دا وار به ميدان د چا وي؟

په ولسي جرګه کې ډېر کله ناندرۍ  د کابينې غړوته د باور رايي په اخيستو او ورکولو راپورته کېږي، اوس چې د ولسي جرګۍ غړي له دوبنۍ رخصتۍ  بېرته ستانه شوي، ورته داسې يو کتار شته،  چې په کې د ملي امنيت، کورنيو چارووزارت، سرحداتو او عدلي اوقضايي ادارو په څېر د خورا مهمو ادارو مشران د ولسي جرګې داعتماد رايي ته ولاړ دي، خو لا معلومه نه ده چې پټې معاملې به څوک له جنجالونو سره مخ کړي؟

ولسي جرګې په خپله لومړنۍ غونډه له ولسمشر حامد کرزي نه وغوښتل چې ژر دې سرپرست چارواکي د ولسي جرګې نه داعتماد د رايي ترلاسه کولو لپاره ور وپېژني، د ولسي جرګې د کورني امنيت د کميسيون رييس ميرداد خان نجرابي وويل د ملي امنيت، کورنيو چارو او سرحداتو وزارتونو ترڅنګ دې په عدلي او قضايي ادارو کې سرپرست چارواکي هم ولسي جرګې ته ور وپېژني .

ډېرپه دې نظر دي، چې په ولسي جرګه کې به د تېرپه څېر يو وار بيا پټې معاملې د دې لامل شي چې حکومت او ملي شورا ترمنځ ستونزې پيدا شي اودغه جنجالونه به ډېرې مهمې پرېکړې تر خپل سيوري لاندې را ولي .

په ولسي جرګه کې د باور د رايي پر سر وروستۍ ناندرۍ د کورنيو چارو د وزير مجتى پتنګ پرسر وې، نوموړى ولسي جرګې د امنيتي ننګونو په پلمه سلب صلاحيت کړ، خو ښاغلي پتنګ له خپله ځانه د دفاع سنګر ونيوه د ولسي جرګې له ٧٠ ډېر غړي يې د نشيي توکو له مافيا سره په اړيکو تورن کړل او ادعا يې وکړه چې ولسي جرګې په ناقانونه ډول نوموړى سلب اعتماد کړى،  داسې چې ده غوښتل دولسي جرګې دغړو ناقانونه کړنې وننګوي.

  ولسمشر حامد کرزى هم په څرګنده دپتنګ تر شا ودرېده او هغه يې سرپرست وزير وټاکه،  ولسمشر د خپل بې باوره شوي وزير د ادعاو لپاره راپورته شوې ستونزه د اواري په موخه  سترې محکمې ته رسما وسپارله.

په کابل د وسله والو طالبانو له سختو بريدونو وروسته د کورنيو چارو پخوانى وزير بسم الله خان محمدي، د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ  ولسي جرګې ور وغوښته او د بې پروايۍ له امله يې ترې د باور رايې واخيستې.

   بسم الله خان محمدي سرپرست وټاکل شوه او وروسته د دفاع وزير په توګه ولسي جرګې ته ور ولېږل شو، هغه مهال جنرال بسم الله محمدي په هغومره رايو د ملي دفاع د وزير په توګه ولسي جرګې ومانه، په کوم شمير کې چې ترې اخيستل شوې وې .

   دا اوس د کورنيو چارو وزارت لپاره په پاکستان کې افغان ديپلومات عمر داودزى، دملي امنيت لپاره د امنيت شورا مرستيال او ددغه رياست پخوانى رييس رحمت الله نبيل او دسرحدونو او قبايلو چارو دوزرات څوکۍ ته اکرم خپلواک د ولسمشر له لوري ځاى ناستي ټاکل شوي، چې د ولسي جرګې دغوښتنې سره سم به ډېر ژر جرګې ته حاضر شي .

  پخوانيو ناندريو ته په کتو انديښنې دي، چې په دې حساسو حالاتو کې چې ټاکنې هم رانژدې شوې، ګونګې معاملې او سياسي سودا به په روانو حالاتو ناسم اغېز وکړي.

  د پوځي چارو شنونکى عرب شاه چمتو انديښمن دى، چې په ولسي جرګه کې به سليقوي چلند، د پيسو ورکړه او نورې له قانونه خلاف کړنې به نظام د خپلو مسوليتونو پرځاى له بې ځايه تاويلو ماويلو سره مخ کړي، هغه باور ته وويل، اوس چې ټاکنې په رانږدې کېدودې، ولسي جرګه بايد د تجارت پرځاى مسووليت ته هم يوڅه فکر وکړي.

تېرې کيسې بياهم تکرارېدونکي دي؟ او دا ځل به وکيلان کوم اړخ ته مسک وي؟

د ولسي جرګې غړى کمال ناصر اصولي هم شکمن دى،  چې ګنې په جرګه کې د کميشن ډلې شته، خو وايي په ښکاره داسې څه نه ويني، چې کوم پلان دې راجوړ وي.

  په عامه  کچه د چارواکو په بې باورۍ کې ولسي جرګې هم خپل باور زيانمن کړ او که دغه چاره پرلپسې تکرارشي؛ ملي شورا او حکومت به د ولس سره لوى واټن پيدا کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *