کورنیو چارو وزارت د بګرام ساتنې وړتيا لري؟
د ولسمشرحامد کرزي له خوا د کابل-واشنګټن امنیتي او دفاعي تړون د نه لاسلیکولو تر څنګ د بګرام زندان موضوع هم د امریکا او افغانستان ترمنځ په یوه جنجالي موضوع اوښتې او د دواړو لورو ترمنځ یې د ځینو بندیانو د خوشي کولو له امله ناندریز بحثونه را پارولي دي.
افغان حکومت په خپل تازه اقدام کې د یوې ځانګړې غونډې په کولو سره اوس اوس پرېکړه کړې، چې بهرني ځواکونه نور د افغانانو د نیولو حق نه لري، په دې پرېکړه کې ددې ځواکونو د عملیاتو د منع کولو خپره هم شوې ده، خو زیات جزيیات یې نه دي ورکړل شوي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د یکشنبې په ماښام په ارگ کې د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ یوه غونډه تر سره شوه، چې د افغانستان د امنیتي ارګانونو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د دې هیواد د قضایي چارو مسوولینو هم په کې ګډون کړی وو.
خبرپاڼه کاږي، چې وروسته له دې بهرني سرتېري د عملیاتو، د افغانانو د نیولو او یا د زندانونو د درلودلو حق نه لري او ددې ترڅنګ د بګرام د زندان په اړه ټول موقت ترتیبات لغو اعلان شوي دي. په دې ناسته کې قاضي القضات، د سترې محکمې مشر، د عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو، لوی څارنوال، د ملي امنیت سلاکار، د دفاع وزارت مرستیال، د ارزوونکې کمېټې مشر قاضي عبدالکریم قانت او د بګزام زندانیانو د دوسیو څېړلو کمېټې مشر عبدالشکور دادرس هم ګډون درلود.
بګرام زندان د کابل په شمال کې د افغانستان تر ټولو لوی زندان دی، چې د ځینو په وینا ”ډېر خطرناک بندیان” په کې ساتل کېږي.اوس چې د بګرام د بندیانو د دوسیو څېړلو په تړاو د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شوی، د دوه اړخیزه هوکړه لیک پربنسټ باید د افغانستان د دفاع وزیر او ایتلافي ځواکونو عمومي قومندان یې باید په اړه مخامخ خبرې وکړي.
افغان چارواکو وړاندې څرګنده کړې وه، چې بګرام زندان هغه ۳۷ تنه بندیان چې د امریکا له خوا خطرناک بلل شوي تر اداري پړاونو وروسته به په راتلونکو دوو اونیو کې خوشې شي.د بګرام له زندانه د ۸۸ بندیانو له ډلې د ۳۷ تنو د خوشې کېدو له خبر سره چې د افغان او امریکايي چارواکو د اختلاف لامل شوی، امریکایانو یو ځل بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی چې دغه کسان خطرناک دي او د هغوی د خوشې کېدو په اړه يې اندېښنه ښوولې ده.
امریکايي ځواکونه وايي د ۸۸ بندیانو له ډلې څلوېښت سلنه یې په مخامخ جګړو کې ونډه درلوده چې ۵۷ افغان او بهرنیو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.همدا شان ویل شوي چې دېرش سلنه یې ۶۹ امریکايي او ایتلافي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه مهال د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي د امريکايي ځواکونو ددې څرګندونو په غبرګون کې په ډاګه وویل:موږ د امريکايي ځواکونو وينا په ټينگه ردوو. افغانستان يو خپلواک هېواد دى او د بگرام له زندانه د بنديانو پرېښوول يې د قضايي چارواکو پرېکړه ده چې بايد ورته درناوى وشي
پردې سربیره افغان حکومت پریکړه کړې ده چې د بگرام زندان د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري او د افغانستان د نورو زندانونو په څیر به فعالیت کوي.
اعلامیه وړاندې لیکي: له دې وروسته به د بګرام دغه زندان د هېواد د نورو زندانونو په شان د کورنيو چارو په وزارت پورې تړاو ولري او د دغه وزارت له خوا به اداره کېږي.
د دفاع وزارت پخوانی کارکوونکی او دا منیتي چارو کارپوه ډګروال عبدالصمد وايي، چې اوسمهال افغان ځواکونه دا وړتیا لري، چې په یواځې عملیاتو ترڅنګ د بګرام زندان ساتنه هم وکړي، هغه په دې اړه ملي باور ته وويل:((ملي امنيتي ځواکونو د بګرام ترساتنې سخت ماموريتونه تر سره کوي، که بهرني ځواکونه کومه بله معامله ونه کړي او په افغان دفاعي ځواکون باور ولري، نو زه دا وړتیا په کې ونیم، چې بګرام په ښه ډول کنټرول او کومه امنیتي اندېښنه نه شته .))
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ددې پرېکړې وروسته رسنیو ته يواځې دومره وویل، چې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په اعلامیه کې د عملیاتو له بندیز څخه خبره شوې ده نو سمه ده او په دې اړه ډېر وضاحت ته اړتیا نه شته.