ولې له تاريخ څه نه زده کوو؟

  د سياسي چارو ډېرى شننونکى د مرغومې مياشتې ٦ مې نېټې ته د افغانستان د بدبختيو او ستونزو د پيلامې په سترګو ګوري، چې ورسره په ټول هېواد د پخواني شوروي د پوځي يرغل او برحاله ولسمشر حفيظ الله مين په وژل کېدو سره په ټولو هېواد کې د وېرې او وحشت فضا خپره شوه  او د لسو کلونو په اوږدو کې نه يواځې چې په لکونو افغانان ووژل شول، بلکه ډېرى ملي بنسټونو او ادارې هم  له بېخه ونړېدې، چې د ډېرو برخو جبران لا اوس هم نه دى شوى.

 ٣٤ کاله وړاندې همداسې سوړ ژمى و، چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو لومړۍ جوپه د ۱۹۷۹ کال د دسمبر میاشتې پر ۲۴ نېټه افغانستان ته داخل شوه. دغه ځواکونه د کابل په وخت د سهار د یوولسو بجو په شاوخوا کې د کابل هوایي ډگر ته ورسېدل،  تر دې لږ وروسته بیا د پخواني شوروي اتحاد نور ځواکونه د شینډنډ او کندهار هوایي ډگرونه هم ونيول او په پراخه شمېر په کې مېشت شول.

  شوروي سرتېرو د کابل په تاج بېک ماڼۍ کې حفيظ الله امين وواژه او ببرک کارمل ته يې ددې لار برابره کړه، چې ظاهرا د هېواد واګې په لاس کې واخلي او د حفيظ الله امين په ملګرو يې لعنت ووايي، ده په څرګندو ټکو وويل چې د امريکا غلامان او جاسوسان به له منځه وړي او په وينا يې چې” افغان – شوروي” اړيکو پراختيا  ته ژمن افغانان د هېواد اصلي بچيان دي.

  د جدې له شپږمې وروسته هره ورځ په عامو افغانانو يوه نوي عذاب او قيامت ته ورته وه، هر څه د وحشت او ظلم په تيارو کې ډوبېدل او استعمار څپه ټول هېواد ته پراخېدله، کله چې په همدې  نېټه  د وخت د سره لښکر يوه ټولى په لومړي ځل، د کابل له هوايي ډګر څخه د باندې راووت، لومړی يې د تاج بيګ پر تپه يرغل وکړ او وروسته يې د راډیو افغانستان ودانۍ په خپل واک کې راوسته، چې څو ترې د تبليغاتو او نوي نظام ته د تبليغاتي کمپاين په برخه کې کار واخلي.

د راډيو افغانستان دهغه مهال د کارکوونکو په وينا چې، له  هغه ورځې وروسته د راډیو افغانستان  خپرنيزې کړنلارې يو دم  بدلون وموند او داسې څه يې خپرول ، چې له مخې يې خپل ناوړه يرغل ته مشروعيت ورکړي او خلک په خپلو راتلونکو شعارونو وغولوي.  ليکوال او ژورناليست عبدالحميد مبارز هم يو له همداسې کسانو څخه و، چې هغه مهال يې په راډيو کې دنده درلوده.

مبارز وايي، چې روسانو نيت درلود، چې د افغانستان تاريخ ته بدلون ورکړي او د هېواد تاريخ افغانستان ته له ننوتلو سره پيل کړي، دده په وينا چې د راډیو افغانستان خپرونې د شوروي مفکورو د خپرولو لپاره ځانګړې شوې، ځکه د روسانو هڅه دا وه،  چې د افغانستان او افغاني موسسو تاریخ بدل شي او دغه هېواد د شوري تر راتلو مخکې بې تاريخه کړي.

  د سياسي چارو شننونکي او هغه مهال د دفاع وزارت کارکوونکي ډګروال عبدالصمد هم په دې نظر دى، چې په افغانستان د شوروي پوځونو يرغل د ټولو نړيوالو معيارونو خلاف و، چې په هېڅ قانون کې نه جوړېده او نړيواله ټولنه په دې اړه پوره ملامته ده، دده په وينا چې کابل ان له همغه ورځې پوځي بڼه غوره کړه او بيا د مجاهدينو او طالبانو تر حکومته د جګړو ډګر و، نوموړي په دې اړه له باور ورځپاڼې   سره په خبرو کې وويل:(( روسان چې څنګه په زور او ځواک سره راغلل، همداسې افغانانو هم په خپله مېړانه د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، شوروي اتحاد يې دړې وړې کړ، ګڼو هېوادونو ترې د خپلواکۍ الهام واخيست، خو له بده مرغه چې نړيوالې ټولنې خپل مسووليت تر سره نه کړ او افغانانو ګټلې خپلواکي ونه شوى ساتلى او د دوى د بې غورۍ په سبب کورنۍ جګړه پسې وغځېده او د سيمې قدرتونو او استخباراتو دې اور ته لمبې ووهلې.))

  سرچينه وايي، چې افغانانو له تاريخ څخه زده کړه ونه کړه، تل يې خپلواکي ګټلې، خو په وينا يې چې د ساتلو هنر يې نه لري او تل د بهرنيو دښمن له ماتولو وروسته په کورنيو دښمنانو سر شوي دي، هغه په دې اړه زياته کړه:((د زبرځواکونو ماتول مهم دي، خو زما په نظر ترټولو مهمه داده، چې له ماتې وروسته يې يو ساختار رامنځته شي، چې ملي ګټې او خپلواکي له يوه کورني بحران نه وساتل شي، افغانستان به روسانو هومره نه وي وران کړى، لکه څومره چې د دوى له وتلو وروسته کورنيو جګړو او تنظمي معاملو او فرقه يي شخړو خراب کړ، مهمه داده  چې بايد له تاريخ نه زده کړه وکړ، هر وخت چې دا هنر په موږ کې را پيدا شو، نو واقعي خپلواکۍ ته رسېږو.))

  بالاخره روسي ځواکونه له خپل ټول پوځي ځواک، امکاناتو او ارمانونو سره  تر لسو کلونو جگړې وروسته له افغانستان څخه ووتل، امريکا يو له هغو هېوادونو څخه و، چې د افغانانو په دې لس کلن جهاد او دخپلواکۍ په مبارزه کې يې د افغان جهادي ډلو مرسته کوله او افغان مجاهدينو ته يې د شټنګر( الوتکه وېشتونکي) په ورکولو سره روسي هوايي ځواک ته يو سرخوږى جوړ کړ، خو ددې سره سره تر دوو میلیونو زيات  افغانان شهيدان او په ميليونو نور کډوالۍ ته اړ شول، چې ګڼ هغه يې لا تر اوسه هم وطن ته د راتلو زړه نه ښه کوي.

 بايد ووايو، رسمي شمېر څرګندوي، چې د ١٩٧٩او ١٩٨٩ لمريز کال ترمنځ په ټوليز ډول ٦٢٠ زره شوروي سرتېرو په افغانستان کې يرغليزه دنده ترسره کړې، چې له دې ډله يې په يوه وخت کې په افغانستان کې دمېشتو سرتېرو شمېره له ٨٠٠٠٠ څخه تر ١٠٤٠٠٠ کسانو پورې وې، خو په ټولو برخو کې يې د وژل شوو سرتېرو شمېره ١٤٤٥٣ کسه بلل شوې او ٥٣٧٥٣ هغه يې ټپيان وو، دا هم بايد هېره نه کړو ، چې ٤١٥٩٣٢ سرتېري د افغانستان داقليمي او ژوند نا مساعدو شرايطو له امله په زيړي او محرقې ناروغۍ مبتلا شول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *