بامیان

تاند، شنبه، د دلوې ۵مه: د بامیان ولایتي سرچینې تاییدوي چې ناڅرګندو کسانو په دغه ولایت کې پر یوه پنځلس کلنه نجلۍ جنسي تیری کړی دی.

د بامیانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد رضا یوسفي په ذې اړه تاند ته وایي، دا پیښه پرون د ښار اړوند د دوست بیک فولادي کلي کې شوې ده.

ښاغلي یوسفي زیاته کړه چې د جنسي تېري د قرباني نجلۍ اوسنی حالت ښه دی او له روغتون څخه خپل کور ته لیږدول شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د جنسي تیري د دغې پیښې په تړاو هیڅوک نه دي پیژندل شوي او نه نیول شوي ، خو پولیسو د دوی د نیولو او د قضیې د لا څیړنې لپاره هڅې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم بامیانو کې پر یوه ښځه د جنسي تېري راپور ورکړل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *