سړه هوا به ټاکنیزې منډې ترړې او ټاکنې څومره وګواښوي؟
د ډیرو وړاندوینه داده چې په ژمني موسم کې به ټاکنیز پړاونه له خنډ او ځنډ سره مخ شي اوښايي د ټاکنو پر پایلو کې به هغه نوماندان ترې دپلمې په توګه کار واخلي چې بایلونکي وي ، یوشمېر نوماندان سره له اوسه په سړه هوا کې دټاکنو ترسره کول یوه سیاسي دسیسه ګڼي او وايي هلته چې رایې ورکول کېږي واورې به یې مخه ونیسي او هلته چې لارې خلاصي وي او د موسم ستونزې نه وي جګړه په کې رایې اچونه ګواښوي.
ژمني موسم وارخطا کړي نوماندان وايې دا مهال چې ټاکنېزې منډې ترړې پیل شوې وې ورسره سم د واورو اورښت هم شته چې دغه چاره یې ټکنۍ کړې ده او کله چې رایې اچولي کېږي دهېواد په ډیرو سیمو کې به لارې واورو تړلي وي.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي لمريزکال د وري د مياشتې په شپاړسمه نېټه ترسره شي؛ خو نوماندان اندېښمن دي چې تر يادې نېټې پورې به د هېواد د يو شمېر سيمو لارې د واورې او يخنۍ له امله تړل شوې وي او يا به هم دومره سړې وي چې له سره ورتګ شونى نه وي.
ولسمشرۍ ته د نوماند قطب الدين “هلال” د دفتر رئيس قاضي خليل الرحمن وويل، د ټاکنو خپلواک کمېسيون او دولت بايد په دې کې له وړاندې همغږي لرلاى او هغو سيمو ته مناسب پلان جوړ شوى واى چې لارې يې تړل کېږي يا هم ډيرې سړې دي.
نوموړي وويل که يادو سيمو ته ټاکنېزې سيالۍ ونه غځېږي د ټاکنو د پروسې مشروعيت هم هلته تر پوښتنې لاندې راځي.
د ولسمشرۍ د بل نوماند ډاکټر زلمي رسول د کمپاين وياند عصمت “قانع” وايي، په هېواد کې داسې سيمې شته چې د حمل تر شپاړلسمې نېټې نه، بلکې د ثور تر اخره هم هلته خلک له يخنۍ تر ډيره د باندې نشي را وتلاي، نو څنګه به هغوى د نوماندانو په غونډو کې ګډون وکړي او يا به هم د هغوى پلانونه واوري؟
“قانع” وويل، په دې اړه جدي انديښنه لري، چې يو لوى شمېر هېوادوال به د ټاکنيزو سياليو بهير ونه ګوري او د خپلې رايې په اړه به پرېکړه نشي کولاى.
“قانع” په سړو او نا امنه سيمو کې د ټاکنو د رڼوالي په اړه هم انديښنه وښوده او ويې ويل چې دولت د امنيت او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د هېواد هرې سيمې ته د رايې د موادو رسولو مسئوليت لري.
د ولسمشرۍ د بل نوماند عبدالله عبدالله وياند فضل الرحمن “اوريا” بيا دې ستونزې ته تر نورو ډير انديښمن دى.
“اوريا” وويل، ټيم يې د ټاکنو د نېټې تر ټاکلو وړاندې دغه انديښنه د ټاکنو له کمېسيون سره شريکه کړې وه، چې د هېواد ګڼې سړې سيمې، لکه بدخشان، باميان، نورستان، وردګ، غزني او ګڼ نور ولايتونه په سلواغه او کب مياشت کې د ټاکنيزو سياليو لپاره مناسبې نه دي او بايد ټاکنې لږ تر لږه يوه يا دوه مياشتې وځنډول شي، خو کمېسيون يې اندېښنې ته پاملرنه ونه کړه.
“اوريا” په دې باور دى چې په ټاکنو کې په لوى لاس درغلۍ ته لار هورايږي او زياته يې کړه (امنيتي ارګانونو د رايې اچونې د نا امنه مرکزونو لست نا سم ښودلى چې له همدې امله په دې مرکزونو کې درغليو ته لار هواريږي، له بل پلوه هغه سيمې چې امنيت يې ښه دى سړې دي، او هلته د ټاکنو په پروسه کې خلک تر ډيره ونډه نشي اخيستلاى او نه هم ټاکنيزې سيالۍ پکې ترسره کېداي شي).
دي وايي چې په سړو او نا امنه دواړه سيمو کې دولتي چارواکي شته چې په همدې سبب به د دې سيمو خلک د يو خاص نوماند په ګټه کار وکړي او د رايې صندوقونه به ورته ډک کړي.
“اوريا” همداراز وويل، چې يوازې په کابل کې د سلواغلې او کب په مياشت کې ټاکنيزې سيالۍ کيداى شي؛ خو په ټولو شمالي ولايتونو کې د سړې هوا او په جنوبي ولايتونو کې د نا امنۍ له امله ټاکنيزې سيالۍ ناشونې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، ټاکنو ته يې ځکه د اوري مياشتې شپاړسمه نېټه ټاکلې چې د هوا په ګرمېدو سره به امنيتي پیښې ډیرې شي او د ټاکنو مشروعيت به له پوښتنې سره مخ شي.
خو په جګړیزو سیمو کې بیا ویره داده چې هلته ټاکنې شونې نه دي او په دې سره به یې رایې صندوق ته ونه رسیږي .