د لوګر والي د کومو استخباراتي کړيو ښکارشو؟؟
د لوګر د والي ارسلا جمال له وژل کيدو وروسته د پيښې په تړاو ډول ډول غبرګونونه شته ،چارواکو که په څرګنده د خپل دولت مخالفينوته دپړې ګوته نيولې ،خو شنونکي وايي چې د سيمې استخباراتي شبکو هغه چې افغان دولت ترې په زغرده د پوښتنې ځواک نه لري د دغه وژنې ترشا دي .که څه هم ځينو چارواکو هم په محطاطانه انداز دا منلې چې بهرنۍ جاسوسې ادارې په دغه وژنه کې لاس لري، خو لاهم يوه څرګند ادرس ته دګوت نيونې لپاره ګام نه دى پورته شوى .
داختر په لومړۍ ورځ په جومات کې ځاى پرځاى شوي بم د لوګر والي ارسلا جمال وواژه دغندنې غبرګونونه په کور دننه او بهر کې راپورته شو وسله وال طالبان چې ځينې چارواکي يې د دغه وژنې ترشا يادوي هم دا نه مني چې بريد دې دوئ کړى وي
داسلامي تحريک فدايي ډله چې څو ورځو وروسته يې ځان دارسلا جمال دوژنې مسول ګڼلى هم د ډيرو باور وړ ځکه نه شي کيداى، چې دغه ډله لا خو په سيمه کې ناپيژانده ده
اوس پوښتنه داده چې، څوک په پيښه کې ښکيل ګڼل کيداى شي او ولې افغان دولت په څرګند دپيښې په اړه ډاډه څه نه وايي ؟؟
دکورنيو چارو وزارت د تيرپه تکرار ،ايله دومره ويلي چې دڅيړنې په تړاو يې هلې ځلې ګړندۍ کړي دي، خو دا هغه خبره ده چې په افغان حکومت کې له هرې پيښې وروسته کيږي.
شنونکي په دې اند دي چې پر جمال بريد کې هغه استخباراتي کړۍ ښکيلې دي چې په سيمه کې يې خپل فعاليتونه کوي او تر ډيره دلوګر ولايت د ميسو عينک کان سره يې ګټې تړلي دي. يوې سرچينې دا هم ويلي چې په دې وروستيو کې له امريکايانو سره هم دارسلا جمال اړيکې له دې امله خړې پړې شوې وې چې جمال په دغه کان بريدګر جنګيالي د امريکا له ملاتړه برخمن بللي و د دغه سرچينې په باور له دې څرګندونو وروسته امريکايانو له والي ارسلاجمال سره ښه نه پالل .
خو دا چې ولې دولت د جمال او ورته نورو څيرو له وژنو وروسته ډراماتيک چلند کوي کتونکي وايي په دولت کې د ننه د ستونزو شتو ټکو دغه څه ته لاره جوړه کړې او په دې سره د دغو ځنځيري وژنو لپاره نور هم وژونکي ډاډه کوي دسياسي چارو شنونکي جاويد احمد غفور ملي باور ته وويل (( زمونږ مهمی امنیتی ادارې دیو شمیر
ډلو په لاس کې دی ،چې د ملي ګټو پرځای شخصي ګټو ته ترجیع ورکوي او زه فکر کوم په افغانستان کې دهغو خلکو مخنیوی هم کېږی څوک چې غواړی ښه مدیریت او سیستم رامنځ ته کړي))
دنوموړي په خبره که چيرې په دولت کې دننه سمون را نه شي او د جمال د وژنې مسله په سمه توګه ونه څيړل شي او پايله يې په ډاګه نه شي، ويره شته چې نورو پيښو ته هم لار ه جوړه شي .
دا په افغانستان کې د سياسي او مهمو څيرو دوژنې لومړۍ پيښه نه ده ،خو په تيرو لسو کلونو کې ديوې پيښې په اړه هم کره پلټنې نه دي شوي .
ويل کيږي دسيمې استخبارت چې په داسې پيښو کې لاس لري په کابل کې دننه دخپل ځواک نه په ګټه اخستنې دپيښو دپلټنو مخه نيسي.