکان کې افغان پناه غوښتونکي وېره لري چې افغانستان ته به ولېږل شي”
  1. Those are not the poor people who paying $20000 to get out of Afghanistan . Poor people never can get out of the country every body is runing not that they are poor , becuase they are thinking that it paradise in Europe . If some body have 20000 dollar in Afghanistan they can do some kind of business . Those are most sons of mujahidin . They are reptile people.

    1. How can poor afghan go out of the country ? Those people are not poor people who giving or spending $ 20000 to get to the European paradise . They are most son of the war lord . In my Maine it’s very shamefully who taking they are family and going with those criminal who promising them to get them to the Europe . Those people don’t have mural and dignity who putting self and family life in dangerous . Have $ 20000 some body can make normal business in Afghanistan. Sham on those reptile people .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *