د بهرنیوځواکونو له وتلو وروسته افغانستان څومره خوندي دی ؟

په افغانستان کې دالقاعدې ډلې دنویوفعالیتونو په تړاو داسې مهال خبرې کیږي چې له دې هیواده دترهګرۍ ضد ماموریت په پلمه زرګونه بهرني پوځیان بیرته په وتلو دي .

که څه هم افغان امنیتي ځواکونه ډاډمن دي چې له بهرنیوپوځيانوله وتلو وروسته به یې په وړاندې ډیرې نه وي او د دوئ وړتیاوې دومره دي چې کولای شي خپل مخالفین پرې وځپي خو دشنونکو باور دادی چې که دالقاعدې په څیرې جنګیالۍ ډلې بیاځل افغانستان خپل سنګر وګرځوي ګرانه به وي چې افغان امنیتي ځواک دې دکرارۍ په کابو کولو کې بریالي وي.

لږدیځو خبري اژانسونو په خپلو تازه رپوټونو کې ویلي چې دافغانستان په ختیځو څنډو کې دالقاعدې جنګیالي بیا پر تنظیم بوخت دي او غواړي چې د دوه زره څوارلسم کال وروسته هله چې بهرني پوځونه افغانستان پریږدي خپل سنګرونه بیرته غښتلي کړي ، سرچینې وايي دفاروق القتاني په نوم یو عرب جګړه پال چې د امریکا دترټولو نږدې ملګري هیواد قطر اوسیدونکی دی دختیځ ولایت کونړ په غرنیو سیموکې دجنګیالیو په جلب اوجذب بوخت دی او خواري یې داده چې دبهرنیانو له وتلو وروسته به دغه ډله په دې سیموکې خپل نړیدلي فعالیتونو یو وار بیا په پښو ودروي .

دافغان امنیتي ادارو یوې سرچینې ملي باور سره په خبرو کې هم منلې ده چې دکونړ په وټپور او شیګل ولسوالیوکې یې دالقاعدې د دا ډول غونډو منډو خبرونه اوریدلي دی دغه امنیتي چارواکي وویل په دې وروستیو کې دوه وارې عرب جنګیالیو دخپل چارو دتنظیم لپاره په یادو غرنیو سیمو کې هلته چې د دولت واک نشته خپلې ناستې کړي دي .

سرچینه وايي اوس مهال دالقاعدې غړي په افغانستان کې کوم څرګند ادرس نه لري او نه هم کوم داسې پاخه سنګرونه لري چې د دوئ ځواکونه دې هغه په نښه کړي ، خو دغه جنګیالي په ګرځنده فعالیتونو سره هڅه کوي خپلې موخې پلې کړې او د دې لپاره خورورو سیمو ته سفرونه کوي .

دغه امنیتي چارواکي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که القاعده بیا راټوله شي او پام یې پر افغانستان شي په داسې حال کې چې دامریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه هم په وتلو دي او له دې هیواده یې مخ په ستنیدو دی افغان پوځیان به دا وړتیا ولري چې ګنې په یواځې سر دې دغې نړیوالې جنګې ډلې سره مبارزه وکړي؟

هغه وویل تر ډیره دالقاعدې غړي په دې وروستیو کې دبې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي او ډیرې سیمې چې د دوئ جنګیالیو ترې ګټه پورته کوله دافغان ځواکونو دعملیاتو په پایله کې پاکې شوې دي او اوس افغان پوځيان دا وس لري چې په ټول هیواد کې له امنیتي او پوځي ننګونو سره مقابله وکړي.

خو شنونکي په دې اند دي که افغان پوځ او استخباراتي ادارې پیاوړې نشي او پوځ په درنو وسلو سمبال نه شي ګرانه ده چې دالقاعدې په څیر هغې ډلې سره دې په جګړه کې بریالي وي چې دامریکا په څیر نړیوال ځواک یې لالهانده کړی دی .

دچارو شنونکی عبدالواحد احدي وايي ((زموږ اردو دروحیې له پلوه قوي ده سرتیري هم لرو خو د اکمال او تجهیز له اړخه ډیر فکر نه دی شوی القاعده که بیا په افغانستان کې راپورته کیږي نو مقابله به یې هم اسانه نه وي دامریکا په څیر هیوادونه یې په منډو کړي دي پاکستان هم دټوټه کولو خواته ورنژدې کړی دی اوښايي دسیمې دجغرافيي بدلون لپاره لا نور ډیر کار وکړي ))

په وروستیو کې کلونو کې امریکا اعلان کړی و چې ددغه ډلې نږدې سل غړي په افغانستان کې فعال دي خو په دې وروستیو کې داسې رپوټونه هم و چې کڼ بهرني جنګیالي چې قومانده یې له القاعدې سره وه له افغانستانه وتلي او په سوریه کې جګړه کوي خو د جلب او جذب دا نوې خبره په دې هیواد کې دجګړې د دوام فکر غښتلی کولای شي.

One thought on “باور ورځپاڼه: د القاعدې یوبل ماموریت”
  1. درواغ مه وایاست څه چی دخدای (ج) رضا وی هغه به کیږی نه یی ولاکه القاعده وکړی اونه یی ولاکه امریکا داهسی خبری دی افغانان په ویره کی اچوی باور ورځپانه بیا داسی خبری پسی راواخلی دخلګو په ذهنو کی داسی تشویش پیداکوی هغوته دا په نظر کی ورکړی که امریکا نه وو نو افغانستان خراب دی او خرابیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *