د ودانيو بدلون بديل کېداى شي؟
په ډېرو سيمو کې دامنيتي ځواکونو دشتون سره سره بياهم په حکومتي واک کې له يوه داسې جعلکارۍ کار اخستل کېږي، چې ولسي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کوي. په ډېرو ولايتونو کې دولتي واحدونه د دې پرځاى چې دټينګښت او حاکميت لپاره يې هڅې وشي ورته دبديل پلمه لټول کيږي، هغه ولسوالۍ چې امنيت يې تر نورو سم نه دى دولتي ودانۍ يې پرېښودل شوي او پرځاى يې په نورو سيموکې چارواکو خپلې واکمنۍ اعلان کړي، داسې چې دولسي خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى که د دغو سيمو خلک حکومت ته دخپل ستونزو دحل لپاره ورځي دوسله والو له مرګونې ګواښ سره مخ کيږي او که د طالبانو حاکميت مني بل نوم ورپورې کېږي دغزني ولايت چارواکي وايي د دغه ولايت د زنخان ولسوالۍ وداني يې له دې امله غزني ښار ته نږدې يوې خوندي سيمې ته لېږدولې، چې په خپله ودانۍ يې وسله والو هر وخت بريدونه کول.
دغزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وايي له امنيتي جلسې وروسته يې پرېکړه کړې، چې د زنخان ولسوالي دي له اصلي ځايه پنځه کيلو متره ليرې دغزني ښار ته نږدې د امن يوه سيمه کې جوړه شي دغزني امنيه قومندان وايي، چې ددغه نوې ولسوالۍ دامنيت لپاره به لس امنيتي پوستې په سيمه کې جوړې کړي، دهغه له خولې ده چې تر اوسه په دغه ولسوالۍ کې د رايي اچونې لپاره دکارتونو د اخيستو مرکز نه و پرانيستل شوى او اوس يې خواري داده چې د ولسوالۍ له لېږد سره سم د کارت اخيستنې مرکز هم په زنخان ولسوالۍ کې پرانېزي. تېر، په دوه زره لسم زېږديز کال کې کله چې وسله والو طالبانو د ختيځ ولايت نورستان په کامديش ولسوالۍ کې پر ميشتو بهرنيو ځواکونو ډليز بريد وکړ او هغوئ يې اړ کړه، چې له کامديشه ووځي ورسره سمه وسله والو طالبانو په دولتي ودانيو سپين بيرغونه ولګول او خلکو ته يې دخپلې بشپړې واکمنۍ اعلان وکړ.
دوه کاله وروسته دکامديش په مرکزي کلي کې د يوشمير قومي خلکو په ملاتړ په جګه غونډۍ دپروت کلي کامديش په منځ کې د ولسوالۍ دبيا فعاليدو په موخه دولتي بيرغ پورته شو دغه کلي ته ورغلې ټولې ځمکنۍ لارې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وې افغان ځانګړي ځواکونه سيمې ته دهوا له لارې ورغله او د لنډ وخت لپاره ميشت شو خو ونه توانيدل چې کامديش ولسوالي دې پخواني حالت ته وګرځوي ورپسې د دغه کلي د ساتنې لپاره سيمه يز پوليس وګمارل شو سيمه پسې نوره هم کړکيچنه شوه او تر ډيره دکامديش د قومونو په منځ کې شخړې وزيږدې يوشمير د دولت او ځينې نور دطالبانو په پلوۍ ودريده دنورستان چارواکي وايي چې دکامديش ولسوالي يې بيرته فعاله کړې خو ولسي خلک دچارواکو دغه ادعا نه مني او په دې ټينګ دي چې دغه ولسوالۍ ته له دغه يوه کلي پرته نور څوک لاس رسى نه لري دغونډۍ پرسر تاريخي کلي کامديش کې د حکومتي واک دبيلګې بيرغ رپيږي خو دغونډۍ لمنې د وسله والو جنګياليو په ولکه کې دي د نورستان دکامديش اوسيدونکى نور رحيم وايي که له دولتي ولسوال سره يې کار پيښ شي نو اړ دى کابل ته لاړ شي او له ښه ځنډ وروسته داکمالاتو په چورلکه کې کامديش کلي ته ورشي دهغه په خبره دغه درې کيلو متره مزل لپاره به يوه مياشت انتظار کوي او له ډيرې ليرې به ورته راځي او که دطالبانو له ټاکل شوي ولسوال سره اړيکه ونيسي حکومتي ځواکونه يې له وسله والو سره داړيکو په تور نيسي دافغانستان په ډېرو سيمو کې ليرې پرتې ولسوالۍ له همدغه ډول برخليک سره مخ دي او اوسېدونکي هم له ورته کړاونه ګالي پوښتنه داده چې دولت ولې بيا دخپل واک په اړه جعلکاري کوي او ولس غولوي؟
کتونکي په دې باور دي، چې که دولت په تيرو يولسو کلونو هرګام په سمبوليکه بڼه نه اخيستى تمې وې، چې د ډېرو ستونزو مخه به نيول شوى وي. دچارو شنونکى محمد ادريس غروال وايي، د دې پرځاى چې په غزني او نورستان کې دسمبوليکو واکمنيو لپاره لګښتونه کيږي، په اساسي ډول دې دټيکاو او امنيت لپاره کار وشي، دغروال په خبره چارواکي خپل دندې مسوليتونه نه بلکې تجارتونه ګڼي او ولس ته دځواب پرځاى خپل هغو مشرانو ته ځواب ويونکي دي، چې خپلې ګډې ګټې لري عام نظر دادى که چيرې افغان چارواکي دخپل هيواد په وړاندې همداسې دنه مسوليت په فکر کې وي دنظام راپورته شوي بنسټونه به په لنډه موده کې دنړيدو له ګواښ سره مخ شي.