د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې څومره مخنیوی کولی شي؟
له هغې ورځې چې د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو ټاکنیز کمپاین په رسمي ډول پیل شوی، ورسره ګڼو رسنیو هم دې برخې ته پام اړولی او په یوه ډول نه یو ډول يې هڅه کړې، چې په برخه کې خپله ونډه ترسره او ولس ته د دوی پروګرامونه او راتلونکي پلانونه ورسوي، خو ښکاري ځينې رسنۍ په ځانګړي ډول خواله رسنۍ د کاندیدانو د سپکاوي لپاره کارول کېږي، چې له ډېرو نوماندانو سره يې په دې اړه اندېښې را پیدا کړې دي او نیوکه کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید ددغه مسئلې جدي پوښتنه وکړي.
د ولسمشرۍ د کاندیدانو د ټاکنیزو دفترونو او مبارزو یو شمېر کارکوونکو او کمپاینرانو ملي باور ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د یو شمېر پېژندل شوو کسانو له خوا هم په فسبوک او نورو خواله رسنیو کې د دوی د نوماندانو په شخصي حریمونو هم تېری کېږي، ورته سپکې سپورې ویل کېږي او یو ډول ملنډې پرې وهل کېږي.
د نوماندانو دغه استازي او ټاکنیز کارکوونکي دا هم وايي، چې دغه کار د دوی لپاره سرخوږی جوړ کړی دی او غوښتنه یې داده چې مخه يې ونیول شي او که چېرته دا کار ونه شي، نو لرې نه ده، چې د کاندیدانو د پلویانو ترمنځ په لانجو او ناندریو واوړي او بې باورۍ رامنځته کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند انجنیر قطب الدین هلال یوی پلوی عبادالله وايي، چې داسې کسان هم د سپکایو په دې ډله کې شته، چې پېژندل شوې څېري دي او له مطرحو اونړیوالو رسینو سره رسما د خبریالانو په توګه کار کوي، خو په فسبوک کې د خپلې خوښې کاندیدانو لپاره کمپاین او د نورو لپاره د سپکاوي هڅه کوي.
عبادالله ملي باور ته وویل، چې که چېرته دغه خبریالان خپل مسلک ته پام کوي او یا هم ددوی ادارې په مسلکي ډول کار کوي، نو بیا ولې په ډاګه د ځينو نوماندانو پلوي او نورو د سپکاوي څخه درېغ نه کوي او هڅه يې دا وي، چې په یوه ډول نه یوه ډول خپله عقده څرګنده او مقابل کاندید سپک کړي.
دی له دغه نړیوالو رسنیو غواړی، چې خپل خبریالان د دا ډول ناوړه او غیر مسلکي چلند څخه خپل کارکوونکي را وګرځوي او په خلکو او خپلو مخاطبینو کې د خپلې رسنۍ حیثت ته زیان ونه رسوي.
د ولسمشریزو ټاکنو د یوه بل نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي یو شمېر پلویان هم له دغه ورځنۍ ستونزې سر ټکوي او وايي، چې ځينې کسان د دوی د نوماند پر وړاندې ناوړه تبلیغات او پروپاګند کوي.
ګل وزیر ټکر د ښاغلي احمدزي یو ملاتړی دی. دی وايي، چې ډېر ځله په لویو مجلسونو کې ځينې دولتي او سیاسي څېرې د دوی د نوماند د شخصي ژوند په اړه نا سمې او نا اړینې څرګندونې کوي. ټکر ملي باور ته وویل:” داسې وخت هم راځي، چې په دې مسئلو احساساتي ځوانان فزیکي شخړو ته اړ شوي او زه خپله هم که د خپل نوماند په اړه له چا بدې خبرې واورم، نو مجبوریم چې مخه يې ونیسم.))
په ټوله کې غوښتنه داده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید دغه ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او که داسې نه وي، ښايي چې دا سیاسي بهیر د نظام رغونې پر ځای په تربګنیو او شخصي واوړي.
پخوا تر دې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر خلکو غږ کړی و، چې د ټاکنیزو منډو ترړو په مهال دې، د یو بل پرضد پارونکې څرګندونې نه کوي. دغه راز کمیسیون نوماندانو ته سپارښتنه کړې وه، چې خپل پلویان د خپلو سیالانو پر ضد ونه کاروي.
فسبوک او ټویټر هغه ټولیزې انټرنیټي رسنۍ دي، چې په نړۍ کې پراخه ډول کارېږي ، خو په افغانستان کې اوس اوس معمول شوې او دا ځل د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال ورته ګڼو افغانانو لار موندلې او د فسبوک او ټویټر اکونټونه يې جوړ کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولینو پر فسبوک او نورو خواله شبکو دا ډول ستونزې منلې، خو وايي، چې دوی پر فسبوک پاڼه کنټرول نه لري، خو د رسنیو مسوولین کولی شی، چې خپل کارکوونکي پر فسبوک پاڼو له دغه ډول جنجالي او پاروونکو موضوعاتو په خپرولو را وګرځوي.