ملا برادر چير ته ورسيد؟
پاکستان له افغانانو سره يو وار بيا په يوداسې تکراري ګام کې ليدل کيږي چې له مخې يې په ښکاره وښوده چې ګنې د حامد کرزي د حکومت غوښتنو ته يې مثبت ځواب ورکړ خو ريښتيا دادي چې دغه هيواد د خپلو ګټو له هغه مسير يو اينچ هم په بله نه دى تللى چې پکې د ملا برادر په څير افغانان زندان ته تللي و .
رپوټونه وايي ملا بردار له زندانه وروسته د اسلام اباد د ځانګړو موخو لپاره ستړې مزلې ګالي او په دې ټس کې اوس نوموړى له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره شمالي وزيرستان ته وړل شوى .
که څه هم د تيرو دوو کلونو را په دې خوا کابل په وار وار له پاکستاني چارواکو د ملا برادر په ګډون د هغو طالبانو د خوشې کيدو غوښتنې کولې چې د هغه هيواد په بدنامو زندانونو کې زولانه و، کابل تمه لري چې دغه بنديان به په افغان سوله کې مرسته وکړي . ولسمشر کرزى هم په دې برخه کې خورا جدي ښکاريده خو د نوموړي دغه غوښتنې هرځل يا خو د حنا رباني په مسکا او يا هم په راوروسته کې د سرتاج عزيز په ډيپلوماټيکه ژبه بې له کومې پايلې ځواب شوي دي .
خو کله چې په اسلام اباد کې د پاکستان د ټولو ګوندونو ګډه غونډه وشوه پريکړه يې دا وه چې نشي ګولاى د پاکستاني پوځ په زور د دغه هيواد د نظام پر وړاندې جنګيدونکي طالبان راکابو کړي وپتيل شوه چې له تحريک طالبان پاکستان سره دې د خبرو لپاره لار پرانستل شي پاکستاني سياستوال په دې سلا شول چې د خبرو لپاره دې له افغان طالبانو ګټه پورته شي د سياسي چارو شنونکي وايي د همدغه سلا له مخې پريکړه وشوه چې افغان لوړ پوړى طالب مشر ملا عبدالغني برادر دې له تحريک طالبان سره د خبرو لپاره خوشي کړل شي د سياسي چارو شنونکى وحيد مژده وايي پاکستاني حکومت ملابرادر په همدې شک نيولى و چې ګنې له ټي ټي پي يا د تحريک طالبان پاکستان سره نږدې اړيکي لري د مژده له خولې ده چې اسلام اباد ځکه خو ملابرادر خوشې کړ چې دئ په دې باور نوموړى په دغه جنګياليو بشپړ اغيز لري سرچينې وايي اوس ملا برادر د همدې ډول خبرو لپاره شمالي وزيرستان ته وړل شوى. که څه هم د ښاغلي برادر په اړه وړاندې د هغه د سختې ناروغۍ او کراچۍ کې يوه خوندي ځاى ته دليږدولو په اړوند هم ويل شوي و.
خو دا هر څه داسې مهال کيږي چې افغان دولت او نړيوال دا انګيري چې ګوندې پاکستان هغه غوښتنو ته ځواب ويلى چې کابل درلودې .
شنونکي وايي پاکستان ډير کله هغه ګام پورته کوي چې خپلې ګټې يې په کې خوندي وي که په ريښتني ډول له افغان دولت سره همکاري يې زړه وي بيا ولې يې په تيرو دوه کلونو کې د کابل غوښتنې ته ځواب نه ورکاوه .
دنظر خاوند نعيم همدرد باور ته وويل ((اسلام اباد هر وخت هم افغان دولت او هم د امريکا په ګډون نړيواله ټولنه په چل اوفريب کې ساتلي او هيڅ وخت يې په ريښتنې ډول مرسته نه ده کړې خو افغان دولت او امريکايان هميشه پاکستاني لوري ته خوشبين ښکاري))
د ډيرو نظر دادى چې د سولې او ټيکاو لپاره لا خو اوږده لار پاتې ده چې يو سم درک د ناستې او خبرو لپاره مالوم شي او که داسې وي چې د افغان سولې له نامه پاکستان او امريکا د ځان په ګټه کار اخلي ګرانه ده چې د جګړې دپاې ته رسيدو نيټه دې وټاکل شي.
د سلا مونو اودرناویو وروسته :
زه فکر نه کوم چې دافغا نستان دولت اویا امریکابه اوس هم په پاکستان باندی باور لری خو پوښتنه داده چې امریکا ولې دپاکستان په وړاندی توند عمل نه ښی دا ټکې خپلی ژورتیا سره دومره اسان هم نهدی چې سړی یی پری وپوهیږی زما په نظر یو دلیل یی دادی چې پاکستان یو بی مسولیته او ظالم هېواد دی هغه هېواد چې اټومې صلاحیت لری او د مسو لیت احساس ور سره نشته دده دا احساس داسی مثال لری لکه د ماشو م لاس ته چې خطر ناکه وسله په لاس ورشی . ظاهره ده ماشو م لوبي ور سره کوی که ماشوم دا کار دمعصو میت او نا پوهې د کبله کوی خو پا کستان یی په دمنافقت او زیرکې په تول کوی پاکستان هر وخت قمار وهې د پاکستان قمار وهل دومره خطر ناکه دی چې په با کستا نیانو پښتنو . بلو څو او سندیانو هم رحم نه کوي او دانکته امریکا درک کړی ده . امریکا هم په زیرکې ور سره روانه ده خو نه پو هېږم چې په دی لوبه کې به څه وخت وکړای شي چې پاکستان لاندی کړی او افغان حکومت خو دومره د نا خوالوسره مخ دی چې ددی توان نه لری چې ځه وکړي ، ؟