زلمی خلیلزاد

ايران او روسان ولې د امريکا تيروتنې تکراروي؟

هغه ازموينه چې دافغانستان په سياست کې يې امريکا ماته کړه داسې انګيرل کيده چې ګنې نور به په دغه لاره کې نړيوال او دسيمې هيوادونه په دې پوه شوي وي چې دقومي لږکيو پالل نه خو د دوئ ګټې خوندي کولى شي او نه هم په کور د ننه کوم اغيزه شيندلي شي امريکايانو د شمال ټلوالې په جنګسالارانو کلونه کلونه پانګونه وکړه د دې لپاره چې د افغانستان پاخه بنسټونه پرې ونړوي خو دغه طرحه په ټوله مانا پلې نه شوه اوس ايران او روسيه غواړي دسي اي اى دغه له باوره لويدلي اجينټان وپالي. د ټاکنيز اتحاد په نوم نوي اعلان هغه پوښتنې رامخې ته کړې چې دسيمې او نړۍ دښکيلو غاړو په اړوند دافغانستان په تړاو له خلکو سره شته کارپوهان وايي نړيوال نظامي ايتلاف دافغانستان دجګړې لپاره داسې طرحه جوړه کړې وه چې له مخې پښتنې سيمې وځپي او دا ځکه چې داسيمې د دې هيواد د واک او چورلونې اصلي محور و دکابل پوهنتون پخوانى استاد روستار ترکى وايي(( نړويوال لږکي قومونه ددې لپاره واک ته رواستل چې دغه دنړيوال ځواک په وړاندې پيښيدونکى غبرګون لا له وړاندې شنډ کړي په همدې سلسله کې ملي سرود ته دډيرو قومونو نومونه وردننه شوه او په نږدې هره برخه کې دملت پرځاى دقوم نوم اخستل کيده ))

خو باوري سرچينې وايي چې امريکايان دخپلې ماتې يو لامل دا ګڼي چې ګنې لږکيو يې موخې په سمه توګه پلې نه کړې او د پرمختګ پرځاى يې ستونزې وزيږولې د سرچينې له خولې ده چې امريکا غواړي راتلونکو ټاکنو ته له يوه داسې نوماند نه خپل ملاتړ وکړي چې داکثريت له منځه وي دغه څه ته په کتو د محمد محقق په کور کې له پخوانيو جنګسالارانو د پخواني امريکايي ولسمشر جورج بوش نږدى ملګرى اوافغاني الاصله امريکايي زلمى خليلزاد په احتيجاجي ډول د راتلونکو ټاکنو لپاره د ټلوالې له غړو پورته شو خليلزاد دمحقق ميلمنو ته ويلي چې نه غواړي له دغه قومي ايتلاف سره يوځاى ټاکنيزې منډې ترړې وکړي کله چې د ټاکنيز اتحاد اعلان وشو هم ښاغلى خليلزاد په دغه ډله کې راڅرګند نه شو دخليلزاد دغه دريځ دخپل ملګري پخواني امريکايي ولسمشرجورج بوش د واکمنۍ له پاليسۍ سره په ټکر کې ښکاري جورج بوش دخپلې واکمنۍ پرمهال دشمالي ټلوالې په قومندانانو له حده ډير باور درلوده او ورته يې له خپله اړخه ډيرامکانات ورکړي و خو شنونکي په دې باور دي چې نور نو امريکايان په دې پوه شوي چې له دغو جنګي ډلو کوم څه د خپلو موخو لپاره نشي ترلاسه کولى

د چارو شنونکى انجينير ګل اغا وايي ((امريکايان اوس په دې پوه شوي چې دو‌ئ ولې ټکني شو او ولې يې په افغانستان کې ښه نوم پرينښود امريکايان به اوس په دې فکر کوي چې څنګه وکولاى شي دخپلو تيرو تيروتنو جبيره ادا کړي دغه خلک هيڅ رول دافغانستان په سياست کې نه شي درلودى دا اوس نه جنګي ځواک دى نه سياسي يواځې په شيرپور دوبۍ او نورو ښارونو کې د دنګو ودانيو خاوندان دي )) ويل کيږي چې روسان او ايران د ټلوالې د غړو دوه نور ډونران دي چې ورته پيسي او نور ملاتړ ورکوي پوښتنه داده چې ولې ايران او روسيه دغه سوليدلې څيرې په لاس کې نيسي ؟ کتونکي ايران او روسيه په افغانستان کې د خپل داسې نفوذ غوښتونکي بولي چې وکولاى شي افغان بنسټونه پرې چلينج کړي او دغه ډلې دا چاره په ډيره ښه توګه سمبالولى شي چې ګډوډي او شور وساتي او امريکايانو د ايران او روسيي د ګټو خونديتوب لپاره لا له وړاندې لاره هواره کړې

4 thoughts on “باور ورځپاڼه: خليلزاد جورج بوش وننګوه”
  1. !سلامونه هيوادوالو
    مننه شه ليكنه ده، په د ليكنه كي زه پشتنو ته سبق وينم چه بايد زياتي سره راويش شي او لاس په كار شي د گران افغانستان په خاطر كه د هري ادولرژي خاوندان دي. او الله مكه كه يووار ورخ (ش) اوبو لاندي كه بيايي ترل ممكنه ندي. په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  2. سلامونه اونیکی هیلی
    زما په نظر غټ کور که هرڅومره ضربه ووینی هم غټ وی پښتون قوم که هرڅومره امریکاه ایران روسیه اونور داسی هیوادونه افراد ډلی اوګوندونه وځپی بیا هم پښتانه یوغټ قوم دی هیڅکله به هم وړوکی اوبی عزته اوبی اعتباره اودچا دسلطی لاندی رانشی وسلام دپښتون قوم دلا سرلوړی په هیله

  3. د افغانستان ټاکنیز اتحاد د پښتنو لپاره لوی چلنج دی او په اوسنیو دریځونو لکه کرزی، ملا عمر او ګلبدین باندې ددغه چلنج ځوابول او یا ددغه ګند څخه د خلاصون نا ممکن ښکاري.

    پښتانه باید د هرې ممکنه لارې چې وي سره یو شي، کچیرې کرزی وسلوال مخالفان سولې ته نشي راضي کولی، بیا نو ښه ده چې میدان لږکیو ته خالي پریږدي چې طالبان ېې په دوه ورځو له شمالي پولو وشړي او د ایران او شوروي په کونه ېې ور د ننه کړي

  4. درنو هیوادوالو
    که چیری مونږ په دی باور ووکړو چی ګواکی امریکایانو اشتباه کړی او په دی نه پوهیدل چی لږکیو په زور د زمریانو په هیواد په زور حکومت نه شی کولای نو صحی اند راته نه ښکاری مونږ له بده مرغه ډیر له دی لری یو چی د امریکایانو پالیسی راته په ډاګه شی کیدای شی ۳۰ کاله وروسته دا ښکاره شی چی امریکایانو ولی په لږکیو باور ووکړ او د هیواد په اصلی څښتن یی باور لا وونه کړ چی قدرت په لاس ورکړی هو یوه خبره زه دلته هرومرو ویل غواړم او هغه دا چی تر څو چی پښتانه ځانونه په ډیره کمه بیه خرڅوی او خپل منځ کی یو او په بل باور نه کوی او سره وژنی بیا نو د داسی یو چا څخه چی د اړتیا په وخت کی یو بل هیواد ته هم تلی او هلته ژوند کولای شی ددی ګیله ولی کوو چی هیواد یی خرڅ کړ تاجک به په اړین وخت کی تاجکستان او ازبک به ازبکستان او هزاره هم ایران ته لاړ شی خو پښتون خو بل کور نه لری همدا یو افغانستان دی بل به ورته له کومه کړو خو چی ددی داقعت سره سره پښتون خبل هیواد خرڅوی نو له نورو به څه ګیله ووکړو او دا چی بحث لری لاړنه شی راځو د هیواد د نوی تاریخ یوی بلی بدمرغی کرښی ته چی د مسعود خلیلی دوستم او بی نوره عطا پسی ده هم په خپل وار دغه د زمریانو ټاټوبی ته درانه ګذارونه ورکړی او اوس بیا ددی جرآت هم کوی چی غواړی زمونږ په هغه زخمونو کوم چی لا روغ شوی نه دی بیا مالګه راوودوړوی زما هیله خو د ټولو هیوادوالو څخه داده چی په یوه پښتانه مشیر سره راټول شی په نننی نړی کی خو ملایکی ورته نه شو پیدا کولای که لږ څه یی زمونږ خږش هم نه شی خو چی په دی پوهه شو چی خپل هیواد ژبه او کلچر نه خرڅوی نو په کار ده چی لاس سره ورکړو تر څو د هیواد د اصلی دښمنانو لکه بینوره عطا دوستم خلیلی محقق او خلیلزاد څخه مو الله ج په خپل مرحمت سره خلاص کړی. په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *