نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد
د اوسمهالې نړۍ په سوداګرۍ کې د بانکونو ارزښت او اهمیت ډېر څرګند دی. بانکونو د راکړې ورکړې په برخه کې ډېرې کړنې اسانه کړي دي، ډېر خدمات وړاندې کوي لکه د پیسو لېږد، د پیسو خوندي کول او سپما کول، د تجارت په مامله کې د منځګړي دنده تر سره کول، پور ورکول… او داسې نور. بانکونه د دې خدماتو د وړاندې کولو په بدل کې ګټه یا سود اخلي. خو له دې ټولو سره سره په دې وروستیو کې بانکونه د یو شمېر ستونزو د زېږولو لامل هم شو چې د بېلګې په توګه یې وروستي مالي بحرانونه یادولی شو. بانکونه هغه چا ته پور ورکوي چې په بدل کې بېرته پور جمع سود ورکړي، قرض حسنه د بانکونو په اجنډا کې نه شته.
بانکونه د هغه چا پور ته ډېر زړه ښه کوي چې د پور په بېرته ادا کولو یې ډاډه وي او د پور د ورکې وېره ورسره نه وي، ځکه خو بانکونه هڅه کوي چې تر ډېره پور حکومت ته ورکړي. د نړۍ د هېوادونو حکومتونه د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره له بانکونو څخه پور اخلي، دغه لګښتونه کېدای شي انکشافي وي یا عادي وي او یا نور، خو چې څومره د حکومت لګښت لوړيږي او له بانکونو ډېر پور اخلي نو بانکونه ورته خوشالیږي. د یوې تازه څېړنې له مخې چې په امریکا کې شوې ده، ښیي چې د ټولنې هغه برخه چې د امریکا جګړو ته خوشالیږي هغه بانکي سکتور دی. کله چې یو هېواد جګړه پیل کړي، لګښتونه یې لوړيږي، د لګښتونو د پوره کولو لپاره حکومت بانکي سکتور ته لاس غځوي. پور ورکول د بانکونو تجارت دی، دوی هڅه کوي څو هغه خلک پیدا کړي چې ډېر پور واخلي.
جنګ او جګړه د پورونو لپاره تر ټولو غوره ماشین دی، جګړه هسې نه کیږي، جګړه زر او زور دواړه غواړي. د نوبل جایزې ګټونکی اقتصاد پوه جوزېپ سټګلټز په ۲۰۰۸کال کې د عراق د جګړې ټول لګښت پنځه تریلیونه ډالر اټکل کړی وو، خو د براون پوهنتون د واټسن انسټیټیوټ د نړیوالو مطالعاتو د څانګې د یوې تازه څېړنې له مخې د سود د لوړې کچې د ادا کولو له مخې به د عراق د جګړې لګښت د شپږ تریلیونه ډالرو څخه واوړي. په جګړو کې د بانکونو رول نوی نه دی بلکې له هماغې ورځې چې بانکونه په نوې بڼه منځ ته راغلي، جګړو کې یې د پام وړ رول لوبولی دی. یو امریکايي پوځي جنرال، سمډلي ډارلنګټن بوټلر، د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه وروسته وویل: “راځئ چې بانکونه له پامه ونه غورځوو چا چې د لويې جګړې مالي ملاتړ وکړ، که څوک په دې جګړه کې سپېڅلې برخه او ګټه لري هغه بانکونه دي” .
مشهوره امریکايي لیکواله او ژورنالسته، نومي پرنس وايي: “هغه څه چې ما د تېرې یوې سليزې د پېښو له مطالعې او د امریکا د هر یو ولسمشر ارشیفونو ته تر لاس رسي وروسته پیدا کړل هغه دا دي چې په هر وخت او هره پېښه کې بانکونه د سپېنې ماڼۍ سره په ثابته اړیکه کې وو. نه یوازې د پولي او مالي تګلارو په اړه، بلکې بانکونو په لومړي او دویم نړیوال جنګ کې او همدا راز په ساړه جنګ کې د مالي ملاتړ له امله پراخه ونډه لرله”. د لومړۍ نړيوالې جګړې په پیل کې د امریکا ولسمشر تومس ووډرو ولسن د ناپېيلتوب تګلاره غوره کړه او پرېکړه یې وکړه چې د جګړې د یو اړخ ملاتړ به هم نه کوي، خو د هغه وخت تر ټولو پیاوړي بانک، مورګن بانک، د امریکا په ولسمشر فشار راووړ او هغه یې وهڅاوه چې له ناپېيلتوبه تېر شي، په لومړۍ نړیواله جګړه کې د متحدو ځواکونو پنځه اویا سلنه مالي لګښت د همدې بانک له خوا برابرېده. د دې لپاره چې امریکا په لومړۍ نړیواله جګړه کې برخه واخلي او د عامو وګړو ذهنیتونه د حکومت له تګلارې سره موافق وساتي، نوموړي بانک د امریکا د پنځه ویشتو مشهورو ورځپاڼو کنترول په بیه واخېست تر څو د جګړې لپاره په کې په خلاص لاس پروپاګند وکړي او امریکایان جګړي ته ورټېل وهي. همدا راز کله چې د نولسمې پېړۍ په شپږمه لسیزه کې ايزن هوور د امریکا ولسمشر شو، دغه مهال کمونېزم او شوروي اتحاد په پوره ځواک کې وو، د نوموړي له امر سره سم هغه هېوادونه چې د کمونیزم د خطر لاندې وو، باید مالي او پوځي ملاتړ یې وشي، هماغه وو چې یو شمېر امریکايي بانکونو د کیوبا او لبنان په څېر هېوادونو کې خپلې څانګې او مرکزونه پرانېستې څو په دې هېوادونو کې د امریکا د حکومت د باندنۍ تګلارې د پلي کېدو په موخه په اسانه مالي ملاتړ وکړي او د شوروي اتحاد د پراخېدو مخه ونيسي.
ځينې څېړنې ښيي چې د راکېفېلر په څېر ځینو ادارو به د جګړې دواړو اړخونو ته مالي ملاتړ برابراوه تر څو جګړه جاري وساتي او اوبه خړې کړي او ماهیان په کې ونيسي. دغسې ادارو به هم د نازي جرمني مالي مرسته کوله او هم د متحدینو، د نورو په شر کې یې خپل خیر لټاوه. په ۱۹۹۹ز کال کې بي بي سي د فرانسې د حکومت د هغه کمیسون په اړه یو راپور خپور کړ چې په دوهمه نړیواله جګړه کې یې د یهودو د بانکي حسابونو په اړه پلټنه کوله، د دې راپور سره سم د امریکا پنځه بانکونو (Chase Manhattan, J.P Morgan, Guaranty Trust Co. of New York, Bank of the City of New York and American Express) د پاریس څانګو په دغه جګړه کې د یهودو نږدې سل بانکي حسابونه نازي جرماني ته سپارلي وو. همدا راز برطانوي اخبار، ګارډین په ۲۰۰۴زکال کې یو راپور خپور کړ چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش(۲۰۰۱-۲۰۰۸) نیکه، پرېسکوټ بوش، په هغه کمپنۍ کې ډاېرېکټر او ونډه لرونکی وو کومې چې په دوهمه نړیواله جګړه کې په پټه د نازیزم مالي ملاتړ کاوه، ګارډین دغه خبره په هماغه وخت کې د امریکا د ملي ارشیف څخه د تر لاسه شوي سند په بنیاد کوي، راپور وایي، په ۱۹۴۲ز کال کې چې کله د نوموړې کمپنۍ دا کار افشا شو نو ټول شته او جایداد یې ضبط شول.
د یوویشتمې پېړۍ په جګړو کې هم بانکونه له جګړو لېرې او بې طرفه نه دي، په خلاص لاس د امریکا حکومت ته پورونه ورکوي او په بدل کې ترې سود غواړي. پور ورکول او په بدل کې پور جمع سود اخیستل د بانکونو اصلي تجارت دی، دوی هېڅکله هم خپله پانګونه نه کوي، څومره چې جګړې اوږدیږي هغومره د بانکونو پورونه ډېريږي. د معاصر اقتصاد پلار ادم سمېت وايي هغه جګړې چې لګښتونه یې د بانکونو له خوا ورکړل شي، د اوږد مهال په لور درومي. داسې جګړې ډېرې اقتصادي او ټولنیزې بدمرغۍ منځ ته راوړي. تازه مالي بحرانونه، په اروپا کې بې شمېره بانکونو دیوالي کېدل او د مراجعه کوونکو د غوښتنو په مهال ورته منفي ځواب ویل، د وال سټريټ مظاهرې… هغه ستونزې دي چې د یوویشتمې پېړۍ جګړو یې تر شا غټه برخه لرلې ده.
مننه كرانه وروره شه مالومات ول كه اقتصادي جارو كي بوهه لري دي باندي بحث له علمي نظره وكره سو دطلاوارزشت سنكه د ملك اقتصاد سمبالوي او د يوه ملك د بيسو ارزشت تعينوي.