امريکا په امنيتي تړون لاسليک ته ولې بيړه کوي؟

  افغان ولسمشر حامد کرزي د مشورتي لويي جرګې هغه پريکړه چي له امریکا متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون په اړه يې وکړه ومنله. خو افغان ولسمشر دا ونه ويل چي امنيتي تړون به څه وخت لاس ليک کړي، کرزي ته د لويې مشورتي جرګې د ٥٠ ګونو کمېټو غوښتنې او وړانديزونه د جرګې په وروستۍ ورځ داسې مهال ورسېدل، چې نوموړي لاهم تر ټاکنو وروسته د امنيتي سند په لاسليک ټينګار کاوه او د جرګې مشر حضرت صبغت الله مجددي بيا ويل چې په تړون کې د ملي حاکميت مخالف مواد نه شته او بايد تر ټاکنو مخکې يې حامد کرزى هم لاسليک کړي.

  د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون پر سر رابلل سوي مشورتي لويي جرګې په څلورمه يا وروستۍ ورځ په بنځوسو کمېټو کي تر دوو کاري ورځو بحثونو وروسته پرون د يکشنبې په ورځ  په اکثريت سره افغان ولسمشر ته مشوره ورکړه چي له امریکا متحده ايالاتو سره امنيتي تړون لاس لیک کړي.

    سپینه ماڼۍ لا له وړاندې  په ډېره ټینګه کابل ته ددې سپارښتنه کوله، چې د تړون لاسلیک کېدا ونه ځنډوي. واشنګټن دغه بلنه تر هغه وروسته ورکړه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي اعلان وکړ ،چې دى د دغه تړون ملاتړ کوي، خو کچېرته د مشورتي لويې جرګې تاييد او د ملي شورا تصويب هم له ځان سره ولري، نو دى به يې د غوره ټاکنو له ترسره کېدو وړاندې لاسليک نه کړي.

  د شننونکي په اند واشنګټن د خپلې ټینګتیا علت دا ګڼي چې که چېرې دغه تړون د روان کال تر پایه لاسلیک نشي، نو دغه کار د امریکا متحدو ایالتونو او د دوی متحدینو ته تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپل پوځي حضور په پلانولو کې خنډونه راپیدا کوي. خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د تړون د لاسلیک کېدا د ځنډولو په دلیل کې وایي، چې د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې په موده کې به کابل پر دې باوري شي چې ایا د امریکا متحد ایالتونه په ریښتیا هم په هېواد کې د امنیت ساتنې په ساحه کې مرستې کولو ته چمتو دي او که نه؟

  کېدای شي چې همدغه علت هم وي. خو نور علتونه هم شته. د بېلګې  په توګه ځینې داسې ګڼي چې حامد کرزی د تړون په لاسلیک کولو کې ځکه بېړه نه کوي، چې واشنګټن ته ددې شونتیا ورکړي چې د دغه تړون په وړاندې د سیمه ییزو لوبغاړو له پلوه، او په تېره بیا د روسیې، چین او ایران غبرګون واوري.

د کرزي شرطونه

   کرزي په خپله وينا کي بیا هم پر خپلو درو شرطونو باندي ټينګار وکړ او هغه په اړه يې خپل دلايل وړاندي کړل. افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل لومړي شرط په اړه چي هغه په افغانستان کي د سولي راتګ دی وويل، چي سوله بايد اوس افغانستان ته راسي نه لس کاله وروسته: «د دې قرارداد له پاره زموږ شرط سوله ده. امریکا دي موږ ته سوله راولي او زه به ستاسو امر قبول او لاس ليک به يې کړم.»

  ولسمشر کرزي خپل دوهم شريط چي هغه د افغانانو د کورنو تلاښۍ او د شپې عملياتو دي په اړه وويل چي دغه تلاښي بايد سره له اوسه بندي سي که نه امنيتي تړون هيڅ معنی نه لري: «موږ امریکا ته په خپله خاوره کي اډې ور کوو خو زموږ اول شرط امنيت دی. دا په دې معنی چي سر له اوسه نور زموږ د   کورنو تلاښۍ بندي دي.» کرزي زياته کړه: «که امريکايان يو وار هم نور زموږ وکورونو ته ننوتل يا يې تلاشي وکړه دغه قرارداد نه کیږي.»

      کرزي د خپل دريم شرط په اړه چي هغه په رڼه  ډول د ټاکنو تر سره کول دي وويل: «د لويي جرګې تر دايرېدو درې ورځي دمخه موږ د امريکا متحده ايالاتو له سفر او ځواکونو له قوماندان سره په يوه غونډه کي وو او د امنيتي تړون پر دريمه ماده سره جوړ نه سوو. دا ماده د افغانانو پر کورنو باندي پوځي عمليات دي، دوی ويل چي موږ ته يوه استثنا قايل سی خو موږ ورته وويل چي نه تاسو تلوار مه کوی راسي چي دغه قرارداد پريږدو چي پنځه مياشتي وروسته يې نوی جمهور رييس او حکومت لاس ليک کړي. دوی ويل چي نه موږ خپل پروګرام لرو او دا بايد اوس لاس ليک سي. دوی ويل چي نه کيدای سي د انتخاباتو تر لومړی دورې وروسته دوهمه دوره پنځه شپږ مياشتي وځنډيږي.»

له امنيتي سند د ګاونډيانو وېره

   شننونکى او د حقوقي چارو ليکوال محمدګلاب وردګ وايي: واشنګټن په خپل وار له دې نه، ډاریږي چې که چېرې کابل، د دغه تړون په وړاندې د خپلو سیمه ییزو ګاونډیو او د هېواد په دننه کې غبرګون وویني، کېدای شي چې د تړون له لاسلیک کولو ډډه وکړي. د داخلي اپوزیسیون په تړاو خو، د مشورتي لویې جرګې د کار پر لومړۍ ورځ د بادغیس ولایت د سناتورې بلقیس روشن له خوا د کرزي د وینا پر مهال ښودل شوی غبرګون، د پاملرنې وړ دی. دا د ولسمشر په خبرو کې ورولوېده او ویې ویل چې دغه تړون د افغانستان د ګټو ځواب نه وایي.

     دده په اند د هلمند په شوراب په هوایي اډه کې د الوتکو د کېناستو او جګېدو دومره ښه کرښه جوړه شوې چې د الوتکو ټول ډولونه او حتی ستراتیژیکي بم غورځوونکې الوتکې هم پرې کېناستلې او ورڅخه جګېدلای شي. دغه اډه د څه لپاره جوړه ده؟ د ۲۰۰۳ کال په جنوري کې د امریکا متحدو ایالتونو خپله پوځي کړنلاره ژوره بدله کړه. په دغه کړنلاره کې اساسي ډډه د لوړټیکوالي پر وزر لرونکو توغندیو او د لوړ ټیکوالي پر هوایي بمونو لګول شوې، نه پر بالیستیکي اټومي توغندیو. دغه پرېکړه چې جارج بوش لاسلیک کړې، « د ګړندي نړیوال ګوزار کړنلاره » په نامه مشوره شوې ده.

 د سياسي چارو يو بل شنوونکى او انجنير مطيع الله خروټى بيا وايي، چې کرزي غواړي خپل مسووليت له اوږو لرې او د راتلونکي نسل په زړه کې ځان ته ځاى ومومي . نوموړي په دې اړه له ملي باور سره په مرکه کې وويل: ((زما په نظر حامد کرزى په دې باندې ښه پوهېږي چې دجگرې په وخت کې تړون لاسليکول یعني د هغه افغانانو وژل چې دحاکمیت په مقابل کی مقاومت کوي ، دا تور داغ د تاریخ دى او ده ددغه تور داغ ملامتيا د جرګې په رييس او غړو واچوله، چې ګني زه يې نه کوم، خو که ملت يې کوي، بيايې نو مسووليت اخلم. دده لومړۍ موخه دا وه چې د راتلونکي نسل په زړه کې ځان ته ځاى پيدا کړي. دويم دا چې د يوه ستر ابر قدرت سره مخالت کول هم يو ډول پاليسي ده، چې ده ترې کار واخيست، خو کله چې امريکايي استازي وويل چې ټاکنې به دويم دور ته لاړي شي او شپږ مياشتې وخت به ونيسي، نو بيا حاضرشو.))

ښاغلي خروټي د ولسمشر کرزي مخالفت هم لا له وړاندې مهندسي شوى ګڼي او زياتويي :((امریکا زما په نظر دکرزي ډېره قوي متحد ده او هېڅکله د کرزي د تصمیم نه ناراضه نه ده او نه مخکې وه . فقط ځيني خاص حلقات داسی گمان کوي، چې داسې به وي . د امریکا ډیر نږدې او قوي متحد پخوا هم کرزی و   اوس هم دى او د انتخاباتو نه وروسته به هم وي . دا مخالفتونه د یو منظم پلان په اساس په امریکا کې د بعضی متحدینو په واسطه مهندسی شوي وو او ملت استعمال شو.))

  د يادولو وړ ده، چې د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياندي جان پساکي د مشورتي لويې د جريان پرمهال په ښکاره الفاظو سره ويلي دي، چي د دغه تړون په لاس لیکولو کي ناکامي به داسي وشمېرل شي چي ګويا افغانستان خپلو شريکانو او ملاتړو ته ژمن نه دي، چې په دې صورت کې امريکا له افغانستان څخه دخپلو ټولو سرتېرو له وېستلو پرته بله لاره نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *