په سياست کې قوميت ملي يووالې ته ګواښ نه دى؟
په افغانستان کې دقوم اومذهب په نوم د تربګنيو اور ته لمن وهل نوې خبره نه ده، په تېره موده کې هم بهرنيو استخبارتي شبکو په همدې ټکي دافغان وژنې لپاره طرحې جوړې کړې.
دا مهال ترډېره دقومونو استازي هغه څېرې ګڼل کېږي، چې د ولس له خوا نه بلکې دبهرنيانو له لوري پر قومونو د مشرۍ په نوم ورتپل شوې دي .
شنونکي وايي، نړيواله پوځي ټلواله هم له دغو تجربو کار اخستى او غواړي په دې سره افغانستان دويش له ګواښ سره مخ کړي ولسمشرۍ ته د نوماند دمرستيالۍ اصل هم دا ډول هڅه ده .
شنونکي په دې باوردي چې په نظام کې دقومي ترکيب مخې ته کول دافغانستان دتجزيې او ملي بنسټونو له منځه وړل دي، د دوى په خبره دغه چاره د بن له لومړني کنفرانسه تر ننه پرلپسې تکرايږي.
د کابل پوهنتون پخوانى استاد روستار ترکى وايي:((نړيوال نظامي ايتلاف همدا غوښتل چې قومونه دملي يوالي دبې ثباته کولو لپاره ورياد کړي په ملي سرود کې دقومونو ديادولو موضوع هم همدغه هڅه وه همداسې په اساسي قانون کې د ډيرو قومونو يادول هم د دې لپاره و چې لږکي دملت په وړاندې ودروي ))
خو قوميت يوازې تر اساسي قانون اوملي سروده پاتې نه شو، په ټاکنيزو منډو ترو کې هم دا ټکى له پامه نه دى غورځېدلى او مرستيالان د نوماندانو له لوري د قوميت پر بنسټ ټاکل کيږي نوماندان په دې هڅه کې وي که پښتون وي بايد هزاره يا تاجک او که تاجک وي پښتون او هزاره به خپل مرستيالان ټاکي په روانو هلوځلو کې هم دغه رنګ تر سترګو کېږي.
افغان خبريال روح الله انوري وايي د قوميت ترکيب وړتياوې زيانمنوي:((داخو دکرزي صیب د لومړۍ دوري څخه پیل شوي، چې که پښتون ولسمشر وي نو یو مرستیال يي باید هزاره او بل تاجک وي
په نورو هېوادونو کې، چي څوک اکثریت رايې ترلاسه کړي، نو هغه بیا مرستیال ،وزیران او خپل ټول حکومت په خپله جوړوي خو بدبختانه چې زموږ په وطن کې دا کار نه کېږي))
خوځينې نور په دې نظردي،چې دا کارپه هېواد کې پارونې کوي او په لوى لاس بحران ته لاره هوارول دي.
شنونکى جاوېد احمد غفور له همدغه ډلې نظروالو نه دى، چې وېره لري قوميت به ملت ته ګواښ پېښ کړي، هغه باور ته وويل:((داکار له یوی مخي وړتیا له منځه وړي او له بله پلوه مونږ له بو بحران سره مخ کوي له هغه بحران سره چې په تېرو څو کلونو کې مو یو بل په دې نومونو سره ووژل، د پښتون تاجک هزاره اونورو په نومونو سره ځکه مونږ لا تر اوسه هم ملت شوی نه یو او زمونږ مشران هڅه کوي له دی لاره مونږ سره وویشی او دا یې دوېشلو یوه ښه بیلګه ده.
زما په اند او بل مهمه خبره داده چې زیاتره کاندیدان او یا مصلحت ګرایان ټول هغه خلک دی چې دا ملت یې نه غواړي خپل قومونه یې نه غواړی او یواځی دزور له لاری په خلکو واکمنې چلوي نو دا یو ځل بیا ملک له بحران سره مخ کوي او ترڅنګ یې مونږ به بیا دیو مضر مصلحتي نظام شاهدان اوسیږو چې له ملي ګټو به خپلو سمتي ،ژبنی ،قومی او ګوندي ګټو ته ډیر ارزښت ورکوي
کتونکي دا يو ناوړه رواج هم ګڼي چې په افغانستان کې سياسي دود ګرځېدلى د نظر خاوند اسدالله دانش وايي:(( داسي ده چې وړتيا ته نه ګوري، دا کار يو بد رواج ګرځېدلى دى.
په زړه کې سره جوړ هم نه وي، خو د مجبوريت کار دى، دا نه ګوري، اکثرآ چې دا سړى څنګه سړى دى، ښه دى که بد دى؟ بس يو کس پيدا کړي او خپل مرستيالان يې کړي.
ځينې بيا داسي کوي لکه ډاکټر صاحب اشرف غني، چې هغه تېرځل يې اخېر يو بې کاره سړى پيدا کړى و او خپل معاون يې وټاکه، دا کارڅو مجبوريتونه لري، يو دا هم دى چې معاونين يې ډېري پيسې لري، د پيسو لپاره دا کار کوي، بل مجبوريت يې ژبنۍ مسئله ده، چې زه پښتون يم، بايد هزاره او ازبک او ماسره وي ))
عام نظر دادى که چېرې قوميت ته نورهم په دې ډول کار وشي، وېره شته چې ډېر ملي ارزښتونه به ترپښو لاندې شي.