اوباما ترکومه دکرزي خبرې اوري؟

له هغه مهال چې کابل له واشنګټن سره دامنیتي تړون پر سر خپل غږ له ناندریو سره لوړ ساتلی دا شکونه شته چې ښايي دافغان دولت دا دریځ ګنې یوه تشه مناوره ده چې وايي که امریکايي پوځیان پر ولسي افغانانو خپل بریدونه ونه دروي نو دوئ به ورسره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي .

دغه خبرې هله نورې هم دپام وړ شوې چې د دغه تړون لپاره په کابل کې رابلل شوې لوی جرګې ته ولسمشر کرزي په خورا ټینګار وویل که امریکایان یې په کورونو بریدونه کوي نو امنیتي تړون نشته !

کابل داسې مهال له خپل دريځه په بیا بیا دفاع کوي چې دامنیتي تړون لپاره دمشورتي جرګې نه یوه ورځ وړاندې د امریکا بې پیلوټه الوتکو دنورستان په وانت وایګل ولسوالۍ کې دبابرغاښي په سیمه کې دجنازي په مراسیمو هوايي بریدو وکړ او له شلو ډیر ولسي وګړي یې مړه او ژوبل کړه چې په کې ښځې او ماشومان هم پکې و، په ورته وخت کې دننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم امریکايي پوځیانو ولسي خلک په نښه کړه .

په ولسي افغانانو دامریکایی پوځیانو دبرید وروستۍ پیښه په سویلي ولایت هیلمند کې ده چې دافغان دولت غبرګون یې راپارولی دی .

دهیلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې بهرنیو پوځیانو په ولسي افغانانو په برید کې ښځې او ماشومان وژلي دي د دغه ولایت چارواکي وايي امریکايي پوځي الوتکو په ګرمسیر کې پر ولسي خلکو هوايي بمباري کړې ده .

که څه هم ناټو ځواکونو ویلي دپیښې په اړوند به پلټنې کوي خو دولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وايي دهیلمند هوايي بریدو دامریکا دولسمشر بارک اوباما دهغه لیک خلاف کړنه ده  چې پکې ژمنه شوې وه ددغه هیواد پوځيان به دافغانانو دکورونو درناوی کوي ، ښاغلي فیضي ګواښ وکړ که دا ډول بریدونه سملاسي ونه دریږي له واشنګټن سره کیدونکی  امنیتي تړون به نور هم وځنډوي .

دولسمشر ویاند ایمل فیضي وویل هیله یې داده چې امنیتي تړون یوه لسیزه نور هم د افغانانو لپاره د ولسي وګړو دقربانیو په مانا نه وي .

د ولسمشرۍ دفتر داسې مهال دامنیتي تړون دځنډ ګواښ کوي چې یو شمیر رسنیو د دغه تړون د لاسلیک دځنډ په احتجاج کې دتیرې مشورتي لویې جرګې ریس او پخوانی جهادي مشر صبغت الله مجدیدي له هیواده بهر وتلی او ډیرو دهغه دهجرت نوم ورکړی مجدیدي په لویه جرګه کې ګواښ کړی و که کرزی ژر ترژره تړون لاسلیک نه کړي نو دی به له هیواده بهر هجرت وکړي .
دکرزي ټینګار دامریکا هوايي بمبار او دښاغلي مجدیدي دادریځ چې امریکايي لوری دې خوښ وساتل شي دخلکو سره ګڼې پوښتنې راپورته کړي .

د ډیرو نظر دادی چې ښاغلی کرزی نه غواړي خپل ولس ته ځان پړ وښيي نوموړی غواړي دخپلې واکمنۍ په وروستۍ برخه کې دخلکو پام په دې ټکو ځان ته راواړوي چې غواړي دافغانانو دحقونو مدافع ووسي هغه څه چې نړیوال پکې دخورا سترې ملامتۍ سره مخ دي .

خبریال او دچارو شنونکی ولي الله شاهین وايي دامریکا دبریدونو مخنیوی دکرزي دوس خبره نه ده دهغه په خبره چې ولسمشر کرزی یواځې او یواځې په خبرو افغانان خپلول غواړي امریکایان چې په سیمه کې دخپلو بریدونو لپاره کومه تګلاره لري په هغه کې هیڅ بدلون نه راځي په دې امریکایان دخپلو ګټو په وړاندې د افغانانو ګټې نه لوړوي .

امریکا په افغانستان او قبایلي سیمو کې خپل هوايي بریدونه دپخوا په پرتله ډیر کړي دي سرچینې وايي پاکستان په خپله خاوره دبریدونو په مقابیل کې ډیرې پیسې له امریکايي استخباراتو لاس ته راوړي خو کابل په دې برخه کې که ځانګړی امتیاز نه لري .

داسلام اباد او کابل چارواکي هر ځل په خپلو خلکو دامریکا بریدونه ظاهرآ غندلي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *