ايا پوهېږی چې باورونه مو پر ژوند مستقيم اغېز لري؟ که پر يو څه د زړه له تله باور ولری، نو لرې نه ده چې له همغه څه سره به مخ شی. فرض کړئ، که یو څوک درته ووايي، چې وزن مو بېخي ډېر شوی دی. تاسو به تر هغو د دې خبرې تر اغېز لاندې را نه شی چې همدا خبره مو د زړه تل ته ښکته نه شي.
يا دا چې که د نړۍ ټول خلک درته وايي، چې په خپلو کارونو کې بريالي ياست، خو خپله په دې بارو ونه لری چې بريالي ياست، هېڅکله به لاسته راوړنې ونه لری.
نو د دې لپاره چې خپلو هیلو ته ورسېږی، لومړی پر خپلو وړتیاوو باور وکړئ. مکسوېل مالټز هغه څوک دی چې د تصور په اړه يې ډېرې تجربې کړې دي. هغه وایي که یو څوک د پزې د ښایست لپاره پلاستیکي جراحي وکړي او پزه یې په ښکلې بڼه جوړه شي، خو دا چې په ذهن کې یې د پزې پخوانی تصویر پروت دی، دا نه شي منلی چې پزه یې ښایسته شوې ده. مالتز وایي د ډاکترانو اصلي دنده د خپلو ناروغانو د ذهنیتونو بدلول دي. نو تل مثبت فکر وکړئ او که غواړی چې خپلو موخو ته په اسانۍ سره ورسېږی پر خپلو پرېکړو او وړتياوو باور ولری.