د ټاکنو په تړاو ورو ورو هغه هڅې بربنډېږي، چې کتونکي يې دسياسي لوبغاړو مانورې بولي، لومړنۍ هلو ځلو دا ښودله چې د حکومت اپوزيسيون به ترټولو غښتلى نوماند ټاکنو ته مخکې کړي ، ځکه چې د دوى منډې ترړې دا وې، چې ټول حکومت مخالف سياسيون په يوه ټغر راټول کړي ، خو د تمو خلاف لومړنۍ ناسته له ناکامۍسره مخ شوه او يوشمير کسان په دې دليل له دغو هڅو ووتل، چې ګنې قومي رنګ د ټاکنو پر سرسيورى غوړوي، بيا هم د انتخاباتي اتحاد په نوم ايتلاف جوړشو، چې تر ډېره په کې د شمال ټلوالې پخواني غړى ښکارېده، خو کاروان يې تر وروستۍ کرښې ونه رسيده . سرچينې وايي، ددغه انتخاباتي اتحاد نږدې، هر غړي ځان د نوماندۍ لپاره وړباله، همدغه دريځونو اتحاد پاتې نه کړ او اوس چې د ټاکنو لپاره د نوماندانو دشرايطو معلوماتي کڅوړو وېش پيل شوى او نوم ليکنه په رسمي ډول پيلېږي. يوې سرچينې ملي باورته څرګنده کړې، چې د انتخاباتي اتحاد درېيو غړو ډاکټر عبدالله ، محمد محقق او احمد ضيا مسعود معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې او احتمالي کانديدانو په توګه د ټاکنو خپلواک کميسيون ته ورغلي وېل کېږي د دغه اتحاد يو بل غړي عطا محمد نور د يوه بل احتمالي نوماند زلمي رسول سره د مرستيالۍ په نيت غوږونه نږدې کړي دي . د چارو شنونکي ددغه اتحاد پاشل کېده په راټولو ډلو کې د يوه ګډ اېډيالوژيک نظر نشتوالى يادوي او وايي، چې دوئ خپلو شخصي غرضونو راټول کړي و نه ملي موخو، د نظر خاوند محمد ادريس غروال باور ته وويل :((کله چې په سياست کې ګډ ارزښتونه د اېتلاف پر وخت نه وي، هغه اېتلاف ډېر ژر له ناکامۍ سره مخ کېږي، شخصي سليقې د ګډې مبارزې مخه نيسي، بله دا چې په انتخاباتي اتحاد کې راغونډشوي کسان په حقيقي مانا سياسي څيرې نه وې، دوى ته جګړو نوم ورکړى و، هغه جګړې چې افغانان يې وځپل او اوس هېڅوک هم ورته درناوى نه کوي. د دغو ډلو تګلارې د ملت لپاره څرګندې نه دي او نه خو پرې څوک په اسانۍ باور کولاى شي )). دسياسي چارو کارپوه مطيع الله صافى هم په ورته نظر کې يادې ډلې سياسي نه، بلکې جنګي بولي: ((دغه اېتلاف د هغو کسانو جنګ سالارانو څخه جوړ شوو، چې هم یې د روسانو په وخت کې قدرت ته درسېدو لپاره د افغانستان، د خلکو پر جهاد معاملې وکړې او هم په پراخه توګه دوى په کورنیو جګړو کې لاس درلود، د هغې نه وروسته کله چې افغانستان یو نوي پړاو ته ور داخل شو، دوی یو ځل بیا د بن کنفرانس په ترڅ کې د قدرت په ګدۍ کېناستل او ټول امتیازات یې ځانونو ته مختص کړل، تېرو لسو کلونو په جریان کې دوى ډېرى پانګه تر لاسه کړې، اوس چې افغانستان یو نوي پړاو ته ور ننوځي، دوى غواړي په یو ډول نه یو ډول په قدرت کې پاتې شي. ځکه دوی غواړي په حکومت د یو ډول د فشار قوی په توګه ځانونه ور وپیژني تر څو له یو خوا په راتلونکي حکومت کې د پوره ونډې تر څنګ د خپلو نامشروع پانګو ساتنه وکړي او له بلی خوا په راتلونکی حکومت کې د مخالفو لورو د واک نه رسېدلو نه وېرېږي، حال دا چې دوى په هر یو په خپله هم نه په دغه اتحاد باور لري او نه هم د دوى ګټې او نظرونه سره ګډ دي، په همدغه دلیل دغه اېتلاف اوس مهال د پاشېدو په حال کې دى.)) بل پلو يو شمېرهغه څيرې هم په احتمالي نوماندانو کې راڅرګندې شوي، چې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره پرې د نوماندۍ باور هم جعلي ګرځي، له ډېرو سره شک دادى، چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون له لوري، د رايه ورکونو دکارتو دشمېر حقيقي راټولول به هم ورته ګران کار وي، خو د ټاکنو خپلواک کميسيون چارواکي وايي، دا وار د تېر په پرتله به د نوماندانو شمېر هم ځکه کم وي، چې کميسيون ورسره په قوانينو کې جديت کوي. د ډېرو نظر دادى، چې ټول نوماند د ګټې په تمه ټاکنو ته ځانونه نه کانديدوي، يو شمير د خپلو څېرو لا مطرح کول، دخپل نفوذ معلومول او يوشمېرنور هغه چې له بهرنيو هېوادونو سره استخباراتي اړيکي لري، د ځان د پوخوالي ډاډ ورکوي.