د ټاکنو کمېسیون ته د نویو کمېشنرانو معرفي کولو پروسه بشپړه شوې نه وه، چې د بحران او ستونزو رامنځته کېدو زنګ ووهل شو.
په دې ټکو چې که پخواني غړي چې کاري موده یې پای ته رسېدلې لېرې شي ـ د نویو هغو په ټاکنه لوی کړکېچ رامنځته کېدای شي…
د خطر او ګواښ دغه وړاندوینه هغو کمېشنرانو کړې چې ښایي د نویو غړو په معرفي کولو له دندو لېرې کړای شي ـ د قانون له مخې د دوی د دندو موده نشي غزېدای ـ لکه د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات چې نشوای غزېدای، خو ولسمشر د سرپرست تر نامه له قانون پورته تر دې دمه غزولې ده ـ که دغه غزېدنه نا قانونه وي بیا د سترې محکمې ګروپ چارې او پریکړې خپل قانوني حیثیت نشي ساتلی ـ که قانوني وي ولسمشر د دغو کمېشنرانو دنده هم د خپل لزوم دید او مصلحت له مخې غزولی شوای…
افغانستان کې ستونزې او بحرانونه له دندو د چارواکو له لېرې کولو سره پیلېږي ـ ځکه خو تېرو دوولسو کالو کې ولسمشر او ډېری وزیران، لوړ پوړي چارواکي او والیان پخپلو دندو کلک مېخ دي ـ چې ولسمشر له ټولو زیات دا ټکی پاموړ ګڼي چې د ستونزو او بحران مخه ونیسي، چې نور دا هېواد له دې اړخه د راولاړېدونکیو ستونزو زغم او تحمل نشي لرلی.
سرپرست مقام طالبانو راویوست ـ دوی چې د کابل په لاندې کولو خپله کابینه اعلان کړه سرپرست وزیران یې ونومول. ماته څرګنده نشوه چې له سرپرست د دوی موخه څه وه ـ د کوم مفهوم له مخې یې له وزیرانو سره دغه ټکی نښلولی، خو ښاغلی کرزی په دغه لړۍ کې دومره خوند وموند چې د باور رایې په ترلاسه کولو کې ناکام ښاغلي ډر او ډز سرپرست وزیران ټاکي، لکه ولسمشر د سرپرست مقام کې نوي رازونه، حکمتونه او لذتونه موندلی شي…
یو تاثر داو چې طالبان د کوڅه واکۍ په له منځه وړو او یوه ځواکمن حکومت ته په مخه پرانیستو بېرته مدرسو او درسونو ته ستنېږي، ځکه خو وزیران مؤقتي ټاکل شوي چې د سرپرست په توګه تر یوه وخته د چارو څارنه وکړي، خو چې یو ځل څوک د اقتدار په خوند اوښتی بیا یې زړه نه دی صبر شوی…
که د دغو کمېشنرانو د کاري مودې په پای ته رسېدو او د نویو په غوراوي بحران او ستونزې رامنځ ته کېدای شي بیا ولسمشر څه ګرم دی، چې وزیران، والیان او لوړ پوړي چارواکي په چارو کې له کا واکیو او ناکامیو سره بیا هم نشي لېرې کولای ـ که د وزیرانو، والیانو په لېرې کولو ستونزې او بحران غوړېدلی شي د نوي ولسمشر په ټاکنه خو به د ستونزو او بحرانو قیامت راټیټ شي.
سرکار دې ته ځان ژمن بولي، چې له دې اړخه د بحران او ستونزو راولاړېدو مخه ونیسي، ځکه خو د یو شمېر بلکې ګڼ شمېر ښاغلو راغلو د بوختیا او د دوی لخوا د دغسې ستونزو او کړکېچونو مخنیوي ته موازي ادارې جوړې شوې، جنګسالاران، لبرال فاشستان، جهادي بدماشان، قاچاقبران او نور ناغېړه او نا ړامه کسان یې بېلابېلو سرکاري ادارو کې زېرمه کړي، چې له شر او فساد یې خوندي او د بحران او ستونزو مخه نیولې… له همدې ځایه ده، چې ډېر لږ او د ګوتو په شمېر چارواکي له دندو لېرې شوي چې بیا هم د رجال برجسته په نامه د ملت په څټ سپاره ګرځي…
داسې چې نه د چا عمرونه د تقاعد برید ته رسېدای شي او نه د درغلیو او اداري فساد له امله له بازخواست او پوښتنې سره مخامخېدای شي، چې د اداري فساد په پرتله له دندو د دغو ښاغلو راغلیو د لېرې کېدو له امله را ولاړې ستونزې او بحرانونه ګواښنده او خطرناک ختلی شي…
دغو کمېشنرانو ویلي، چې ټاکنې نژدې دي، په دومره لنډ، تنګ وخت کې نوي کمېشنران د دروازې لوری ګودر هم نشي پېژندلی…
ـ که داسې وي نوي والیان، وزیران او لویان هم د دغه لاسوند په مټ له دندو په لېرې کېدو د بحران او ستونزو خطر په ګوتو کولای او غره ته د ختو او جګړې ګواښ او جواز وړاندې کولای شي…؟
که د دروازو د موندلو او درک لګولو خبره وي په ارګ کې خو نوی ولسمشر په کال کې هم په خدای که ددې پته ولګولای شي، بیا دې ارګ پر ښاغلي کرزي مبارک وي.
له محور ورځپاڼې په منننې.