تاند- پولیسو د چین د سینکیانګ ایالت په لرې پرتو سیمو کې د غلا د مخنیوي لپاره له قازانو څخه استفاده پیل کړې ده.
په سینکیانګ کې د شاوان د سیمې د پولیسو یوه مقام د چین خلق ورځپاڼې ته ویلي دي چې : قازان ډېر هوښیار مرغان دي او سامعه حس یې ډېر پیاوړی دی، چې وړه کی اواز شي، دوی یې اوري.
د دې چیني ورځپاڼې په رپورټ کې لولو چې بتې هم هوښیارې د ي، هم یې غوږونه تیز دي او هم زړه ورې دي او همدا وجه ده چې د سینکیانګ په لرې پرتو سیمو کې له جرمونو سره د مقابلې لپاره استفاده ورنه کېږي. د سینکیانګ د پولیسو په قول، بتې د غلو او مجرمانو په مقابله کې تر سپیو کامیابې دي ځکه خلک معمولا یو سپی په کور کې ساتي چې په تیاره کې هم د غله له سترګو څخه نه پټېږي او غل کولای شي چې زهر یا داسې بل څه ورکړي او ویې وژني یا یې غلی کړي ، خو بطې معمولا یوازې نه وي، څو دانې وي او رنګ یې هم داسې دی چې په تیاره کې په اسانه نه سهي کېږي ، نو غل یې په اسانه نه ویني او که یې وویني هم، بتې څو دانې وي، اول به د کومې خوله پټوي؟
د سینکیانګ د شاوان سیمې د پولیسو یو منصبدار ، ژیانګ ، وایي چې : بتې ډېرې زړه ورې دي. که هر پردی سړی کور ته ننوځي دوی ورته وزرونه خپروي چې مخه یې ونیسي او کیدای شي حمله ورباندې وکړي. د سینکیانګ د شاوان سیمې د پولیسو په قول، د دې سیمې د امنیت په زیاتولو او د خلکو په خوندي کولو کې د بتو په نقش باندې سترګې نه شي پټېدلای. مثلا همدا سږ کال د جون په میاشت کې د پولیسو یوه دفتر ته یو غل په دیوال باندې ورواوښت چې موټر سایکل پټ کړي. غله د پولیسو د دفتر دوه سپي بیهوشه کړي وو او په همدې وجه په دیوال باندې بې جنجاله واوښت خو کله چې ورکوز شو، د دفتر د حویلۍ بتو چې شمېر یې شلو ته رسېده، وزرونه خپاره کړل او شور ماشور یې جوړ کړ چې په نتیجه کې په دفتر کې ویده پولیس راویښ شول او غل یې ونیو.
د یادولو ده چې سینکیانګ چې له افغانستان سره نښتی دی، د مساحت په لحاظ د چین تر ګردو لوی ایالت دی، شپاړلس لکه کیلومتره مربع مساحت لري، مګر نفوس یې یوازې یوویشت میلونو ته رسېږي. د دغه ایالت په ډېرو لرو پرتو سیمو کې د غلا او نورو جرمونو پیښې نسبتا زیاتې دي.
دغل دی کور وران شی چه دپولیسو پوستی ته اوښتو ولی نور خانان اودموترسایکلومغازی کمی ویی، اوبل داچه کله چه غل سپیان بیهوشه کوی نو شل بطی به البته ویدی اویا په دغه وخت کی کڼی وی؟