باندي کوټ
Bandicoot
د استرالیا نا بشپړ پیدا کېدونکي ژوي (masupials) دي، ۲۲ ډولونه لري، د پېرامېلیدای کورنۍ (family Peramelidae) غړي دي. باندي کوټ له ۳۰ تر ۸۰ سانتي متره (۱۲ تر ۳۱ انچه) پورې اوږده شته دي چې په دې کې له ۱۰ تر ۳۰ سانتي متره (۴- تر ۱۲ انچه) اوږده لکۍ هم شامله ده. اوربوز یې مخروطي په پای کې نری شوی ده، وروستۍ پښې یې له مخکنیو پښو اوږدې دي، تېره قلمي غاښونه لري، او له شپږ تر لسو پورې تیان لري. د نورو مارسوپیل برعکس باندي کوټ یوه موقتي پله سینتا (placenta) یا په خېټه کې د جنین تغذیه کوونکی غړی لري. (پله سینتا د مور په خېټه کې هغه غړي ته وایي له کوم سره چې د جنین یا نا پیدا شوي کوچني نو نښتی وي او ځان ترې تغذیه کوي). د اومیندوارۍ نېټه یې له ۱۲ تر ۱۵ ورځو پورې ده، له ۲ تر ۶ پورې بچیان زېږوي.
 
باندي کوټ په استرالیا، نیو ګینې، تاسمانیا او ورسره نږدې ټاپو ګانو کې پیدا کیږي. د شپې لخوا ژوند کوي، په ځمکه کې ژوند کوونکي (terrestrial) دي، په ځمکه کې کندې باسي تر څو حشرې د خپل ځان د تغذیه کولو لپاره پیدا کړي، بزګر یې د فصل افت ګڼي، ځینې ډولونه یې ډېر کم پیدا کېدونکي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *