یو وار د ماسکو د خوارۍ، بې اسنادۍ، بې وطنۍ او پنډیتوب په دوره کې د روهي صاحب د مرګ خبر په اوریدو سره داسې په مځکه ولګیدم لکه خپل پلار مې چې مړ وي ، ګونګ او لال شوم او اوس دا دی د استاد بایزید اڅک د مرګ خبر بیا هماغه کانه را باندې وکړه، هک پَک یې کړم او …

پر استاد اڅک دې خدای و رحمیږي،لومړی زما استاد و او بیا سره همکاران شولو. زه د لیسانس دورې د زدکړو په موده کې(۱۳۵۵ ــ ۱۳۵۸) په حضوري ډول د استاد بایزید اڅک د شاګردۍ ویاړ لرم، ما ډیر څه ور نه زده کړي دي، ځکه پر ما ډیر حق لري. زه د ده د کړو وړو او علمي شخصیت ته په کتو سره، په جُرأت ویلی شم چې:

زه استاد بایزید اڅک د افغانستان په ښوونیز، روزنیز او پوهنیز نظام کې د پوهې، اخلاقو او حوصلې یوه ډیره غوره بیلګه ګڼم.

ما سره د استاد بایزید اڅک خاطرې ډیرې دي، خو د مرګ خبر یې داسې ګونګ او لال کړم چې …

استاد اڅک پورې اړوند، د محصلۍ او بیا د استادۍ دورې خاطرې څومره چې زما په یاد دي، په هغو کې زه یوه داسې خاطره په یاد نه لرم چې استاد اڅک دې ما ته یا بل چا ته یوه بده خبره هم کړې وي. داسې چلن یې کاوه چې هر چا به ګڼله چې دی یې له پخوا پیژني یا یې د کورنۍ غړی دی او یا یې له ډیر پخوا ملګری دی.

استاد اڅک د لوړو زدکړو یوه دوره د ناروي په اوسلو کې تیره کړې وه، زه د ۲۰۰۷ کال په اګست کې کابل ته تللی وم، له ده سره کله چې مخ شوم له روغبړ وروسته یې له هر څه مخکې و پوښتلم چې ته خو ډنمارک کې اوسې، ناروي ته نږدې یې، کله اوسلو ته ورغلی یې که نه، ما ویل هو ورغلی یم.

لاندې د مځکې خوا ته یې وکتل، خوله یې له خندا ډکه وه، خو له شونډو او مخ یې د افسوس نښې تویدلې او له خولې نه یې داسې توري را و وتل:

«ناروي او اوسلو سره مې یو شمیر تودې سړې او خوږې ترخې خاطرې غوټه دي، ځکه مې در یاده کړه.»

د محصلۍ، ځوانۍ او شوخۍ په دوره کې چې استاد اڅک په ټولګي کې را ته ولاړ و، په پراخې حوصلې او علمي ذخیرې یې درس را کاوه، هغه وخت یې ما ته یې دومره ارزښت نه مالومیده، خو کله چې زه خپله د همدې پوهنځي او همدې څانګې تدریسي غړی شوم؛ په هماغې څانګې کې او هماغه ټولګې کې او له هماغې تورې تختې سره د محصلینو مخ کې د اڅک په ځای زه ودریدم، بیا نو پوه شوم چې د تدریس، استادۍ او یوه ځوان ټولي په مخ کې دریدل څومره دروند، ستونزمن او له مسؤلیت نه ډک کار دی او استاد بایزید اڅک دا کار په ډیر بریالیتوب سره ځکه کاوه چې پراخه حوصله او د علم خزانه ور سره وه.

استاد بایزید اڅک هم تدریس کړی او هم اداره، البته اداري چارې یې هم په علمي چاپیریال کې تر سره کړې دي. ده یو وخت د پښتو څانګې د آمر په توګه هم دنده تر سره کړې چې هغه هم ډیره سلنه علمي بڼه درلوده او لږه سلنه یې اداري چارې وې. استاد اڅک په علمي او اداري چارو کې تل هڅه کوله چې هر څه د ښیګڼې پر لوري برابرکړل شي. کش کړپ، تاو تریخوالی او قهر یې اصلاً نه په فکر کې  وو او نه هم په عمل کې. هر کله یې خوله له خندا ډکه وه. د ده چلن که له استادانو سره و، که له شاګردانو سره او یا کوم اداري پرسونل سره، تل له درناوي سره مل چلن و او مقابل لوري هیڅ کله د پردیتوب احساس نه کاوه.

د شپیتمې لسیزې څلورم که پنځم کال و چې یوه ورځ زما د ناستې خونې ته را ننوت، زه لګیا وم د پوهاند ډوکتور بهاالدین مجروح ځانځاني ښامار مې لوست، کتاب مې چپه د میز پر مخ کیښود، د درناوي په دود ور ته ودریدم، له چای سره وچه میوه مخکې ور ته کیښوده، وې پوښتلم:

په څه لګیا یې؟ څه شی لولې؟

ما په شاګردانه او عاجزانه ډول ور ته و ویل:

د مجروح صاحب ځانځاني ښامار دی. ده را غبرګه کړه:

دغه مخ چې تا لوسته، یو څو کرښې یې را ته واوروه!

اوس د هغه مخ یوازې عنوان زما په یاد دی:

«هغه ښار چې ټول ښاریان یې رنځوران وو»

خو اوس هم ځانخاني ښامار لکه تل زما د کار پر میز ایښی دی، هماغه مخ چې استاد ته مې اورولی و، دلته یې را نقلوم:«

هغه ښار چې ټول ښاریان یې رنځوران وو

لاروی د نیمو شپو وم

هلته ناست د سمڅې خولې ته

هک حیران وم

نږدې هلته

ښکاریده ړنګ دیوالونه

کنډوالې وې د کوم زوړ لرغوي ښار دا

رواقونه زوړند ــ زوړند، مرمري ستنې ولاړې ځینې ملاستې

داسې فکر مې کولو:

آخر څوک به را پیدا شي

زمانې به ور یادیږي تیرې تیرې

د دې ورکې آبادۍ

خبر به واخلي

د دې ښار تیر شوی ژوند به را بیان کړي

را ته وبه کړي کیسې زړې زړې هم»

ده په یوه ځانګړي ځوږ زما د لوستلو لړۍ را غوڅه کړه او وې ویل:

ځانځاني او خودي خو په هر چا کې شته او «ایګو» خان نن سبا د هر چا پر اوږو سپور دی،  ته یې د فلسفي او محتوا په باب فکر وکړه، خو زه د مجروح ژبني اړخ حیران کړی یمه، دومره یې روان او د ګرامر پر اصولو سم لیکلی دی چې …

د ۲۰۱۵ کال په اپریل کې همدا شپې ورځې په کابل کې وم. یوه ورځ مې د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي کې استادانو صابر خویشکي، بریالي باجوړي او بخت میر وزیري سره تیر هیر خاطرات یادول، ما درې واړه مخاطب کړل او د استاد اڅک پوښتنه مې ځینې وکړه. بخت میر وزیري را ته و ویل چې:

پرون یې موږ ټول پوښتنې ته ورغلي وو، او …

زه بیا یوازې د بل چا په مرسته کور ته ورغلم او لږه شیبه ور سره کیناستم، خو آ پخوانۍ مزه یې نه وه، د ژوند د ترازو پلې یې هسکې ټیټې وې، د امید خوا یې سپکه او د نا امیدۍ دا یې درنه را ته ښکاره شوه، په خواشینۍ ور نه را و وتم، دا مو وروستی دیدن و.

او دا دی استاد بایزید اڅک د رنځورو ښاریانو په ښار کې پاتې شو، ژوند یې په کې تیر کړ د هماغو ړنګو دیوالونو رنځ پسې رنځورکړ او دا دی د هماغو ړنګو دیوالونو غمجنو رنځونو سترګې هم ور پټې کړې.

«خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک

په ظاهر په باطن سپـین سپیـڅلي خــلک

هـیڅ خـندا مې له دې خلکو سره نـه شي

ژړوي مـې هـغـه تـلـلي تـلـلي خــلـک»

3 thoughts on “بایزید اڅک یو ریښتینی ښوونکی/ آصف بهاند”
  1. داستاد بایزید اڅک د مړیني خبر په رشتیا سره خواشینی کړم
    حاضر دمه خو ده ته فردوس جنت او کورنۍ ته ئې جمیل صبر غواړم. د هغه حق اداینه به ئې وروسته د یوې لیکني له لاري یوڅه له غاړي ایسته کړم چي د استادۍ له اسیته ئې راباندي لري. استاد آصف بهاند دي خیر یوسي چي ددغه ارواښاد د یاد په کار کي مخکښه سو.استاد اڅک مرحوم په ټوله معنا یو اکاډمیک شخصیت وو. ددې علمي خلا ډکېده ډېر کلونه انتظار غواړي

  2. د استادۍ د لکچرونو تر څنګ یې یوه ورځ زما تعلیمي خپرونې ته د پښتو واولونو مرکه رالورولې وه هغه غږ یې او س هم زما په ذهن کې انګازې کوي: ا، اې، او، اوو…. الله دې پرې ورحمیږي ستره هستي وه.

  3. الله ج دې پرې ورحمیږي، که څه هم چې ما نه پېژانده او نه مې لیدلی و، خو د فونولوژي یو لیکچر نوټ یې له ماسره دی په رښتیا چې استاد او لويه هستي وه. ده ته دې الله تعالی هغه دنیا ښایسته کړي او کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *