تاند- په بریتانیا کې څېړونکو داسې لاسپوټوني یا دستکش جوړ کړي چې له انتي بایوټیک څخه له کار اخیستلو پرته باکتریاوې په سلو کې ۹۹ اعشاریه ۹ فیصده له منځه وړي.
د دې لپاره چې په روغتیايي مرکزونو کې د باکتریاوو مخنیوی لا زیات ضروري دی او عموماً په روغتونونو کې فرشونه او حتی دېوالونه پر عفونت ضد موادو مینځل کېږي، نو څېړونکو په دې فکر وکړ چې اسانه لار ومومي.
دوی دا طبي لاسپوټوني جوړ کړل چې له کیمیايي موادو څخه له کار اخیستلو پرته میکروبونه له منځه وړي.
د نتینګهم پوهنتون د مایکروبیالوجي یا میکروب پېژندنې استاد ریچارد جېمز دا لاسپوټوني په ۶ کلونو کې د مالیزیا د هارتیلیګا (Hartalega) کمپنۍ او د بریتانیا د اتلجینس کیمیکل څېړنیز انستیتیوت په مرسته جوړ کړل.
څېړونکي وايي چې دوی د دغو لاسپوټونو په جوړولو کې له یوې نوې ټکنالوژۍ کار اخیستی چې مایکرو اورګانیزم وژونکي مالیکول نومېږي.
دا مالیکول په مستقیم ډول په ماده کې کارول کېږي او د لاسپوټوني پر مخ انتي بایتیک ته اړتیا نه لري.
په لابراتواري ازمېښت کې څرګنده شوه چې دا لاسپوټوني ۹۹.۹ سلنه باکتریاوې په ۵ دقیقو کې له منځه وړي.
ټاکل شوې ده چې دا لاسپوټوني به، چې ارزانه تمامېږي، د نړۍ په ټولو روغتونو کې ووېشل شي.