ولسمشر به تر کومه په خپل دريځ پاتې شي؟
د امريکا او افغانستان تر منځ د امنيتي تړون په اړه د بحث او مشورې له پاره له رابلل شوې مشورتي لويې جرګې څخه نږدې درې اونۍ تېرېږي، امريکا په بيا بيا له ولسمشر کرزي څخه غوښتي، چې امنيتي سند دې په شپږو يا اوو مياشتو کې دننه لاسليک کړي، څو امريکا او نړيوال متحدين يې له ٢٠١٤ کال وروسته د خپلو پلانونو په جوړولو کار وکړي، خو د ولسمشر کرزي دريځ لا هم همغه پخوانى دى، د سولې تامين، د افغانانو په کورونو د چاپو او تلاشيو بندول او د رڼو ټاکنو ترسره کېدل لاهم د ولسمشر کرزي له وروستيو شرطونو څخه دي، چې امريکا يې په هر صورت ننګولې او د افغان مشر دريځ هم نه بليدونکى ښکاري.
د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په وروستي غونډه کې چې تېره اونۍ د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د امريکا دبهرنيو چارو وزير جان کيري په ګډون ترسره شوه، ټولو غړو هېوادونو په يوه ډول د امريکا له غوښتنې ننګه وکړه او د امنيتي تړون زر لاسليکېدل يې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو هېوادونو له پاره له ٢٠١٤ کال وروسته پلانونو جوړولو په برخه کې مهم وګڼل.
سره ددې چې په جرګه کې ٢٥٠٠ ګډونوالو د امنيتي سند متن د ځينو مادو د تعديل په اړه د ځينو وړانديزونو سره تاييد او د امريکا هغه غوښتنه يې ولسمشر کرزي ته ورغبرګه کړه، چې ګني سند دې په شپږو مياشتو کې لاسليک شي، خو دې تاييد او غوښتنې د ولسمشر په دريځ کوم تاثير ونه کړ.
د وسله والو مخالفينو له ډلې څخه د حزب اسلامي حکمتيار څانګې چې همدا مهال د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې په جګړه بوخته ده او وسله والو طالبانو په خپلو دريځونو کې د ولسمشر کرزي له دريځ په يوه ډول ننګه کړې او هغه يې په خپلو اېښو شرطونو ټينګار ته هڅولى دى.
بل خوا تر ټولو مهمه خبره دعام ولس نظر دى، ځينې شننونکي وايي،چې د ولسمشر وروستۍ دريځ نمايشي او ډرامايتک دى او ددې په اند ، چې ولسمشر کرزي په خپل زيات ټينګارسره له ځانه د ملامتۍ بار لري کوي او په ولس کې د خپل دريځ له پخولو وروسته به دا تړون له امريکا سره لاسليک کړي، خو شته ګڼ داسې عام افغانان چې د ولسمشر کرزي وروستى دريځ يې ستايلى او ولسمشر کرزي ته دهېواد د ملي ګټو او خپلواکۍ ساتلو د يوه مبارز په سترګه ګوري.
د ولسمشر کرزي دا دريځ له کابل او ځينو نورو لويو ښارونو ها خوا د لرو پرتو ولايتونو په کليو او باڼډو کې ډېر زيات محبوبيت ځکه لري، چې هلته په تېرو دولسو کلونو کې د بهرنيو ځواکونو د شپنيو عملياتو د وحشت نندارې خلکو په خپلو سترګو ليدلې، کورونه يې ړنګ شوي، ښځې او ماشومان يې وژل شوي او د زندانونو ترخې يې ليدلي دي.
د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ اوسېدونکى سيد رحمن وايي، چې همدا سږ کال پسرلى دوى په ولسوالۍ کې دامريکا هوايي ځواکونو له خوا چاپې ووهل شوې، څو ملکي وګړي يې ووژل او ځينې يې ورسره يوړل، خو دوى چې هر څومره اعتراض وکړ، نو د طالب ټاپه راپورې وه، هغه په دې اړه باور ته وويل:(( کرزي صاحب ډېر ښه کار وکړ، چې د سند له لاسليک يې انکار وکړ، امريکايانو ته يې چې داسې سپينه ونه وايې، په ځان کې بدلونه نه راولي، په دې خبره راته هغه ډېر ګران شوى دى.))
