د افغان مېرمنو “پلو” په سوله کې څومره رول لري؟
د افغانستان د بشري وضعیت د څار اود ملگرو ملتونو د ښځو د ادارې له خوا په کابل کې جوړه شوې«افغانستان د ښځو په ملي جرگه» اندیښنه څرګندوي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به یې حقونه تر پښو لاندې شي. د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه راټولو شوو په لسګونو ښځو د تحول د لسیزې په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
په دې جرګه کې د افغانستان د بشري حقونو کمسیون د ښځو چارو کمشنرې او ددې جرګې یوې غړې په خپله وینا کې وویل، چې د افغان مېرمنو د لاسته راوړنو دخوندیتوپ لپاره باید نړیواله ټولنه د د دوی غږ واورې. اغلې صبحرنګ زیاته کړه : ((د افغان مېرمنو غږونه باید د ټولې نړۍ د ښځو، د ازادۍ او عدالت غوښتونکو ښځو له غږونو سره یو مل شي. څو افغان میرمنې هم د عدالت غوښتنې په خوځښت کې خپل مقام پیدا کړي.))
وړمه ورځ په کابل کې له دوه سوه زرو څخه زیاتو ښځو له یوه سراسري کمپاین وروسته ( د ۱۳۹۲ د مرغومې له ۲۵ تر کب ۱۰) په هېوادکې د اوربند او د سولې د ټینګښت لپاره لاسلیکونه وکړل. په یاد کمپاین کې، افغان ښځو په هېوادکې د سراسري سولې او ملي یووالي د ټینګښت په هدف له دولت، وسله والو مخالفینو او له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې اوربند اعلان او سولې ته غاړه کیږدي.
د افغان ښځو اعلامیه څرګندوی، چې سوله د هر افغان غوښتنه ده او موږ په دې باورلرو چې ښکیل لوري به زمونږ د عزت او عفت پلو ته په درنه سترګه وګوري او زموږ دې اسلامي او افغاني غوښتنې ته به مثبت ځواب و وایي او جګړه به پای ته و رسوي.
اعلامیه وړاندې کاږي، چې د افغانستان خلک په خپل هېواد مین دي او هېڅکله د دې غوښتونکي نه دي چې خویندې او میندې یې کونډې او بې سرپرسته شي. نه غواړي د هېواد بچیان د پلار او مور له مینې بې برخې، په بې وزلۍ او غربت کې ژوند وکړي.
خو د افغان حکومت وسله وال مخالفین د ښځو ټیګري یا “پلو” یا پلو ته څومره درناوی لري او په داسې یوه وضعیت کې چې مخالفین خپله هره غوښتنه په تاوتریخوالي او ټوپک ترسره کوي، ښځې چې په جګړو کې ښکېلې نه دي، څومره رول لوبولی شي؟
لیکواله او خبریاله سلما ستانکزۍ ورته ډېره هلمنه نه ښکاري، هغه په دې اړه زیاتوي:”په افغاني ټولنه کې هغه که طالبان وي او که نور څوک وي، دښځو ځولۍ او ټیکري ته ډېر درناوی کوي ، ډېری داسې مثالونه لرو چې د دوو لویو قومونو ترمنځ ډېرې لویې شخړې ښځو هوارې کړي دي، خو د افغانستان اوسنۍ جګړه افغاني جګړه نه ده ، بهرني ابعاد لري، نو ممکن ځینې کلتوري ارزښتونه په کې رنګ وبایلي.”
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم په دې اړه په خپره کړې اعلامیه کې د افغان ښځو له دې اعلامیې ملاتړ څرګند کړی او ولسمشر حامد کرزي د سولې د ټینګښټ لپاره د افغان ښځو غږ او پراخې هڅې ستايلي دي.اعلامیه زیاتوي:” د افغانستان ښځو د ټولنې د نیم وجود په توګه له کلونو را هیسې زیاتې قربانۍ ورکړي دي او د خپل تاریخي رسالت په درک سره یې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت لپاره تل خپل غږ اوچت کړی دی.”
د یادونې وړ ده، چې پلان سره سیم د روان کال تر پایه پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، افغان میرمني همدا اوس اندیښنه لري چې شاید د بهرنیانو له وتلو سره طالبان یو ځل بیا واک تر لاسه او هغوی په کور کښېنوي.