مورخین لیکې چې د کاغذي پیسو یا بانکنوټونو تر جوړیدو له مخه به انسانانو د خپلو راکړو ورکړو لپاره د (Barter) سیستم یعنې د جنس په جنس تبادلې له طریقې استفاده کوله. بارټر یا بارتري هغه سیستم و چې اجناس پکې په مستقیم ډول له یو بل سره تبادله کیدل. د مثال په ډول د غنمو تبادله له جوارو سره او د جوارو تبادله له وربشو سره په همدې بڼه ټول اجناس به د یو بل مقابل کې تبادله کیدل، چې همدې سیستم ته د بارټر یا د جنس په جنس د تبادلې سیستم ویل کیږي. همدا راز د اجناسو ترڅنګ ځینې ناویات (نادر) څیزونه لکه د حیواناتو پوټکي، د فیل غاښونه او داسې نورو شیانو څخه هم د ارزښت په توګه استفاده کیدله او په همدې شکل د جنس په جنس تبادلې ترڅنګ د انسانانو د لاسته راړنو ارزښت هم د اجناسو په واسطه ټاکل کیده، د مثال په ډول که یو مزدور به کار کاوه د هغه مزد به په اجناسو ورکول کیده لکه غنم، جوار، اوربشې او داسي نور…
عموماً په بارټر سیستم کې یو لړ ستونزې منځ ته راتلې، لکه د اجناسو د حمل او نقل لپاره د وسایلو نشتوالی، همدا راز د ځینو اجناسو په هکله د میل نشتوالی، د مثال په ډول که یو کس به غوښتل چې خپلې وربشې له جوارو سره تبادله کړي؛ نو تر ټولو لومړی بازار ته د وربشو د انتقال مشکل بیا له هغه وروسته په بازار کې د یو داسې کس پیدا کول چې وغواړي خپل جوار له وربشو سره تبادله کړي. له هغې وروسته مقابل لوري سره د معاملې پر جزیاتو موافقه کول چې څومره جوار دې له څومره وربشو سره تبادله شي. د همدغو ستونزو له امله خلک اړ شول ترڅو د یو ارزښتناک جنس په اړه فکر وکړي. نو ځکه فلزات کشف شول او د لومړي ځل لپاره تقریباً له میلاده ۶۵۰ کاله وړاندې د (Lydia) پاچا (Alyattes) لخوا د سرو او سپینو زرو یوه مرکبه سکه جوړه شوه، چې وروسته په همدي بڼه ورو ورو د نړۍ سوداګریزې معاملې له بارټر سیستم څخه سکو ته را واوښتې.
له سکو وروسته په چین کې د لومړي ځل لپاره کاغذ اختراع شو. چین د کاغذ د مخترع په توګه له دې پدیدې د لومړي ځل لپاره استفاده وکړه، چې وروسته تقریباً په اوومه میلادي پیړۍ کې د فلزي پیسو د حمل و نقل پر ستونزه د برلاسي په موخه د چین د امپراتورۍ لخوا کاغذي پیسې جوړې شوي. حال دا چې کاغذي پیسې تر دغه وخته یوازې د چین د امپراتورۍ په کورنیو سوداګریزو معاملو کې کارول کېدې؛ خو تر یوولسمې پیړۍ په پوره ډول نه وې راښکاره شوې. له یوولسمې میلادي پیړۍ وروسته د مغلي امپراتورۍ لخوا کاغذي پیسې ډېرې خپرې شوې. کاغذي پيسې هغه مهال له چین څخه بهر نړۍ ته لا معرفي شوې، کله چې چنګیزخان په دریالسمه میلادي پېړۍ کې د نورې نړۍ هېوادونه ونیول او خپله واکمني يې پرې حاکمه کړه. همدا راز په دیارلسمه پیړۍ کې یوه اروپایي سپړونکي مارکوپولو د کاغذي پیسو دغه نظریه تر اروپا ورسوله؛ خو ویل کیږي، چې اروپا کې د کاغذي پیسو په څیر پدیدې د کاغذ له اختراع وړاندې هم دود وې، چې د حیواناتو له پوټکي څخه به یې یوه ټوټه جلا کوله او د ټول پوټکي د نمونې په توګه به ترې کار اخیستل کیده.
د کاغذي پیسو تر اختراع وروسته هم اروپایانو تر پیړیو پیړیو پورې له سکو استفاده کوله؛ خو د وخت په تیریدو سره د انسانانو ژوند ورځ په ورځ پیچلی اواړتیاوې يې ډیرې شوې، لکه څرنګه چې له یو ځای څخه بل ځای ته د ډیرو سکو لېږد ستونزمن و او له بلې خوا خلکو سره د غلو او لار شکوونکو ویره هم پیدا شوه، نو له همدې امله هرچا خپلې اضافي سکې او طلاوي له باوري زرګرانو سره د امانت په توګه ایښودلې او زرګرانو به په مقابل کې یو ضمانت خط ورکاوه ترڅو د غوښتنې په وخت کې خپل امانت له زرګرانو څخه ترلاسه کړي. د وخت په تیریدو سره خلک له دې ضمانت خطونو سره عادي شول او حتا د زرګرانو دغو خطونو د خلکو دومره باور ترلاسه کړ چې په خپلو معاملاتو کې یې ورڅخه د پیسو په بڼه استفاده شروع کړه، چې همدغه د کاغذي پیسو پیل و. په تدریجي ډول سره ورځ په ورځ د سکو استعمال کم شو، هر چا به خپلې سکې او طلاوي له زرګرانو سره ایښودلې او په مقابل کې به یې له زرګرانو څخه یو څو سپک کاغذونه ترلاسه کول، چې بیا یې د سکو پرځای په همدې ضمانت خطونو خپل معاملات پرمخ بیول. ډیر کم ځله به داسې پیښیدل چې څوک دې له زرګرانو څخه خپلې سکي او طلاوي راواخلې، هماغه وو چې له زرګرانو سره پریمانه او اضافي سکې ذخیره کیدلې، چې وروسته زرګرانو له دغو اضافي سکو څخه پور ورکول هم شروع کړل، بلاخره د زرګرانو پرځای دغه ضمانت خطونه د حکومت لخوا په رسمي توګه چاپ شول. د یادولو وړ ده، چې د حکومت هغه مهال دغې اقتصادي معاملې ته ورپام شول، چې کله د خلکو او زرګرانو ترمنځ د طلاوو او سکو او په مقابل کې د ضمانت خط ارزښت زیات شو، نو دا چاره یې په خپل لاس کې له لا رسمي لارو چارو سره ونیوه؛ نو د حکومت له خوا دغو چاپو شوو ضمانت خطونو د کاغذي پیسو ځای ونیو او د زرګرۍ دوکانونو د اوسني عصر د بانکونو بڼه غوره کړه چې همدغه د بانک د جوړیدلو پیل و.
اوس په نړۍ کې له یوې خوا د ټکنالوژۍ بې سارې پرمختګ او له بلې خوا بیا د همدې ټکنالوژيکي ودې پر بنسټ د اقتصادي نړیوالتوب د چټکتیا له امله ویل کېږي، چې کاغذي پیسې په ( Digital Money) ډیجیټل پيسو بدلېږي. د بېلګې په ډول اوس کریډیټ کارډونه په اقتصادي معاملو کې په ډېرې اسانۍ د پیسو په بڼه کارول کېږي، چې همدا د ډیجیټل پيسو پر لور یو چټک خوځښت دی. د پيسو د منځ ته راتګ او تر نننۍ بڼې د رارسېدو سفر له بارټر سیسټم څخه په سکو، بیا په کاغذي پيسو او دا دی اوس په ډیجیټل پيسو بدلېږي. دغه بدلونونه هر یو په خپل پړاو کې زیانونه او ګټې لري. کېدای شي په دې اړه مفصله څېړنه وشي، چې په راتلونکي کې پيسې په ډیجیټل بدلېږي کومې ګټې او زیانونه به ولري.
……..
د لیکوال په اړه:
حشمت الله عتید، اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون، د اسلامي بانکدارۍ په څانګه کې د ماسترۍ د دورې تیزیس لیکونکی.