د لرو پرتو سيمو ګڼو افغانانو له ډېر پخوا نه غوښتنه کوله، حتى غوسه ناک لاريونونه يې کړي وو، چې د دوى په کورونو دې چاپې ودروي او بهرني ځواکونه دې کليوال بې ګناه وکړي، د طالبانو او ترهګرو په تور نه نيسي، چې د ولسمشر کرزي وروستۍ دريځ هم خپله د عامو افغانانو ددې غوښتنې يو تصوير دى.
ځينو نور عام وګړي بيا په دې نظر دى، چې ولسمشر کرزي خپل دا دريځ ډېر ناوخته اختيار کړى، که چېرته نوموړي څو کاله وړاندې د امريکايانو پر وړاندې خپل دا ډول موقف نيولى وى، اوس به خبره تر دې حده نه رسيده چې امريکا کله د نړيوالو کنفرانسونو د مرستې ژمنې او کله هم د صفر ټاکنه د ګواښ په توګه غوره کوي او په افغان حکومت د تړون لاسليکولو په برخه کې ترې د يوې الې په توګه کار اخلي، د ننګرهار ولايت د خوګيانو اوسېدونکي مبارز اتل باور ته وويل: کرزي صيب کولى شوى ، چې اوه اته کاله وړاندې يې هم د امريکا پر وړاندې داسې دريځ غوره کړى وى، چې همه به ددوى سيمې په امان وې او هم به هغه وخت له کرزي نه د خلکو زړونه نه بدېدل، خو اوس هم په ځاى کار دى او ترې خوښ يم.))
د چارو شننونکى او د پوهنې وزارت متقاعد مامور استاد عبدالاحد امرخيل وايي: ولسمشر ته ښايي، چې دهمدې محبوبيت نه په استفادې، دهېواد په استفادې، دخپلې واکمنۍ په وروستيو کې په هېواد کې دملي يووالي، په ملي پخلاينه کې د خلکو د ونډې او سولې پروسې د غښتلتيا لپاره ګټه واخلي او دا په زغرده ومني، چې حکومت يې په تېرو لسو کلونو کې ځينې تېروتنې کړې وې، چې له امله يې دملکي وګړو يوې برخې له دولت سره واټن ونيوه او د وسله والو مخالفينو سره په يوه ډول همغږي شول.
امرخيل د ولسمشر وروستي دريځ نوموړى په خلکو ګران کړى او ډېرى خلک چې له امريکا ځورېدلي هغه ته د يوه رښتيني او ملي مشر په سترګه ګوري او کولى شي، خپلې تېرې تېروتنې له دې لارې جبران کړي، هغه زياته کړه : له شک پرته چې له نړيوالې ټولنې او ځواکمنو هېوادونو سره د افغانستان د بېلابېلو تړونونه درلودل ديپلوماتيکي او سياسي حق دى، افغانستان کولى شي، چې د يوه خپلواک هېواد په توګه له هر هېواد سره ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي، خو تر ټولو مهمه داده، چې دا تړونه بايد هېڅکله هم د افغانستان دملي ګټو او ملي يووالي په زيان نه وي.
سرچينه وايي، فکر نه کوي، چې ولسمشر کرزى دې دافغانستان اوسنيو اړتياوو ته په پام سره تر پايه په خپل دريځ ټينګ پاتې شي، ځکه چې افغانستان يو شمېر داسې اړتياوي لري، چې پوره کول يې دامريکا او ناټو له مرستو او خوښې منلو پرته امريکا نه لري، لکه د ملي ځواکونو سمبالښت، اکمالات، تنخواوې او نور امنيتي ګواښونه.