ژباړه محمداکبر حقمل کېدای شي د ذهن له قوانینو څخه تر ټولو غوره قانون «د باور قانون» وي. دا قانون وایي، چې په هر څه باندې باور لرئ همغه به په ریښتیا درته بدل شي. تاسو هرڅه، چې وینئ په هغه باندې باور نه پیدا کوئ اما هغه څه وینئ په کوم څه، چې باور لرئ. په حقیقت کې د باورونو په عینکو کې باورونه، د تعصب نظر وړاندې کونې او د ځان په اړه خپل مخکیني قضاوتونه وینئ. تاسو هغه څوک نه یاستئ، چې ځان یو ډېر غوره کس وانګېرئ، بلکه تاسو په حقیقت کې هغه څوک یاست په کوم، چې پخپله باور لرئ. «امثال سلیمان» په نامه کتاب کې د انسان په اړه لیکل شوي دي؛ (هر کس هغه څوک یا هغه ډول دی کوم ډول یې چې په زړه کې تېرېږي). یعنې ستاسو بهرنی رفتار تل ستاسو د زړه د رازونو ښودنه کوي. همدا راز حضرت مسیح هم ویلي، چې ټول څیزونه ستاسو د ایمان پر بنسټ تاسو ته پېښېږي. په حقیقت کې هغه همدارنګه وایي؛ ستاسو د زړه باورونه به حتمي تاسو ته په ریښتیا بدل شي. دا ستاسو باورنه دي، چې تاسو ته له هغوی سره سم پېښې در پېښوي. د هاروارډ پوهنتون استاد «ویلیم جمیز» وایي په ۱۹۰۵ کال کې ویلي دي: (باورونه حقیقتونه جوړوي) او ویې ویل: چې زموږ د نسل تر ټولو ستر انقلاب دا موندنه ده، چې ټول وګړي کولای شي په خپلو بهرنیو لیدنو باندې خپلې دننه څانګې په خپل لاس بدلې کړي. که مو باور مثبت وي، نو ضرور به یې پایله هم مثبته وګورئ. او که مو باور منفي وي، نو پایله به یې ضرور منفي وګورئ. د مغز شبکه یي قشر مو په کار واچوئ! هر انسان په خپل مغز کې د (شبکه یي قشر) په نوم یوه برخه لري. دا برخه د یوې وړوکې ګوتې په څېر، د یوې ادارې د تلفنخانې په شکل کار کړي. همغه ډول لکه څنګه، چې یوه تلفنخانه بهرنۍ اړیکې کورني مرکز سره ټینګوي، دا قشر هم ستاسو ټول پیغامونه له حواسو څخه د همدې شبکه یي قشر په واسیطه په مغز کې ټولو اړوندو څانګو ته هدایت کوي او لېږدوي یې. هر وخت، چې ستاسو شبکه یي قشر د موخو په اړه پیغام ترلاسه کړي نو ډېر ژر د وګړو، معلوماتو او فرصتونو په اړه تاسو هوښیاروي ترڅو له تاسو سره موخو ته په رسېدو کې مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *