ناټو له وتلو وروسته جګړه پرېږدي که سوله ؟

  له بهرنيو ځواکونو څخه افغان لوري ته دامنيتي مسووليتو د لېږد لړۍ نږدې په ټول هېواد کې مخ په بشپړېدو ده، ډېرى هغه سيمې چې ددې پروسې په بهير کې افغان ملي ځواکونو ته سپارل شوې، د پخوا په پرتله په کې دامنيتي پېښو کچه را ښکته شوې، خولا د بشپړې بريا وړاندوينه ګرانه ده. دادي له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په شمار څو میاشتې وخت پاتى دى، د افغانانو اصلي اندیښنه د امنیتي وضعیت سره تړاو لري.

  تېرميلادي کال د اسیا د بنسټ (Asia Foundation) له خوا یوه ترسره شوې نظر پوښتنه څرګندوي، چې یوازې ۵۲ سلنه افغانان په دې فکر دي،  چې هیواد یې په سم لوري روان دی. دغو کسانو په عین حال کې د کارموندنې، زده کړې او عامه خدمتونو په اړه هم اندیښنه څرگنده کړې ده.

   تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د برخه لیک په اړه کومه پرېکنده  وړاندوینه نه شي کیدای. اوس هم په دې هیواد کې په پراخه کچه اداري فساد موجود دی.  شننونکي په دې اند دي، چې  افغان حکومت د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو پر مهال د درغلیو د تورونو له کبله د یو شمیر افغانانو په منځ کې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی. ددې ترڅنګ راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې هم  د دغه هېواد د برخه لیک له پاره ډېرې مهمې بلل کېږي ، خو له دې هم سترګې نه شي پټېدى چې، ثبات له طالبانو سره د سولې خبرو اترو له کامیابي سره تړلې بولي.

 پخوانۍ تمه او د کرزي نيوکه

  پخوا تمه دا وه، چې افغانستان به تر ٢٠١٣ کال يا يو کال وروسته د بهرنيو ځواکونو تر وتلو پورې پياوړى حکومت ولري، له اداري فساد به پاک او د وسله والو مخالفينو سره به روانه جګړې د پاى په کرښو کې وي. د پوځي چارو د کار پوهانو پر وينا د امنیت په برخه کې په افغانستان کې د ناټو  حضور   داسې یو ماموریت وو چې د افغانانو له پاره د ډیر رنځ او مرگ ژوبلې لامل شو او هغه اساسي موخه چې امنيت او سوله وه تر اوسه هم په لاس رانغله او افغانستان اوس هم له ياغيانو سره په جګړه کې ګير او په اقتصادي لحاظ کمزورى هېواد دى، خپله دا خبرې ولسمشر کرزي هم له يوې غربي رسنۍ سره په وروستۍ مرکه کې تاييد کړې دي.

  نوموړي د روان کال د اکتوبر میاشتې په اوومه نېټه په خپله مرکه کې د ناټو پر ماموریت باندې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې امریکا متحده ایالات او په ناټو کې ملگري هیوادونه یې په دې کې پاتې راغلي دي چې په تیرو لسو کلونو کې د افغانانو له پاره سوله او ثبات راوړي. خو د ولسشمر کرزي دا څرګندونې ډېر زر د ناټو د عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، له خوا په کلکه ردې کړل شوې.

   ښاغلي راسموسن په یوه خبري کنفرانس کې په تېرو کلونو کې د ناټو د افغان ماموريت لاسته راوړنې يو پل پسې يادې کړې او په دې ټکي يې ټينګار وکړ، چې افغانستان په تېرو لسو کلونو کې ډېرې لاس ته راوړنې درلودې او د پام وړ بدلونونه  رامنځ ته شوي. د بېلګې په ډول د ځاني او مالي منابعو له اړخه شوې پانګونې  دده پر وينا بې سارې وې ، چې هېڅوک ترې انکار نه شي کولى او بايد درناوى يې وشي .

له ٢٠١٤ کال وروستۍ د ناټو دريځ

   له پلان سره سم بايد  د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې د ناټو ټول جګړه ييز ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. د ناټو سرچينې وايي کال وروسته به ناټو په افغانستان کې په جنګي ماموریتونو کې ښکیل نه وي، خو د دې سازمان یو شمیر روزونکي به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې بهیر ته له پلان سره سم دوام ورکړي.

 ناټو  تر ۲۰۱۴ کال وروسته خپل افغان ماموريت ته د «باثباته ملاتړ» نوم ورکړى، چې د يوه  روزنیرز ماموریت په توګه به پيلېږي. خو د دغه ماموریت پر وړاندې ځینې ستونزې پرتې دي، تر ټولو لویې ستونزې،  چې تر ټولو لوى يې هم ممکن  په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو حقوقي وضعيت او قضايي مصوونيت وي.په دې برخه کې تر ټولو مهمه موضوع له قانونی تعقیب څخه دغو سرتیرو مصونیت دی.

   د ناټو غړي هیوادونه غواړي چې افغانستان د هغوی سرتیرو ته قضايي مصونیت ورکړي، خو افغانستان دغه غوښتنه ردوي. تر هغه وروسته چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو برخه لیک مشخص شي، د ناټو نور غړي هیوادونه هم ښايي د افغانستان او امریکا تر منځ د ټاکل شویو شرایطو له مخې په افغانستان کې خپل سرتیري وساتي. له همدې کبله پر دغې اختلافی موضوع باندی یوی موافقې ته رسیدل په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموریت د پیلیدو مهم پړاو دی. دا هغه څه دي، چې تراوسه يې دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي سند په لاسليک کې هم خنډونه جوړ کړي او لاهم دغه سند ته لا هم ځينې پړاوونه مخکې دي، چې يو هغه يې افغان لويه مشورتي جرګه او ولسمشر کرزي د وکيلانو هو او نه ځواب دى.

لاسته راوړنې او ننګونې

   د افغانستان دفاع وزير جنرال بسم الله خان محمدى د ناټو په مقر بروکسل کې په وروستۍ ناسته کې په ناټو افغان ماموريت د ولسمشر کرزي خبري په يوه ډول احساساتي وبللې محمدي  وویل چې کرزي له خپلې دې نیوکې سره «داسې کومه موخه نه درلوده». د محمدي په خبره په ځینو مواردو کې احساسات غلبه کوي، خو هغه څرګنده  کړه چې په کابل کې د ناټو د ماموریت په اړه بل ډول فکر کیږي

   یو شمیر کارپوهان استدلال کوي چې د القاعدي د مشر اسامه بن لادن وژل، او په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګولو سره په دې هیواد کې د القاعدې د ډلې د فعالیتونو مخنیوي کول، کفایت کوي چې سړی په افغانستان کې د ناټو مامویت بریالی وبولي. خو یو شمیر نور کارپوهان بیا وایي چې اوس د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخامخ دي او ناټو به له افغانستان څخه تر وتلو وروسته د دغه هیواد خلکو ته یوه جګړه پرځای پریږدي.

   نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د خپل ۱۲ کلن ماموریت ډیره لوړه بیه ورکړې ده. د بروکینگس انستیتوشن  انستييتيوت په نوم ادارې له خوا د راټولې شوې شمېرې څرګندوي، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۳۳۰۰ تنو ایتلافي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې منځ کې بیا امریکا متحده ایالاتو تر نورو ټولو هیوادو خپل ډیر سرتیري له لاسه ورکړي دي چې شمیر یې ۲۱۵۶ تنو ته رسیږي. داسې اټکل کیږي چې د افغانستان جگړې یوازې د امریکا پر متحده ایالاتو باندې ۶۶۰ میلیارده ډالر لگښت راوستی دی. د دغو پیسو له جملې څخه یوازې ۵۶ میلیارده ډالر د افغان د امنیتي ځواکونو پر روزنې لگول شوې دي.

   د ويلو ده، چې د روان کال په اولو شپږو میاشتو کې د تیر کال همدې مودې په پرتله د تاوتریخوالي له کبله د ملکي افغانانو د مړینې په شمیر کې ۲۳ سلنه لوړوالی راغلی دی. پر دې سربیره ویل کیږي،  چې تر هغه وروسته چې ایساف ځواکونو افغانانو ته امنیتي مسوولیتونه وسپارل، د دغو ځواکونو د مرگ ژوبلې کچه دوه برابره شوې ده. د دې تر څنگ د افغانستان جگړې همداراز ۵۹۰۰۰۰ کسان له خپلو سیمو څخه ګډه کېدو ته اړ وېستلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *