تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۴) امریکايي ورځپاڼې واشنګټن ایګزاماینر د اې بي سي نیوز (ABC News) په بحث کې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دیموکرات ګوند د کاندید جوبایډن څرګندونې په جغرافیه کې د نوموړي د پوهې د کموالي ښکارندویې بللي دي.
ورځپاڼه وايي، پخوانی مرستیال ولسمشر او د ولسمشرۍ اوسني کاندید جو بایډن، چې په بهرنۍ پالیسۍ پوهېدا او په دې برخه کې تجربه د امریکا د ولسمشرۍ د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې د خپل قوت د ټکو په توګه مطرح کوي، د پنجشنبې د ورځې په بحث کې افغانستان او عراق سره ګډوډ کړل.
بایډن د اې بي سي نیوز د بحث د چلوونکي ډیوید مویر د دې پوښتنې په ځواب کې چې که امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي نو هغسي تشه به رامنځته شي چې په عراق کې ولیدل شوه، وویل:
«زه په ځلونو افغانستان ته تللی یم او تر کومه ځایه چې معلومات لرم، امریکا نه شي کولی چې افغانستان په یو موټي هیواد بدل کړي…… دا ټولو ته څرګنده ده او تاسو (اې بي سي) هم پرې ډېر وخت پخوا راپور خپور کړی چې زه افغانستان ته د ځواکونو له لېږلو سره مخالف وم.»
د بایډن اشاره په ۲۰۰۹ م کال د ولسمشر اوباما له لوري افغانستان ته د ۴۰ زره اضافي ځواکونو لېږلو ته وه چې ده یې مخالفت کړی و. خو واشنګټن ایګزاماینر ورځپاڼه وايي چې له بایډن څخه د خبرو په دوام کې افغانستان او عراق ګډوډ شول، ویې ویل:
«افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو اصلي هدف دا و چې له یاغیانو سره مبارزه ونه کړو یعني موږ غوښتل چې دا هیواد یو موټی کړو. دا هیواد سره یو کېدای نه شي. اجازه راکړئ چې ووایم هلته ۳ بېل بېل هیوادونه دي. درې ختیځ ولایتونه د پاکستان دي چې د حقاني شبکې په وسیله یې کنټرولوي. دا لړۍ به دوام وکړي.»
واشنګټن ایګزاماینر ورځپاڼه زیاتوي، حقاني شبکه د سُني سختدریځو یوه ډله ده چې له طالبانو سره ملګرې ده او امریکا په بهرنیو تروریستي ډلو کې شامله کړې ده. دا ډله چې په شمالي وزیرستان کې مېشته ده، له پولې اوړي او د افغانستان په ختیځو ولایتونو او کابل کې حملې کوي.
ورځپاڼه زیاتوي، افغانستان ۳۴ ولایتونه لري خو دا عراق دی چې عملاً په ۳ برخو وېشل شوی چې یوه برخه یې د عرب شیعه ګانو، بله د سُني عربانو او درېمه د کوردانو په لاس کې ده.
بایډن په خپله په درو برخو د عراق د تجزیې ملاتړ کاوه خو جورج بوش او بارک اوباما د ده دې وړاندیز ته اهمیت ورنه کړ.
په کارلټن پوهنتون کې د افغانستان د چارو متخصص سټیف سایډمن وايي، د افغانستان په اړه تراوسه هیچا د درو برخو یادونه نه ده کړې. ممکن د فدرالیزم مسله مطرح شوې وي خو د دې هیواد ولایتونه تر ۳۰ زیات دي او هیڅکله د ۳ ولایتونو یا درو ټوټو موضوع مطرح شوې نه ده.
«فکر کوم بایډن افغانستان له عراق سره غلط کړی دی.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی چارواکی او د امریکن پراګرس تحقیقاتي انستیتیوت غړی مکس بیرګمن وايي، بایډن لکه چې نوی کشف کړی.
ورځپاڼې ته سعد محسني ویلي «بایډن ته پکار ده چې په جغرافیه کې خپله مطالعه زیاته کړي خو په دې عمر کې به یې ډېر څه په ذهن کې پاتې نه شي.»
سکاټ شادین، چې د بوش د حکومت همکار و او په افغانستان کې د دوو امریکايی سفیرانو سلاکار پاتې شوی، وايي چې بایډن دا خبرې کټ مټ د عراق په اړه کړي دي. لکه چې افغانستان او عراق سره ګډوډوي.
زه حیران یم چی متمدن خلک څه ته وایي؟ امریکایان ځان د داریون د تکامل په داستان کې تر ټولو متمدن بولی او بیا دغسی خلک د دغو متمدنو جامعو مشران هم شي! ا
که سمه خبره وشي نو دا د دنیا تر تولو غیر متمدنه خلک راته ښکاري! ځکه چې د امریکا او افغانستان عمر یو دی خو داسې مشران یې لکه جوبایډن! چې تر اوسه په تاریخ او جغرافیه نه پوهیږي! خو زه دومره ورته وایم چې د جو بایډن خبرې د نفاق د تخم کرل دي. بایډن باید په دی پوه وای چې چې دلته لوی ګیم مات شوی دی او دا دی د امریکا لوی ګیم هم و شرمیده!ا