د ولسمشرۍ ټاکنو له پایله تردې مهاله چې کومې ستونزې او لانجې رابرسیره شوې ټول هیوادوال پرې شاهدان دي خو زه یې یوځل بیا یادونه اړینه بولم کله چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره تیاری نیول کیده او بیا نوماندانو ځانونه نوماند کړل کمپاینونه پیل شول په ټول هیواد کې ښه په درز کې ټاکنیز کمپاینونه روان وه خو کله چې د لومړي پړاو ټاکنې ترسره شوی او په پایله کې یې یو نوماند هم ونه شوای کولای ۵۰ جمع یو پوره کړي نو د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې او ناورین هم له همدغه ځای پیل شو دوه سیالۍ ټاکنیزې ډلې چې دیوې مشري عبدالله عبدالله کوله او دبلې ډلې هم اشرف غني احمدزي په دویم پړاو ټاکنو کې بیا هم په ښه درز کې کمپاینونه روان وه او افغان وګړو په دې خاطر چې له شته ناورین، ټوپکسالارانو، جنګسالارانو او فسادیانو ځان وژغوري په پراخ ډول په ټاکنو کې ګډون وکړ او تر ډیرې کچې خلکو ډاکتر اشرف غني احمدزي ته رایه وکړه او د خلکو هیله هم همدا وه چې ښاغلی غني کولای شي هیواد له شته ناورین څخه را وباسي. راځې یوه خبره به ښه سپینه وکړو او هغه دا چې خلکو په پراخ ډول سره په ټاکنو کې ګډون وکړ او حتا په ناامنه سیمو کې هم خلکو اشرف غني احمدزي ته رایه ورکړه څو هیواد یې یو دایمي ثبات ته ورسیږي او ډیر ژر د نوي ولسمشر لیدونکي اوسي خو داسې ونه شول او د خلکو دغه هیلې له خاورو سره خاورې شوی او کله چې ټاکنیزې ډلې و پوهیدې چې څوک بایلونکې او څوک ګټونکې دی ، د اصلاحاتو او همپالنې د ټاکنیزې ډلې لخوا په ټاکنو کې د پراخو درغلیو نارې سوري راپورته شوې، د موازي حکومت د جوړولو خبره وشوه، د اصلاحاتو او همپالنې ډلې ځینو غړو چې اوس هم د حکومت په چوکاټ کې دنده لري د نارنجي او زرغون پاڅونونو او حتا د دولتي او حکومتي ودانیو دنیولو ګواښونه وکړه چې زما په آند دغه ټولی ننګونې او ستونزې د همپالنې ډلې جوړې کړی او ټاکنې شپږ میاشتې وځنډیدې او تردې مهاله یې هم مالومات نشته نه پوهیږم چې ولس به ګرم څوک بولي او خبره به ولس ته پریږدو خو دادې نن شپه تر ناوخته د ولسمشر کرزي او د ملګرو ملتونو داستازي په منځګړیتوب خبرې اترې روانې وې چې کیدای شي هوکړه شوي وي او د یک شنبې په ورځ به د ټاکنو پایلې هم اعلام شي خو اوس خلکو ته جوته نه شوه چې دوې له څه لپاره په ټاکنو کې ګډون وکړ او د څه لپاره یې رایه ورکړه د یوه ګډ ایتلافي حکومت لپاره او یا ددوې په وینا د ملي یوالي حکومت لپاره، اوس خو د ولس غوښتنه داده چې ولې د رایې شمیرنې د سل په سلو پلټنې وروسته هم ګټونکی او بایلونکې څرګند نه شو. ګرم څوک دی ولس، غني او که عبدالله او که یواځې هدف واک ته رسیدل وه. د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د ټاکنو له پایله له زوره کار اخیستې او دادې ناکامې ډلې هم د خپل شته زور او پرله پسې ګواښونو په پایله کې له ګټونکي سره ۵۰ سلنه ځان شریک کړو زه فکر کوم چې د نړۍ د هیڅ هیواد په ټاکنو کې به داسې نه شوي چې یو ناکام نوماند دی د زور او ګواښ له لارې په حکومت کې ۵۰ سلنه ونډه خپله کړي نو ټول افغان وکړي یادونه کوي چې بایلونکې بریالی او ګټونکې ناکام شو، ځکه چې دی دواړو ټاکنیزو ډلو، حکومت او افغان وګړو ته جوته ده چې غني بریالی او عبدالله ناکام دی زه غني ته وایم چې اوس دی په افغانستان کې د ملي یوالي حکومت ترنامه لاندې ښه تهداب کیښوده چې وروسته له دې به د هیواد په ټاکنو کې ګټونکی او بایلونکې دواړه په حکومت کې سهیم وي، او د افغان بیچاره ولس به ګوتې پرې کیږي او په سختو امنیتي شرایطو کې به راځې تاسې ته به رایه درکوي او بیا به یې سیاستوال پر رایو معامله کوي او ځان به واک ته رسوي زه پوهیږم چې ددې ستونزو تر شا د چا لاس دی او زه په دې هم پوهیږم چې غني به ځینې مجبوریتونه درلودل خو تردې کچې هم نه چې دسیالۍ ډلې دی هره روا او ناروا غوښتنه ومنل شي مونږ خو په دې رسنیو کې یوه ورځ هم وانه وریدل چې غني یا کومه غوښتنه کړي وي او یا یې ددوې کومه غوښتنه رد کړي وي، د ټآکنو له پایله تردې مهاله ټولې غوښتنې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې لخوا ترسره کیدی او تحول او دوام ورته لبیک ویلی دی. ترکومه به دوې غوښتنه کوي او تاسې به منې اوس نو ددې وخت رارسیدلې چې دا کږه خوله په سوک سمه کړی لږه پښتو پیدا کړی ځکه چې د ملي یوالي حکومت هم هیڅ کله د خلکو په درد نه خوري ځکه چې اور او اوبه سره هیڅ کله هم نه جوړیږي په حکومت کې به تل د وزیرانو او رییسانو په ګمارنه ولسمشر او اجراییوي رییس لانجې کوي او کله چې دوې دواړه ترمنځ پرې هوکړه وشي بیا به یې ولسي جرګه نه مني ځکه چې هلته هم د دوه ډلو خلک شتون لري زه به ستا نه منم او ته به زما نه منې او دغه شخړی به همداسې پنځه کاله روانې وي او ولس بیچاره به د بیکارۍ او بیچاره ګې څخه زوریږي ، سیاستوال ولسمشر او جراییوي رییس به بې غمه مزې او چړچې کوي. واه بیچاره ولسه واه بیچاره ولسه خدای دی مل شه.
سعیدی صاحب مننه ډیرو ښو ټکوته داشاره کړیده خوملت دخدای نوره هم خوار کړی دوعا ورته مهکوی خیره ورته وکړی داول صنف ناکام چا دوهم صنف کی کامیاب کینولی عوص ددی چه اول صنف له سره ووای ددریم صنف دسویی ازموینه هم ورکوی وګوری څه نه وچه ناکام ونکړل اشرف غنی ومنل او ملت ورته ګوری هیڅ اواز نه پورته کیږی متل ده (خوار خدای کړی –بی غیرته چا کړی ) دا ملت بی غیرته شوی له مرګه ډاریږی دوی دخدای په مرض مړه کړی