په افغانستان کې يوه ډله هغه ځوانان، چې په انټرنېټ انلاين کار کوي، وروسته له هغې راپاڅېدلي دي، چې د افغانستان نړيوال بانک غواړي د دوى اکاونټونه وتړي.
د يادو ځوانانو په نمايندګۍ رحمت ديوان وويل، چې دوى په انټرنېټ کار کوي او په انټرنېټ ګټلې پېسې بيا د دوى بانکي اکاونټونو ته راځي، خو اوس بانک غواړي چې د دوى اکاونټونه وتړي او هېڅ لامل هم نه ښيي چې ولې يې تړي، که دوى داسې کوي، نو د دې معنا دا ده چې دا بانک په انټرنېټ د انلاين کار کوونکو ځوانانو د کارونو مخه نيسي.
ښاغلي ديوان په فېسبوکپاڼه په يوه ژوندۍ ويډيو کې هم همدې خبرې ته اشاره کړې ده او وايي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې بېکاري زياتېږي، چې زياته برخه يې د ځوانانو ده، له خو تېر يوه کال راهيسې دوى هڅه کوي، چې نوو ځوانانو ته داسې لارې وروښايي، تر څو دوى په خپله ځان ته انلاين کارونه وکړي او پېسې وګټي، چې اوس د دې کارونو مخه هم بانکونه ورته نيسي.
ښاغلى ديوان وايي، افغانستان ته د انلاين پېسو د راتګ يواځينۍ لاره ده او هغه د بانک له لارې پېسې راځي، نو که بانکونو بيا د قانوني پېسو د راتګ مخه نيسي، د دې معنا دا ده چې بانکونه د ځوانانو د کارونو مخه نيسي او د بېکارۍ د زياتېدو لپاره کار کوي، چې دا کار موږ ته په هېڅ حالت د منلو نه دى.