لاندې ویدیو لري.
تاند- د برازیل په رودیو جینیرو کې د مخدرو موادو لوی کاروباري (دي سیلفا) په دې چل غوښتل چې له محبسه وتښتي.
ده د خپلې لور جامې واغوستې، لور یې په محبس کې پټه شوه. په داسې حال کې چې له خپلوانو سره د ملاقات وخت و، ده غوښتل چې له زندانه ووځي خو پولیس د ده پر مشکوکو حرکاتو شک وکړ او ویې دراوه.
۷ تنه نور، چې یوه اومیندواره ښځه یې هم په منځ کې وه، ملاقات ته ورغلي وو او پولیس شک لري چې هغوی به هم د دغه جنایتکار د خلاصون په ناکامه هڅه کې لاس ولري.
پولیس وايي، ممکن هغې ښځې، چې ظاهراً اومیندواره وه، تر کمیس لاندې ماسک او نور شیان پټ کړي وو.