څوک د جګړې او څوک  د سولې قومانده ورکوي؟

د سولې په روان بهيرشکمن افغانان لاهم نه پوهيږي چې کله به په ريښتينې ډول د سولې او ټيکاو لپاره عملي ګامونه پورته شي .د سولې عالي شوار هم مني چې د دوئ د نه پرمختګ لامل دامريکا او نورو بهرنيو هيوادونو هغه سياستونه دي چې له مخې يې پرافغاني سوله  خپلو موخو ته لومړيتوب ورکوي او د شعارونو تربريده دامن پښه پرځاى پروسه يواځې دجګړو د اوږدولو لپاره د پلمو په توګه کاروي د ولسي جرګې يوشمير غړي د کابل سوله بهرنۍ ګڼي او وايي چې امريکا ،انګلستان،پاکستان او نور هيوادونه  خپلې جلا جلا پاليسۍ لري او ګرانه ده چې دافغانستان د سولې عالي شورا دې خپلې اعلان کړې موخې ته ورسيږي.

په افغانستان کې له جګړې سره هم مهاله د سولې په نوم هم له هغه وروسته سمبوليکې هڅې ګړندۍ شوې چې نړيواله پوځي ټلواله په دې وپوهيده چې يواځې    جګړه يې په سيمه کې د حضور لپاره نه شي پلمه کيداى شنونکي د سولې روان بهير دنړيوالو هغه غولونکې پروژه بولي چې په تيرو څو کلونو کې يې افغانان په همدې نوم بوخت وساتل چې د دوئ دجګړيز ماموريت په وړاندې راپورته نه شي افغان ژورنالست ولي الله شاهين د دغه نظروالو له ډلې دى هغه وايي (( که دنړيوالو جنګي ماموريت ته وکتل شي دوئ ډير ژر افغانانو ته خپلې موخې په خپلو فعاليتونو کې په ډاګه کړې او افغانان په دې وپوهيده چې دامريکا او متحيدينو جګړه يې دڅه لپاره ده نو دوئ مجبورشول چې د سولې په نوم هم يوه پروژه په لار واچوي او خلک د دې بې پايلې جګړې په وړاندې غلي وساتي او وښيي چې دوئ غواړي افغانانو ته دټيکاو او امن لپاره همدلته ديره دي ))

د ملي شورا يو شمير غړي د سولې په شته ميکانيزم سره ويشلي دي ځينې يې په دې باور دي چې که نړيوالې ټولنې د سولې لپاره داسې مرکچيان رامخې ته کړى واى چې د ټولو باور پرې کيداى حتمې به يې پايلې هم درلودې د ولسي جرګې غړې ارين يون وايي ترهغه چې دسولې په عالي شورا کې همدا څيرې وي دجګړې دپاي ته رسولو هيلې نه شي پوره کيداى ارين وويل(( داخلک چې سوله غواړي دوئ خو په خپله وژنې کړې اول بايد له دوئ نه پوښتنه وشي دا ډيره نه منونکې خبره ده چې يو دښمن دې بله ته دسولې لپاره غږ وکړي))

خو دولسي جرګې يوبل غړى کمال ناصر اصولي جګړه اوسوله دواړه په بهرنيانو پورې تړي او وايي چې دسولې عالي شورا دا وس نه لري چې افغانستان ته دې سوله راولي اصولي وايي ((امريکا انګلستان اوپاکستان خپلې خپلې پاليسۍ لري دا دولتونوترمنځ روغه جوړه ده نه په کورنۍ کچه . ولسمشر کرزى بايد په دې برخه کې په خپله رامخې ته شي له هغو هيوادونوسره دې خبرې وکړي چې په جګړه کې ښکيل دي ))

د سولې عالي شورا هم په دې پوه ده چې دسولې په وړاندې پراته خنډونه دبهرنيانو له لوري جوړ شوي د دغه شورا دبهرنيو اړيکو مسول محمد اسمعيل قاسميار د نړيوالو هغه سياستونه د جګړې دختمولوپه لاره کې ننګونې بولي چې پکې له افغاني سولې مخکې دغه هيوادونه خپلو ګټو ته لومړيتوب ورکوي او هريو په خپلې اجندا پرمخ ځي قاسميار وايي د ګلبدين حکمتيار له ډلې سره يوې هوکړې ته رسيدلي و خو وروسته حکمتيار د امنيتي تړون دلاسليک سره دمخالفت په پلمه له خبرو په شا شو د سولې دعالي شورا غړى دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې حزب اسلامي پخوا تردې امريکايان تورن کړې و چې د کرزي او حکمتيار د ډلې ترمنځ يې د سولې دخبرو مخه ونيوله .

که څه هم په دې وروستيو کې دسولې دخبرو ډنډورې تودې دي خو جګړه هم ورسره سخته شوې او هره ورځ په کې ګڼ افغانان قرباني کيږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *