تاند، دوشنبه، د قوس ۲۵مه: د بامیانو پوهنتون نن له ۳۴ رشتو څخه ۱۴۸۳ محصلین فارغ کړل.

 د بامیانو والي ظاهر ظهېر په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د بامیان پوهنتون د کیفیت لپاره به ډېر کار وکړي تر څو دا پوهنتون د هېواد په کچه معتبر علمي بنسټ وګرځي.

  نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د بامیان پوهنتون د پراختیايي، توسعوي او ودانیزو چارو ته به هم د ولایتي ادار لخوا خاصه پاملرنه وشي.

 په همدې حال کې محمد محقق هم د بامیان پوهنتون څخه په دومره لوی شمېر د محصلینو د فراغت مبارکي ویلې ده، خو نیوکه یې کړې ده چې د بامیانو د نجونو او هلکانو ښوونځي د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله له امکاناتو بې برخې دي او د پوهنتون محصلین یې په کرایي کورونو او کرایي لیلیو کې خپله تحصیلي دوره بشپړوي.

 بامیان په مرکزي ولایتونو کې راځي چې د امنیت له پلوه هم په لومړنی درجه سیمو کې شمېرل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *