بندي امريکايي سرتېری چېرته ساتل کېږي؟

       امریکا متحده ایالاتو بالاخره له پنځو کلونو وروسته د وسله والو طالبانو دې غوښتنې ته غاړه اېښې، چې د ددغه ډلې سره د خپل یوه بندي سرتېري بریدمن بوبیرګدال د خوشي کېدو په بدل کې د ګوانټامو زندان څخه د طالبانو دغوښتنې سره سم  پنځه طالب چارواکي خوشي کوي.

بریدمن بو بیرګدال په ۲۰۰۹ کال په پکتیکا ولایت کې له خپلې اډې تری تم شوی و، چې وروسته یې طالبانود نیولو ادعا وکړه او  داسې ویل کېدل، چې تښتول شوی سرتېری د حقاني شبکې د جنګیالیو په لاس ورغلی دی. دادي د پنځو کلونو په تېرېدو اوس اوس واشنګټن هڅه کوي له وسله والو طالبانو سره له سره خبرې پیل کړي ترڅو بریدمن بوبیرګدال چې له ۲۰۰۹کال راپدیخوا د وسله والو طالبانو په ولکه کې دی، له ګوانتنامو څخه د یو شمېر بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د طالبانو له بنده خوشی کړي.

د فرانسپریس د راپور له مخې واشنګټن په دغو نویو هڅو سره غواړي بیرګدال مخکې له دې چې د امریکایي ځواکونو زیات شمېر یې د روان ۲۰۱۴ زېږدیز کال تر پایه له افغانستان نه ووځي؛خوشې کړي.

  ځینوامريکایي چارواکو څرګنده کړې، چې بیرګدال به د پنځو طالبانو په بدل کې چې له ګوانتینامو څخه خوشې کېږي او قطر ته استول کېږي، خوشې شي. دغه  طالبان به په قطر کې تر څارنې لاندې وي.

بیرګدال د وسله والو طالبانو په ولکه کې یواځینی امریکایي سرتېری دی. د تیرې جنوري په میاشت کې متحدو ایالاتو یوه ویډیو ترلاسه کړه چې؛ په هغې کې نوموړی ژوندی لیدل کېږي. دا په تېرو درېیو کلونو کې د هغه د ژوندي پاتې کېدو لومړنی ثبوت و.

  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي فرانسپرس اژانس ته وویل، چې دا د امریکا د نویو هڅو جزئیات نه شي بیانولی، خو په دې کې شک نه شته چې دوی هره ورځ، د امریکا له پوځ، استخباراتو او ډیپلوماتانو څخه په کار اخیستو هڅو کوي چې بریدمن بیرګدال په خوندي  ډول بیرته خپل کورته ستون شي.

     د پخواني جهادي قوماندان جلال الدین حقاني په مشرۍ وسله والو مخالفه ډله، چې په حقاني شبکې مشهوره شوې، له وسله والو طالبانو سره څنګ تر څنګ تر ډېره  دافغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو،همدارنګه وزیرستان او د افغانستان په پکتیا او خوست ولايتونو کې زیات وسله وال فعاليت لري، ددغه امريکايي سرتيري د نیولو ادعا لري .

  کله چې امریکایي سرتېری باوي برګډال د ۲۰۰۹ کال په جولای کې حقاني ډلې په پکتیکا کې ونیو، نو ورسره سم  بیا هلته امریکایي سرتېرو  پراخ عملیات پیل کړل ، خو ډېر  کسان په دي اند دي، چې طالبانو دی پاکستان ته بیولی او اوس هم هلته ساتل کیږي. د حقاني شبکې وسله والو  هغه مهال د یاد امریکايي پوځي د خوشې کیدو په بدل کې له امریکا څخه یو میلیون ډالر او د ۲۱ افغان زندانیانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

راپورونه څرګندوي چې؛ د اوباما اداره غواړي چې د طالبانو پنځه مشران د ګوانتنامو له زندانه خوشې کړي. امریکايي ورځپاڼې واشنګتن پوسټ د دوو امریکایي چارواکو په وینا خبر ورکوي چې سپینې ماڼۍ، دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او یو شمېر نورو ادارو پریکړه کړې ده چې؛ د خپل سرتېري د خلاصون په بدل کې له ګوانټانامو څخه د پنځو طالب بندیانو خوشي کولو ته غاړه کېږدي.

 د پوځي چارو کارپوه ډګروال عبدالصمدخان وايی، چې د پنځو طالب بندیانو خوشي کول د طالبانو لپاره یوه بریا او د امریکایي دیپلوماسۍ ماته او مجبوري ده، د امریکا حکومت خپله په دا خل دامریکا کې په دې اړه د خلکو له فشار سره مخ دی.

    هغه په دې اړه ملي باور ته وویل:(( اول خوا چې فکر نه کوم چې امریکایی عسکر دې په افغانستان کې وي، شاید په وزیرستان یا بله قبایلی منطقه کې به ساتل کېږي، بله دا چې دا به طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته ددې پیغام ورکړي، چې په ورته کړنو لاس پوري کړي او له اړوندو هېوادونو نه د خپلو سرتېرو د خلاصون او پیسو اخیستلو په برخه کې ترې کار واخلي.))

د یادونې وړ ده، چې د مهال وېش سره سم به په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو پوځي ماموریت د روان ۲۰۱۴ زېږدیز کال په وروستیو کې پای ته ورسېږي، خو که د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون د لاسلیک په صورت کې  ښایي له هغه وروسته د لسو زرو په شاوخوا کې امریکایي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي، چې ماموریت به یې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ، روزنه او د ترهګرۍ ضد عملیاتو مخ ته وړل وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *