بیروبار و، لاره بنده شوه. د بس شیشو خولې کړې وې. ما پر شیشې ګوتې تیرې کړې چې بهر وګورم. احسان لاحول کړل، دباندې یو هلک او یوه نجلۍ غاړه په غاړه وو. احسان پر ږیره لاس تیر کړ:
-اوس ته دې بې حیایي ته ګوره خو چې څه کوئ په خپل کور کې یې کوئ
-څه یې کوې پریږده یې
احسان زما مخې ته لاس وغځاوه او په لستوڼي یې شیشه پاکه کړه:
-انډیواله په دې اروپا کې ډیر بدل شوی یې، خدای دې زما ایمان ته خیر کړي
-زما مطلب دا و چې دا شاوخوا ناست کسان پوهیږي مه پکې غږیږه مخکې دې هم لاحول ډير په لوړ غږ وکړ
– خلک دې پوه شي د هرچا خپل کار
-زه هم دغه وایم د دوی یې خپل کار زموږ یې خپل کار
احسان شیشه پر رغوي وموښله:
-ته ورته ګوره اوس سره ښکلوي
موټر وخوځیده. ما ورته وویل:
– ته لږ در هاخوا شه په عذاب شوم
احسان د شیشې لور ته شاته مخ واړاوه:
-په خدای چې په دې تیز باران یې هم چرت نه دی خراب لا سره غاړه په غاړه دي.
موبایل ته مې وکتل:
-ناوخته شو
-څه عجله دې ده هاغه ده بس روان شو د موټروان هم داسې بیړه ده خو ورو ورو ځه.
ماته خندا راغله. احسان ږیره وګیروله:
ـ ټکر یې نه کړي، احتیاط ښه دی.
پای