د ټاکنو کميسيون له جديت سره څومره لوبې کيداى شي ؟
ملي باور داسې اسناد ترلاسه کړي چې په ځينو ولايتونو کې دولايتي شوراګانو لپاره نالوستي نوماندان دهغو ولايتونو له پوهنې رياستونو د دولسم ټولګي بې موسمه سندونه ترلاسه کوي ، که څه هم په تيرو دورو کې دټاکنو کميسيون دنالوستو نوماندانو لپاره کوم بريد نه درلوده نو ځکه خو د ډيرو شوراګانو غړوته الف ب ليکل خورا سخت کار ښکاريده ،خو دا وار لږترلږه د دولسم ټولګي زده کړې دولايتي شورا د نوماند لپاره شرط ايښودل شوى.
د ولايتي شوراګانو دتيرو دورو غړي او يو شمير هغه چې غواړي راتلونکو ټاکنو ته تازه راووځي خو نالوستي دي ، د ټاکنو دخپلواک کميسيون دسواد شرط لپاره په هوښيارو لارو کارپيل کړى . ملي باور ته له کندوز، کونړ ، ننګرهار او يو شميرنورو شمالي اوسويلي ولايتونو داسې رپوټونه رسيدلي چې له مخې يې ديادو ولايتونو دپوهنې چارواکو له نالوستو نوماندانو سره د دغه شرط دپوره کولو لپاره مرسته کړې او هغوى يې له دولسم ټولګيو فارغ کړي او سندونه يې ورته جوړ کړي . داسې رپوټونه هم دي چې ، په ځينو ولايتونو کې له دارالمعليمين نه هم په دې ډول خلک فارغ شوي دي. باوري سرچينې وايي ځينو نالوستو نوماندانو ته د رياضي په څير مضمون کې ٩٩ نمرې ورکړل شويدي . په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون محصل قريب الرحمن شهاب وايي(( پنځلس کاله مې زده کړې کړي خو کله مې په رياضي کې له ٩٠ ډيرې نومرې نه دي وړي، نو څنګه يوه بې سواده ته دومره لوړې نومرې ورکوي ؟ دا ډيره بربنډه رسوايي ده ، د دروغجن حافظه کمزوري وي ))
د ډيرو نظر دادى چې دا له لوستو نوماندانو سره يوه جفا ده او که له يوې خوا دپوهنې په چوکاټ کې دا ډول ناقانوني شوې ، بل لورته دټاکنو له قانون سره هم ډغره وهل دي .
خو دپوهنې وزارت دنشراتو ريس کبير حقمل له باور سره په خبرو کې دغه رپوټ رد کړ او ويي ويل چې په هيڅ ولايت کې داسې نه دي شوي چې چاته دې جعلي اسناد جوړشي او يادې څوک بې له قانوني مراحلو فارغ شي او سند دې ورکړل شي . حقمل دا يوه تشه اوازه بولي خودملي باور د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چيرې داسې شوي وي او اسناد په ډاګه شي بيا؟ دپوهنې وزارت دنشراتو ريس وويل ((که هرچيرې داسې کوم سند پيدا کړي څيړنې به وکړي او عاملين به يې سزا وګوري))
خو په ټوله کې ويره داده چې د ټاکنو دخپلواک کميسيون له لوري وضع شوو قوانينوته به په راروانو ټاکنو څوک هم پام ونه کړي ځکه چې په تيرو ټاکنو کې هم ناقانونۍ ډيرې وې ، دټاکنو دخپلواک کميسون د دارلانشا مشر ضياالحق امرخيل وايي دا ځل په جدي ډول دنوماندۍ لپاره ايښودل شوي شرايط څاري او څوک به ناغړيو ته پرې نږدي .
پخوا تردې دټاکنو لپاره په نوماندۍ يوه لويه نيوکه دا وه چې د نوماندانو لپاره دسواد کوم شرط نشته ، له همدې امله شتمن کسان هڅه کوي چې که نالوستي هم وي ځانونه نوماند کړي خو که چيرې دغه دجعلي سندونو خبره سمه وخيژي دټاکنو د خپلواک کميسيون جديت به وننګول شي .