بې برخليکه وګړي خپل وير چاته کوي؟

   په داسې حال کې افغان وګړي په خپل يوه تازه شوي ماتم وير کوي، چې لا هم کومه داسې د غوڅو پرېکړو لپاره پرانېستې محمکه نشته چې د عدالت په پلې کولو سره له يوې خوا ويرځپلى ولس ترې د ډاډګيرنې ساه واخلي او بل لور ته دراتلونکوغميزو دپېښېدو وېره کمه کړي.

  شنونکي وايي: له افغانانوسره نړيوالو له پخوا دغه جفا کړې، چې جګړه مار يې پاللي، ساتلي او دژوند ډاډ يې ورکړى، د کمونيستي رژيم له لوري د وژل شوو افغانانو د نوم لړ خپرېدل هم يواځې دهېر شوي غم بيا تازه کول دي او داسې کوم څه نه ليدل کيږي، چې وژونکي دې د محاکمې ميز ته کش کړل شي.

 افغان حکومت چې نن ورځ( دتلې اتمه) په ټول هېواد کې دعمومي ماتم په توګه  نمانځي او پرېکړه يې کړې، چې په دغه ورځ به د نوم ورکو شهيدانو د فاتحې مراسم په ټول هېواد کې ترسره شي او په څرخي پله کې به يو جومات او يو څلى هم د دوى په نامه نوموي .

د هالنډ لويې څارنوالۍ تېره اونۍ د هغو پنځو زرو افغانانو نومونه خپاره کړل، چې په افغانستان کې د کمونيستي رژيم پرمهال ( ١٣٥٧تر ١٣٥٨ ) وژل شوي دي.د هالنډ حکومت دغه لړليک په دغه هېواد کې ديوه مېشت افغان امان الله د څرګندونو پر بنسټ چمتو کړى دى.

امان الله په ١٩٩٣ لمريز کال په هالنډ کې پناه واخيسته، خو ددې لپاره چې د پناه اخيستلو غوښتنليک يې ومنل شي، نو اعتراف يې وکړ، چې په اکسا سازمان( خاد) کې د تحقيق رييس و او هلته يې زيات شمېر افغانان وژلي او شکنجه کړي دي.

په ورته وخت کې تېره ورځ په کابل کې په سلګونو کسانو لاريون وکړ او د کمونيستي رژيم د قربانيانو د وژونکو د محاکمې غوښتنه يې وکړه.

لاريون کوونکو د پخواني کمونيستي رژيم د ځينو غړو څېرې هم په سرو رسيو ځوړندې کړې او له ځان سره لېږدولې.

  دوى له ځان سره د سلطان علي کشتمند، دستګير بنشيري، اسدالله سروري، شهنواز تڼي، کبير رنجبر، نورالحق علومي، ظاهر طنين، بارق شفيقي، خليل رومان، جنرال واحد طاقت، سيد محمد ګلاب زوى، داوود پنجشيري، حبيب منګل، ثريا پرليکا، ثريا پوپل، فريد مزدک، فقيرمحمد فقير، جاويد کوهستانى، خليل زمر، عبدالله نايبى، بهين، عبدالحميدمحتاط،ظهور رزمجو، جميله پلوشه، سليمان لايق، عبدالله شادان او سيما شادان تصويرونه هم له ځان سره لېږدول.

د ډيرو شننه داده چې په سمبوليکه توګه دتېرو تيريو يادښت به کومه ګټه دافغان ولس لپاره ونه لري او په دې به يواځې بهرنۍ څارګرې ادارې خپلې موخې سرته ورسوي، د پوهنې وزارت کارکونکى بيت الله عابد چې دغه نوي نوملړ قهرجن کړى وايي:((همدغه هالنډ دکمونيستي دوران څومره چارواکو ته په خپل هېواد کې پنا ورکړې او ټول غربيان دهمدغو پخوانيو کمونستانو ننګه او ملاتړ کوي بيانو د دې ليست خپريده څه مانا لري، که نړيوال له افغانانو سره خواخوږي لري په عملي ډول دې يې وښيي افغان جنايتکارانو ته  دې په خپلو هيوادونو کې ځاى نه ورکوي. ))

ځينې نور بيا که څه هم د دې ليست خپريده يو پرځاى ګام بولي، خوويره يې داده چې ګنې ځينې بهرنۍ کړۍ به دتيرو نارواوو په يادښت وروستي تيري له خلکو هير کړي.

   ليکوال او شنونکى استاد عبدالحميد شورش وايي : ((داسمه ده چې کمونيستان په هيواد کې د دربدريو او وينه تويونې بنسټ ايښودونکي دي خو هر هغه چا چې په دې هيواد کې په ولس او ملي شتمنيو تيرى کړى وي بايد مجازات شي او له هېڅ ډول سليقوي چلند څخه دې کار نه اخيستل کېږي.))

  له هغه ورځې چې کمونېستانو له ولسمشرۍ ماڼۍ د وينو تويولو بنسټ کېښود، ميليونونه عام افغانان وژل شوي، بې کوره شوي او د ژوند خواږه ترې اخيستل شوي، چې لاهم د دې لړۍ د وروستي پېر په اړه شننه ګرانه خبره ده.

سیدعبدالله نظامي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *