د جګړې ګټونکي څوک دي؟
” افغان امنیتي ځواکونه اوس یوه داسې سیمه اداره کوي چې یو وخت، د نړۍ تر پينځوسو زیات هېوادونه مجبور وو، چې د بیرته نیولو له پاره یې پوځي عملیات وکړي.” دا څرګندونې د امریکا کانګرس کې د فلوریډا ایالت جمهوري غوښتونکي استازي او د وسله والو خدماتو د کمیټې مشر هاورد مککیون تېره ورځ د واشنګټن د مطبوعاتو په ملي خونه کې د افغانستان د وضعیت په اړه په خپلو څرګندونو کې کړې دي.
هاورد مککیون په وینا، چې د دیارلس کلونو پخوا په پرتله اوس په افغانستان کې شرایط ډير ښه دي، امریکا ته ګواښ نه پيښوي او د امریکا امنیت د دیارلس کلونو وړاندې په پرتله ښه شوی، خو د امریکا ولسمشر او خلک باید په افغانستان کې د جګړې اهمیت له پامه ونه غورځوي.
تازه سروې ښيي، چې امریکاکې دافغان جګړې ملاتړ شل سلنه ښکته شوی .تردې وړاندې هم ددغه هېواد ګڼو وګړو په یوه ټولپوښتنه کې څرګنده کړې وه، چې د افغانستان په پوځي ماموریت کې د امریکا ښکېلتیا یوه تېروتنه وه او هغه موخې یې تر لاسه نه کړې، چې د ځان لپاره یې ټاکلې او له افغانانو سره ژمنه کړې وه. په ورته وخت کې بیا افغان ولسمشر حامد کرزي هم دامریکا په ګڼو تګلارو نیوکو کړې او د امنیتي تړون د لاسلیک په سر له را پیدا شوو شخړو وروسته یې ددغه هېواد سره اړیکې خړې پړې شوې دي.
له پلان سره سم ټاکل شوې وه، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې دامریکا په مشرۍ د نړیوالې پوځي ټلوالې سرتېري له افغان نه ووځي، خو د کابل – واشنګټن امنیتي سند د نه لاسلیک او د ولسمشرکرزي د وړاندې کړو شرطونو نه منلو، تر اوسه له ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو او امریکا پلانونو ته نا څرګنده بڼه ورکړې او ددې تړون غړو هېوادونو او امریکا په وینا، چې دوی د امنيتي تړون له لاسلیک پرته د راتلونکي په اړه په ډاډه زړه تصمیم نه شي نیولی.
د امریکا متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمېټې مشر پرون په څرګندو ټکو کې وویل: مطبوعاتي رپوټونه او سروې ګانې تل دا وایي، چې په امریکایانو کې د افغانستان د جګړې ملاتړ تر ۲۰٪ کم شوی، د افغانستان ګاونډيان هلته د زموږ له پوځي حضور سره مخالفت لري او زموږ مبارزه د ناکامۍ په حال کې ده ځکه هغه څه چې غواړو نه شو ګټلای.
د سیاسي چارو ځینې شننونکي په دې اند دي، چې امریکا اوس له ولسمشر کرزي څخه ناهیلې شوې، چې دا تړون دې په خپله واکمنۍ کې لاسلیک کړي، نو ځکه خو یې اوس خپلې ټولې هیلې د راتلونکي کال وري میاشتې د ۱۶مې نېتې په بریالي کاندید پورې تړلې دي. شننونکي او لیکوال عبدالله عازم په دې اړه ملي باور ته وویل:((د ولسمشرۍ له ۱۱ څخه لسو کاندیدانو سره له اوسه ژمنه کړې، چې د کامیابۍ په صورت کې به امنیتي تړون لاسلیک کړي او دې دریځ یې امريکا ته هیله ورکړې، نور له کرزي نه د تړون لاسلیکولو تمه وشلوي.))
د امریکا د ګانګریس دغه لوړ پوړي غړي مککیون هم امنیتي تړون ته په اشارې سره وویلي، دا چې ولسمشرکرزی له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک نه غواړي د تاسف وړ ده خو افغانان په تیرو دیارلس کلونو کې د امریکا ښه متحدان وو، نو د یوه سړي د پریکړې په خاطر باید د ټول ولس په اړه قضاوت ونه شي.
سرچینه وایي، سره ددې چې دوی په خپل هېواد کې په کورنیو ستونزو کې راګیر دي، خو با احساسه افغانان باید په دې وپوهېږي، چې دوی په افغانستان کې زیاتې معنوي ګټې لري، ده په دې اړه زیاته کړه: ((موږ یوځل مخکې افغانستان یوازې پرېښود چې د افغانستان خلکو او امریکا یې بیه پرې کړه،ایا موږ بیا غواړو چې په شا شو او افغانستان د لیوانو په خوله کې ورکړو، ایا موږ د داسې خلکو په وړاندې اخلاقي مسولیت نه لرو، چې په تیرو ۴۰ کلونو کې یې یوازې جګړه لیدلې ؟))
د ATR په نوم د مشورتي ادارې مشرې فرانسوۍ لولا سېچېنل Lola Cochineal په یوه وروستۍ سروې کې څرګنده کړې، چې په سلو کې اتیا افغانان فکر کوي چې افغان حکومت پر هېواد بشپړ کنټرول لري او په همغه اندازه پر ملي اردو او ملي پولیسو، چې د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته رامنځ ته شول باور لري. په یاده شوې سروې کې په سلو کې ۱۲،۷ پوښتل شویو نارینه وو او په سلو کې یوازې ۱،۶ ښځو په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو ملاتړ کړی، خو ۶۸ سلنه بیا له امریکا سره دامنیتي تړون د لاسلیک پلویان دي.
په ورته وخت کې بیا دا سروې ځینې نیمګړتیاوې هم لری، د بېلګې په ډول په دې څېړنه کې د بېلابېلو سیمو د خلکو په نظریاتو کې پراخ توپیر هم لیدل کېږي، یعنې د افغانستان په سوېل کې له طالبانو څخه ملاتړ زیات و، خو په شمال کې په سلو کې درې اویا خلکو ویلي، چې په تېره یوه لسیزه کې یې په ژوند کې ښېګڼه راغلې او په سلو کې یوازې نه ویشت پوښتل شویو کسانو د هېواد د سویلي خلکو په څېر نظر درلود.
دامریکا متحده ایالاتو لا له وړاندې څرګنده کړې، چې د امنیتي تړون د لاسلیک په صورت کې به په افغانستان کې نږدې لس زره سرتېرې پرېږدي، چې د افغان ځواکونو په روزنه کې به مرسته کوي او له طالبانو او وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې به ملاتړی رول ولري.