د کابل سياسيون د څه انتظار کوي؟
دټاکنو په د رشل کې لاهم ګڼ افغانان د راتلونکي برخليک په اړه څرګندې نښې نه ګوري. په داسې حال کې چې د رسول سياف ،عبدالله عبدالله ، او اشرف غني احمدزي په څير د سياسي ډګر پخواني لوبغاړي هم د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماندۍ ته رامخې ته شوي خو يوه ته هم د راتلونکي بريالي سياستوال په سترګه نه کتل کيږي .
د شنونکو باور دادى چې، پخوانۍ هغه ډلې چې ازمايښت يې ورکړى په تيرو دورو کې خپل امتيازات ترلاسه کړي او دا شونتيا نشته چې د راتلونکې دورې لپاره دې د واک چانس ورکړل شي .
د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره داحتمالي نوماندانو له کتاره دادى څو تنو يې په رسمي ډول دنوماندۍ اعلان وکړ. عبدالله عبدالله او عبدالرب رسول سياف هغه څيرې وې چې په خپلو ملاتړو يې د ټاکنو کميسيون ته دنوم ليکنې پر مهال هم داسې ښودله چې ګنې ترنورو مخکښ دي او تر دې مهال له اعلان شوو نوماندانو هم داسې ښکاري چې د نفوذ خاوندان دي. بل لور ته ډاکټر اشرف غني احمدزى هم دهغو احتمالي نوماندانو له ډلې دى چې ويلي يې دي ډير ژر خپله نوماندي اعلان کړي ډاکټر اشرف غني احمدزى په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې هم تر ډيره مطرح کانديد و او د حکومت په تيرو دوه دوره کې د پلان جوړونکو له ډلې و .
خو د ډ يرو باور دادى چې، په دغو ټولو څيرو کې داسې څوک لا هم په نښه کيدل ستونزمن انتخاب دى چې ترې د بريالي راتلونکي تمه وشي. د ډيرو نظر دادى چې دغه يادې څيرې په راتلونکي حکومت کې د ډير واک لپاره باوري نه دي او په ځانګړې ډول د پخوانۍ شمالي ټلوالې غړو ته دهغوي د تيرو کړنو بيه په همدې تيرو دوه ولسمشريزو دورو کې ورکړل شوې ده او ښايي نور امتياز ونه لري .
د چارو شنونکى اشنا ګل بانډه وال وايي (( له امريکا سره چې جهادي ډلو کومه ملګرتيا کړې وه په تيرو موقته ،انتقالي او دوه ټاکنيزو دورو کې دهغې برخې امتيازات دغو ډلو ته ورکړل شوي او له دې وروسته به بل کوم چانس ورنکړل شي))
خو که دغه څيرې دراتلونکي واک لپاره شونتيا نه لري څوک په راتلونکي نظام کې ياد نومونه دي ؟
دغزا مجلى مسول شفيع الله تاند وايي، ښايي يو داسې څوک د راتلونکي نظام په سر کې وي،چې تر اوسه ورته د چا پام نه نشته د نوموړي په اند، نړيوالې ټولنې به خامخا ديوې داسې څيرې لپاره کار کړى وي .
که څه هم امنيتي ننګونې د ټاکنو لپاره تر ټولو لوى سر خوږى دى، خو په ورته مهال سياسي بې ثباتي هم د راتلونکي برخليک په اړه کره شننه،
خورا سخته کړې ده .