څوک لویه جرګه نه غواړی ؟
که څه هم په ټوله کې دهیواد دننه دلویې جرګې او واشنکټن سره دکیدونکی امنیتی تړون سره په ولسی کچه مخالفتونه شته خو هغه ډله چې په کابل کې یې د لویې جرګې او امنیتی تړون پرخلاف غږ پورته کړی له ډیرو ګمانونو سره مخ دی .
شنونکی وایی ایران د دې لپاره پیسې خورې کړی چې دخپلو موخو پربنسټ دلویې جرګې مه ونیسی .
ایران ویره لری چې که افغان لویه جرګه له امریکا سره امنیتی تړون لاسلیک کړی ښایی د دغه هیواد لپاره یو تل پاتې سرخوږى .
دلویې جرګې او امنیتی تړون دمخالفانو په اړه دا شک هم شته چې ولس دخپل سیاسی غرضونو لپاره پاروی که نه نو په تیرو لویو جرګو کې چې دامریکا له مرستې برخمنې وې همدغو څیرو غوښنه ونډه درلوده .
کابل میشتى خبریال محمد انور اندړ وایی ((
که څه هم دا یو ښه خبره ده چې له امریکا سره د
کورکورانه تړون په اړه د مخالفت غږ پورته شی، کیداى شی
و لس ویښ کړی، خو له دغو کسانو څخه یو شمېر په ریښتیا هم داسې کسان و چې په مخکینیو لویو جرګو کې برخه اخیستې وه، داسې اوازې هم شته چې د دغې غونډې په جوړولو کې د یو شمېر ګاونډیو هیوادونو لاس و آن تر دې چې یو خبریال دا هم وویل چې د غونډې یو شمېر
ګډونوال په دې هم نه و خبر چې دا غونډه د څه په مناسبت را بلله شوې او څوک
کیداى شی په دغه غونډه کې د سیمه ییزو هیوادونو لاس وی )) به پکې وینا کوی،
ډیرى کتونکی ایران او روسیه د دې مسلې تر شا ګڼی او وایی چې په دې وروستیو کې ایران دا ډول هڅې ګړندۍ کړی چې خپل لاس پوڅی د لویې جرګې پرخلاف وکاروی شنونکى استاد امیرمحمد الفت وایی ډیرو سیمو کې ایران خلکو ته پیسې ورکړی چې د امنیتی تړون پر خلاف غږ پورته کړی دهغه له خولې ده چې په افغانستان کې دا مهال له امریکا سره روسان او ایران په سخته سیالۍ اخته دی .
له دې ها خوا په هغو څیرو هم سختې نیوکې کیږی چې په تیرو څو لویو جرګو او دولسمشر کرزی په مشرۍ نظام کې مخکښې څیرې وې خو اوس د نامالومه لاملونو له امله دنظام سیاسی مخالفین دمجاهیدینو دواکمنۍ صدارعظم انجینیر احمد شاه احمدزى یو له دغه ډلې یادیږی چې اوس مهال په شته نظام خورا تندې نیوکې کوی نوموړى دکابل اوسنى رژیم ناحقه ګڼی او وایی چې په افغانستان کې دې دیوه سوچه اسلامی نظام لپاره کار وشی په داسې حال کې چې ښاغلى احمدزى په خپله د دې نظام له بنسټګرو ګڼل کیږی په دې ډله کې یو شمیر دولسی جرګې پخوانی استازی هم شته چې په کابل کې دخپل نظام پرخلاف شور او ځوګ کوی .
له دې ها خوا په جوړیدونکې لویې جرګې یوه نیوکه ده داده چې ولسی رنګ یې پیکه او ډیره برخه یې د حکومت په فرمایش جوړه ده له دې جرګې ویره ښودل کیږی چې ښایی واکمن دولت به خپلې ډیرې غوښتنې په لوېې جرګې ومنی .
دپکتیا پوهنتون استاد او دچارو شنونکى عبدالله کاموال همدا نظر لری هغه وایی (( داسمه ده چې په ولسواکۍ کې دې نظرونه ویشلی وی او دا دخلکو حق دى چې دخپل نظر ننګه وکړی دا لویه جرګه دخلکو له تمې سره سمه نه جوړیږی په لومړی سر کې داسې فکر کیده چې ګنې له بیلابیلو نهادنو نه به استازی راوبلل شی خو اوس داسې ښکاری چې دحکومت پلوه خلکو یوه جرګه جوړیږی نه په ملی کچه په لویه جرګه کې باید مخالف او موافق ټول برخه واخلی هر څه باید دتبلیغاتو تربریده نه وی ))
عام باور دادى چې په اوس مهال کې ډیرى مخالفتونه د دې لپاره سر راپورته کوی چې کله هم ځینې کړۍ له امتیازاتو په څنډه پاتې شی دمخالفت لار نیسی دا په وروستیو دپرلپسې سیاسی تجربو یوه څرګنده بیلګه بلل کیږی .

دا ټول د ګاونډیو جاسوسان دي، که دا جبهه ملی وای، ته او خدای د قاضي حسین احمد فاتحه به یې په کابل کې اخیستې وه ؟؟؟ دا فرید خیل او کامه وال خیل ټول د جیب خرڅ سپي دي والله که نه دومره سویه لري او نه دومره پاک احساس لري، چې د سترو ملي ګټو په اړه غږ پورته کړی