اداري فساد

دا نوم تر کومه ساتل کېداى شي؟

  د جګړې او سياسي ناندريو په خوا کې د فساد کچه هم ورځ تربلې پورته ځي که څه هم نړيوال هرکال پر فساد ککړو هيوادونو کې افغانستان په لومړۍ کرښه کې يادوي، خو لا هم افغان دولت دفساد د مخنيوي په برخه کوم داسې ګام نه دي پورته کړى چې دافغانانو اونړيوالو د انديښنو ځواب ووايي .

  شنونکي وايي افغان چارواکي دفساد دمخنيوي لپاره ځکه اړين ګامونه نه پورته کوي چې تر ډيره لوړ پوړي چارواکي په کې ښکيل دي او داسې کومه اډانه نشته چې د فاسدو چارواکو پر وړاندې دې په کې جديت وشي، داسې چې نه خو کوم لوړپوړى چارواکى زندان ته تللى او نه هم کومه داسې ملي مبارزه شوې چې پايلې يې د ډاډ وړ وي .

   دولت دفساد په اړوند نږدې هرکال له نړيوالو سره خپل غږ غبرګ ساتلى اوآن ولسمشر حامد کرزى هم مني چې حکومت يې دفساد په لوړو پوړيو کې دى هرځل چې دولتي لوړ پوړي او ټيټ پوړي چارواکي وپوښتل شي، په دې هيواد کې دفساد شتون منئ هريو يې د خورا لوړې کچې په شته والي سرخوځوي خو تر اوسه دا لامالومه نه ده چې څه ډول د دغه فساد مخه نيول کيداى شي او څوک د فساد سرچينې دي.

  عام افغانان وايي، په نږدې هره اداره کې د فساد نښې شته تر دې چې له معلولينو او معيوبينو هم د هغوى دکارونو دترسره کولو لپاره بډې اخستل کيږي په محاکمو او نورو عدلي او قضايي ادارو کې د بډو خبره تر نورو ادارو ډيره مشهوره ده .

   په ننګرهار کې سيمه يز خبريال زبيح الله رحميزي ملي باور ته وويل له هرچا چې پوښتنه کوې د فساد خبره کوي خو دعمل په ډګر کې هيڅ نشته نوموړى وايي ولسي خلک اوس د دولت له لوري دفساد دمخنيوي لپاره په شته ميکانيزم شکمن دي او هيڅ باور نه کوي چې ګنې د چا غږ به په کې واورېدل شي دهغه له خولې ده چې ولسي خلک اوس داهرڅه يواځې دشعار تربريده ګڼي او تور لګوي چې همدغه ادارې هم له فساده ډکې دي، څوک چې دفساد پرخلاف په ښکاره د مبارزې چيغې وهي.

   د کندوز ولايت د ښونې اوروزنې رياست کارکونکى سيدظاهر سادات وايي په دولت کې داسې يو ناوړه بنسټ کيښودل شوى، چې په خپله دولتي مامورين اړکيږي چې بډې ورکړي دهغه په خبره دسيمه يزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې د ماموريتونو لپاره نرخونه شته څوک چې يو ماموريت په پيسو واخلي حتمي ده چې خپلې پيسې به په همدې اداره کې بيرته له ناروا لارو پوره کوي او دا بنسټ ډير دانديښنې وړ دى .

   خو دولتي چارواکو ته داداري فساد دلارې جوړولو تور بيا پر بهرنيانو لګول کيږي او ويل کيږي چې بهرنيانو دغه ټولې لارې د فساد لپاره برابرې کړي چې اوس يې ناوړه پايلې افغانان ګواښي.

  د کابل پوهنتون استاد محمد سليم وايي همدا نظام چې ډيرې طرحې يې همدغو بهرنيانو جوړې کړي، د فساد لارې په کې پريښودل شوي هغه وايي په ننګرهار کې د يوه قاضي دبډو خبره دومره رسوا کړه چې ولسمشر يې د تحقيق امر ورکړ خو څو ورځې وروسته دغه قاضي روغ رمټ امريکا ته ورسيده له دې ها خوا د حج اوقافو، کابل بانک اونورو ادارو فاسد چارواکي هم امريکا او نورو لوديځو هيوادونو ته تښتيدلي چې خوندي ژوندي لري .

خو څنګه دفساد مخه نيول کيداى؟

   د ډېرو نظر دادى چې د قانون دعملي کولو لپاره دې دولت لاس په چاره شي او هغه چې جرم کوي بايد سزا ورکړل شي ولسمشرۍ ته نوماند افغان سياستوال ډاکټر اشرف غني احمدزي د فساد دمخنيوي په برخه کې په يوه وينا کې ويلي، چې که هرکله شل لوړپوړي دولتي چارواکي زندان ته لاړ شي فساد به ختم شي .د شفافيت څخه د څار نړيوال بنسټ دا کال بيا افغانستان د فاسدو هيوادونو دکتار په لومړۍ کرښه کې راوستى .

  د روڼتيا نړيوال سازمان راپور څه وايي؟

  د روڼتيا نړيوال سازمان د ۲۰۱۳زېږديز کال له پاره خپل راپور وړاندي کړی دی. په دغه راپور کي افغانستان د سوماليا او شمالي کوريا تر څنگ تر ټولو زيات په اداري فساد کې ښکېل هېوادونه بلل شوي دي، چې په دې توګه افغانستان د تېر کال په څېر يو ځل بيا لومړى مقام خپلوي.

 د روڼتيا نړيوال سازمان هر کال د اداري فساد او روڼتيا  په اړه  د هیوادونه ليست خپروي. په سږني ليست کې نه يوازې هغه همېشني په اداري فساد شکمن هېوادونه راغلي دي، بلکي د يورو د پولي واحد ساحې غړي هېوادونه هم په داخل کړل شوي دي. د ياد سازمان کارپوهانو او پلټونکو په سږني راپور کي افغانستان، سوماليا او شمالي کوريا د نړۍ د هغو هيوادونو په توگه ياد کړي دي چي تر ټولو زيات اداري فساد په کې تر سره شوى دی.

  د ياد سازمان د ۲۰۱۳م کال په راپور کي په بشپړه توگه ۱۷۷ هيوادونه ارزول شوي دي. د خپاره شوي  ليست له مخې، د اداري فساد په برخه کې  د نړۍ تر ټولو زيات روڼتيا  لرونکو هېوادونو مقامونه يو ځل بيا ډنمارک او نوي زيلاند خپل کړي دي. د هغو تر څنگ فينلند او سوېډن هم په لومړيو مقامونو کي ځای لري. په دې لېست کې پاکستان هم ښودل شوى، چې له خپلې پخوانۍ شمېرې څو درجې لاندې را لوېدلى او ښکاروي چې اداري فساد په کې ډېر شوى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *