نړيوال له دې پروژې څه موخې لري؟

 په افغانستان کې ډېر ځله نه يوازې چې د حکومت ځينې دريځونه د افراط او تفريط تر کچې وي، بلکې نړيوال هم ډېر ځله نه يوازې چې لومړيتوبونه له ياده باسي، بلکي داسې مسايل رامخکې کوي، چې هم ورسره افغان ټولنيز او مذهبي حساسيتونه پارېږي او هم د بهرنيو ادارو د مامورينو ژوند له خطر سره مخ کوي، په بله مانا چې خپل ځان ته ژوند تريخوي. له دې موضوعاتو څخه يوه هم د زنا په تور د نارينه او ښځينه وو سنګسار دى، چې په اسلامي شريعت کې دعدالت خوندي کولو او ټولنيز ثبات په موخه پلى کېږي.

 په لوېدیځو هیوادونو کې د سنګسار په وړاندې حساسیت له دې کبله زیات دی چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په موده کې د سنګسار سزاوې پلې کولې او په دې برخه کې زیات تبلیغات شوي دي.  د لوديځو هېوادونو او دبشري حقونو د ټولنو حساسيتونه وروسته له هغه ورپارېدل، چې د افغانستان د عدلیې وزارت یوې کاري ډلې، چې د یوه نوي قانون پر مسودې کار کوي، وړاندیز کړی چې د زناکارو ښځو د سنګسارولو په شمول دې د زنا په برخه کې سخت اسلامي قوانین اجرا شي.

  د بشري حقونود څار ډلې په یوه اعلامیې کې، چې پرون یې خپره کړه، د ګواښ په توګه وويل، څو د هغو مرستندویانو په ګډون چې د افغانستان له عدلي او قضايي پروسو سره مرسته کوي، له نړیوالو مرستندویانو څخه غوښتي ولسمشر حامد کرزي ته په زغرده ووايي چې د جزا په قانون کې د سنګسار زیاتول به د مرستندویو هیوادونو د مرستو د پای ته رسېدو سبب شي.

   د افغانستان د عدلیې وزارت د جزايي قوانینو د څانگې مشر اشرف عظیمي هم يوې لوديځې رسنۍ ته په نوې طرحه کې ددې سزا ور ګډولو پخلى کړى،هغه په خپلو څرګندولو کې ويلي، چې د افغانستان د عدلیې وزارت له نورو قضایي ارگانونو سره په گډه د یوه داسې قانون پر جوړولو باندي کار کوي چې څوک د زنا، غلا، او الکولو مرتکبينو لپاره  سزا وټاکي.

  د بشري حقونو د څار ډلې د اسیا د څانګې رييس براډ اډمس وویل:«دا کاملاً ټکان ورکوونکې ده چې د طالبانو د رژیم له پرزېدو ۱۲ کاله وروسته د کرزي حکومت بېرته د سنګسار جزا تطبیقوي. د کرزي حکومت باید لږترلږه د بشري حقونو له لومړنیو ژمنو سره خپله وفاداري ثابته کړي او دا وړاندیز سمدستي رد کړي.»

    په ورته وخت کې د هالنډ د بهرنيو چارو وزير تیمیرمنس تېره شپه د خپل هیواد یوه خبري تلویزیون ته وویل: هالنډ له کلونو راهیسي د افغانستان د بیا رغونې لپاره دغه هیواد ته مالي مرستې ورکوي او څو کاله یې خپل پوځیان افغانستان ته استولي ول چې د تروریزم پرضد په جګړه کې برخه واخلي، تيميرمنس زياته کړه که افغانستان د زنا په تور د ښځو د سنګسار قانون پلي کړي، نو لرې نه ده چې له هالنډ سره به خپلې اړيکې له سخت خطر سره مخامخ کړي.

   د ديني او کلتوري چارو شننونکى او په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون د شرعياتو او حقوقو څانګى استاد ډاکترعبدالرحمن فاروقي وايي، چې امريکا او لوديځو هېوادونو تل د افغانستان او دافغان حکومت له مجبوريتونو ګټه اخيستې، ده په دې اړه له ملي باور سره په خبرو کې وويل، چې د افغانستان د عدليې وزارت هغه ګام چې د زنا په برخه کې دې سزاګانو له سنګسار سختې شي، يو پر ځاى ګام دى، هغه په دې اړه زياته کړه :(( په دې وروستيو کې د زبرزناوو ګڼې پېښې په ځانګړي ډول دهېواد په شمال کې شوې دي، چې هم بشري حقونو ټولنو غندلې، هم حکومت او هم نړيوالو خو کله چې بيا خبره په دې برخه کې د اسلامي شريعت او قوانينو راشي، نو د نړيوالو چيغې او سورې اوچتې شي، دوى فکر کوي، چې دا په ښځو کوم ظلم دى، خو د اسلامي شريعت د تطبيق حکمت همدا دا دى، چې په راتلونکي کې د ورته ناوړه کار مخه ونيول شي او نور وګړي دې ناوړه کار ته مجبور نه شي. اسلامي شريعت په هر څه کې عدالت کړى، که چېرته واده کړي نارينه او ښځينه زنا وکړي سزا يې سنګار ده، خو که مجرد وي، نو په درو وهل کېږي، دا کار په عام محضر کې ځکه کېږي، چې عدالت او عبرت رامنځته شي، نه وېره او تشدد.))

 د بشري حقونو نړيوال سازمان د عدليې وزرات له څرګندونو وروسته په زغرده له افغان ولسمشر کرزي وغوښتل، خو د عدليې وزارت ددې کاري ډلې راپور، چې د اخلاقي جرمونو په اړه يې خپور کړى ، په کلکه رد کړي.

   د بشري حقونو د څار سازمان له حامد کرزي څخه په بېړني ډول د شوي وړانديز د رد غوښتنه وکړه او ګواښ يې وکړ، چې په منلو سره به يې د هغو هیوادونو په شمول چې په افغانستان کې د قانوني اصلاحاتو د پروسې ملاتړ کوي، د مجازاتو په نوي قانون کې د سنگسار جزا شاملولو سره  به له حکومت سره پر کیدونکو مرستو له سره کتنه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *