د تکراري څېرو ادلون بدلون ستونزه حل کولى شي؟
د ولسمشرکرزي ترمشرۍ لاندې افغان حکومت په تېره يوه لسيزه کې د څو ځانګړو سياسي او سولېدلو څېرو په واک کې دى، چې د يوه اېتلافي او مصلحتي حکومت په څېر په خورا تنګه او تکراري اډانه کې کار کوي. شننونکي هم دا دافغان حکومت له سترو کمزوريو ګڼي، چې ولې يې په دې لسيزه که ونه شو کړى، چې ضوابطو ته په راوبطو برتري ورکړي او په کار پوهې مسلکي څېرې د اصلاحاتو او سمون په موخه دغه ډګر ته را وباسي.
راتلونکو ولسمشرټاکنو ته د نوماندۍ په موخه د اوسني حکومت ځينو لوړ پوړو چارواکيو هم خپلې څوکۍ پرېښودې، يا د نوماندانو او ياهم د هغوى د مرستيالانو په توګه په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه را وړاندې شول. په دې څېرو کې د ولسي جرګې د يو شمېر غړو سربېره د بهرنيو چارو، سوداګرۍ، اوبو او برېښنا او کانونو وزيرانو، افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دلېږد کميسيون مشر، له ادارې فساد سره د مبارزې ادارې رييس او دوو واليانو خپلې څوکۍ له لاسه ورکړي. که څه هم له دې ډلې يې د سوداګرۍ وزير ښاغلي انور الحق احدي د ټاکنو کميسيون له خوا اعلان شوي مقدماتي لېست ته لاره ونه مونده.
ددې چارواکيو تر استعفا وروسته د وزارتونو تر کچې ګڼې حکومتي څوکۍ تشې شوې، تمه کېده، چې افغان حکومت به تشو څوکيو ته نوې څېرې ور وپېژني او تشې څوکۍ به تر پخوا په ښه ډول سمبال کړي، خو ښکاري، چې د نوو څېرو په ورپېژندلو کې د خلکو دا تمه تر ډېره پر ځاى نه شوه او يو ځل بيا پخوانۍ لوبه تکرار شوه او د سمون او اهيت د اصل پر ځاى د ادلون بدلون له پاليسۍ نه کار واخيستل شو.
د سياسي چارو ځينې شننونکي په دې اند دي، چې د ولسمشر حامد کرزي له خوا پنځو وزارتونو ته وروستي ور پېژندل شوي کانديد وزيران، وړ او مناسب کسان نه دي، دوی وايي چې ښاغلي کرزي ددې کسانو په ټاکل کېدو کې د وړتيا او معيار پر ځای شخصي اړيکې په پام کې نيولي او ور پېژندنه يې له ځينو سياسي مسايلو او محصلت سره تړل شوې ده.
د ولسمشر حامد کرزي د وروستيو فرمانونو پر بنسټ، د نشه يي توکو سره د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل د بهرنيو چارو د سرپرست په توګه، عارف نورزی د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست په توګه؛ شاکر کارګر د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په توګه، اکبر بارکزی د کانونو او پطروليم وزارت د سرپرست په توګه او د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستيال مبارز راشدي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د سرپرست په توګه پېژندل شوي دي.
د نوو ورپېژندل شوو کسانو د وړتيا او مسلکي اهيت په اړه ګڼې پوښتنې موجودې دي، شننوونکى او پخوانى د يپلومات عبدالرحمن مايار له دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست کانديد وزير ضرار احمد مقبل په اړه وايي، چې نوموړى هېڅ ديپلوماتيکي تجربه نه لري، دده پر وينا، يو څوک چې يوازې د کمې مودې لپاره يې د خپل هېواد په سفارت کې د سکرتر په توګه کار کړى وي څنګه به دبهرنيو چارو کليدي وزارت سمبال کړي، ښاغلي مايار په دې اړه له ملي باور سره په خبرو کې زياته کړه:((مقبل لوړې زده کړې نه لري، په انګليسي نه پوهېږي، پوهنتون يې نيمايي کې پرېښى، دى ښاغلى فهيم ته نږدې کس دى، په مقررۍ کې يې دهغه رول دى، داسې يو کس به څنګه دهېواد بهرنۍ پاليسي سمبال کړي، چې هېواد له سختو بحراني حالاتو تېرېږي، افغانستان په داسې حالاتو کې يوه پوه او مدبر خارجه وزير ته اړتيا درلوده، خو په تاسف چې داسې ونه شول، نه پوهېږم چې حکومت ولې د قحط الرجال له ستونزې سره مخ دى؟))
په ولسمشرکرزي له پخوا نه يو تور دا و، چې نوموړى غواړي د خپل واک په وروستيو مياشتو کې د خپل حکومت په کليدي پوستونو کې د خپلې خوښې او ده ته نږدې کسان ټاکي، څو په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې ترې د خپلې خوښې د نوماند د برياليتوب ته کار واخلي، پخوانى ديپلومات او د د ملي دفاع وزارت پخوانى کارکوونکى او د سياسي چارو کار پوه عبدالصمد وردګ هم ورته نظر لري. نوموړي په دې اړه ملي باور ته وويل:((ولسمشر کرزى پوهېږي، چې وروسته له دې په واک کې نه شي پاتې کېدى، له همدې امله غواړي،کليدي پوستونو ته داسې کسان راولي، چې دده په خوښه کار وکړي، د کورنيو چارو وزير په توګه د هغه د دفتر د پخواني رييس عمر داوودزى او ملي امنيت سرپرست رييس ټاکل د همدې موخې لپاره دي، له بلې خوا غواړي ولس ته ځان وښيي، چې په اداره کې يې د اصلاحاتو او سمون موضوع له پامه نه ده غورځولې .))
ښاغلي صمد وړاندې زياته کړه: ولسمشر کرزى په تېره يوه لسيزه کې څو تکراري څېرې اړوي را اړوي، کله يې يوه او کله بل وزارت ته استوي، دا ټول په ډاګه کوي، چې مقررۍ د مصلحت او سياسي ملحوظاتو له مخې کېږي کنه د کلتور وزارت نشرات معين چرته او په نشه يي توکو سره مبارزه چېرته! د اوبو او برېښنا او سوداګرۍ وزارتونه يې هم همداسې در واخله ، دوى که ولسي جرګه ومني او که نه ، خو د ولسمشر کرزي اراده يې څرګنه کړه، زه نه پوهېږم، په افغانستان کې خو لا خو قحط الرجال نه دى راغلى، په هېواد داخل او خارج کې ګڼ علمي او مسلکي کدرونه لرو، خو ښکاري، چې حکومت ته يې لاره موندل د اوسنيو چارواکيو په د واک پرمهال څه اسانه خبره نه ده.
تمه ده، چې نوي معرفي شوي پېژندل شوي چارواکي به ډېر ژر ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستنې ته ور وپېژندل شي ، خو دا لا هم نا معلومه ده، چې ياد شوي چارواکي به له ولسي جرګې څخه د باور رایه واخلي او که نه، خو دا انديښنه داده، چې ولسمشر کرزى به ونه غواړي، چې دواک په لنډه موده کې ددوى د رد په صورت کې نور کسان ولسي جرګې ته ور وپېژني، بلکې تر راتلونکي حکومت پورې به د سرپرستو وزيرانو په توګه پاتې وي.