له پټو زندانونو د بهرنيانو موخې څه دي؟
له ٢٠٠١ زېږديز کال نه را وروسته په افغانستان کې نړيوالو بهرنيو ځواکونو په ځانګړي ډول امريکايانو د خپلو وسله والو مخالفينو د نيولو او ساتلو لپاره ګڼ داسې زندانونه او توقيف ځايونه رامنځته کړل، چې تر وروستيو کلونو پورې يې چاته پته نه وه او کيسې يې کله کله له هغو خوشي شوو زندانيانو اورېدل کېدې، چې د افغانستان دننه او بهر به له دې زندانونو څخه خوشي شوي وو. د افغانستان په دننه بګرام او په بهر کې ګوانټانامو هغه دوه زندانونه دي، چې امريکا د القاعدې ګڼ شمېر غړي او افغان طالبان په کې له څو کلونو راهيسې په بد حالت کې بنديان کړي دي، ددوى پر وينا، چې له بربنډولو نيولې، نيولې تر هر ډول شکنجو او سپيانو داړلو پورې ربړول شوي او انساني کرامت ته يې سپکاوى شوى دى.
د امريکا او ورسره همکارې پوځي ټلوالې دا کيسې داسې وخت را برسېره کېږي، چې خپله افغانستان حکومت هم د زندانونو له اړخه ښه نوم نه لري، خپله د افغانستان له سترو زندانونو څخه هم په بيا بيا شکايت شوى او د شکنجو، ربړونو، بې خوبۍ او حتى خسي کولو پورونه راپورونه ترې په تېر کې ورکړل شوي دي.
خپله د بهرنيو ځواکونو په ځانګړي ډول امريکايانو د پټو زندانونو او توقيف ځايونو په اړه تازه معلومات همدا تېره ورځ د يوې امريکايي خپلواکې ادارې ځانګړي راپور را برسېره کړل او هغه هېواد يې وننګاوه، چې خپلې پوځې مبارزې ته يې د بشري حقونو، ازادۍ او ديموکراسۍ د تحقق نوم ورکړى دى.
ددې خپاره شوي رپوټ مهم ټکى دادى، چې د زندانونو له موظفينو پرته د زندانونو او توقيف ځايونو طبي کارکوونکي د زندانيانو سره په ناوړه چلند ګرم بلل شوي، د امريکا دفاع وزارت پینټاگون او څارګرې ادارې سي آی اې د شکمنو ترهگرو په شکنجه کولو او له هغوی سره د ناوړه چلند په ډېرو پیښو کې له ډاکټرانو او نرسانو څخه په گټه اخیستلو تورن شوي دي. دغه تور د ۲۰ تنو طبي او حقوقي کارپوهانو په یوه څېړنه کې پورې شوی دی.
دغه رپوټ «د روغتیا او پرانیستې ټولني انستیتوت» له لوري همدا روانه اونۍ دوشنبه خپور شو او په کې راغلي دي، چې د پوځي او څارګرو ادارو د فشار له امله روغتیا پالو د بندیانو پر وړاندي شکنجه، غير انساني اعمال او ناوړه کړنې تر سره کړې او يايې همکاري په کې کړې ده.
يادې ټولنې د یوې پروژې له پاره د روغتیا، اخلاقو، حقوقو او پوځي چارو کارپوهانو د دوو کلونو په موده کې دغه موضوع څېړلې ده. دغه کارپوهان یو لړ سختو موندنو ته رسیدلي دي او هغه دا چې په گوانتانامو، افغانستان او د سي آی اې په نورو پټو زندانونو کې ډاکتران او نرسان په زندانونو کې دداسې روشونو په کړنه تورن کړي، چې د بنديانو لپاره د سخت درد او ځور سبب ګرځېدلي دي.
په ياد شوي راپور کې د امریکا متحده ایالاتو د سنا له استخباراتي جرگه گۍ څخه هم غوښتنه شوې ده چې په زندانونو کې د طبي چال چلند په اړه بشپړه څېړنه وکړي. د دغه رپوټ لیکوالانو پېنټاگون او سي آی اې ته وړانديز کړی دی، چې طبي پرسونل دې ته اړ نه باسي چې خپل اخلاقي اصول تر پښو لاندې کړي.
ددې ترڅنګ څلور کاله وړاندې په ۲۰۰۹م کال کې هم د بشري حقونو د ډاکټرانو يوې ډلې ورته تورونه لګولي وو. ددې راپور له مخې ډاکټران اړ وېستل شوي وو، چې د سي آی اې د پوښتنو گرویږنو تخنیک په دې مقصد تر پلټنې لاندې ونیسي، چې هغه اغېزناک وگرځي. خو بل د امریکا متحده ایالاتو څارګرې ادارې سي آی اې او دفاع وزارت د کارپوهانو دغه رپوټ بې له دې چي د هغوی موندي په بشپړه توګه رد کړي او هغه يې نا کره او نا سم بللی دی
په راپورکې راغلي، چې د کیوبا ګوانتانامو او افغانستان بګرام امریکايي زندانونو او د سي ای اې پټو توقیف ځایونو کې دغه سرغړونې په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ تر بریدونو وروسته رامنځ ته شوې. په دې څېړنيز راپور کې د ډاکترانو او نرسانو په اړه څرګنده شوې، چې بندیان په اوبو کې په ډوبولو ګواښل شوي، ددې ترڅنګ ګومارل شوې طبي ډلې د ګوانتاناموهغو بندیانو ته، چې د ناسمو شرايطو په سبب يې د نه خوړلو اعتصاب کړى و، په زور خواړه ورکړي دي.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له دې جنايت څخه هغه مهال پرده شوه، چې کله په ٢٠٠٤ کال کې يو امريکايي سرتېرى په کابل کې د شخصي زندان په درلودلو تورن او وروسته پرې ثابته شوه، چې ده د خپلو افغان ژباړونکو همکارانو په مرسته همداسې يو زندان جوړ کړى و، دې موضوع ان له هغه وخت نه تر اوسه پورې د افغانستان او متحده ايالاتو د اړيکو په خرابوالي کې رول لوبولى،د عامو افغانانو د غوسې ترڅنګ کې يې د دواړو لورو تر منځ بدبيني او بې باوري زياته کړې ده.
شننونکي په دې اند دي، چې امريکا غواړي له دې لارې خپلې موخې تر لاسه او له بلې خوا په القاعده، طالبانو او خپلو نورو وسله والو مخالفينو خپله وېره وساتي او مطلوب معلومات ترې پرته له دې چې کوم قضايي او عدلي اصول په کې مرعات شي تر لاسه کړي.
باور ورځپاڼه